Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
بدلون په نړۍ کې !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
بدلون روښانه دى ، هوا اوځمکې کښې اوښتون دى ، دجولاى په نولسمه ٢٠٠٧ م روسيي هم دانگليس څلور دپلوماتان له خپلې خاورې وايستل، په امريکې کښې ديموکراتانو په سناکښې ونه شوکولاى له عراق نه دامريکايې پوځونو دايستلو وړاندې شوې پرېکړه ترسره کړي پاکستان کښې ددولتي عسکرو او پوليسو وژل روان دي ډېرو ځايونوکښې سيلابونه، اوزلزلې او اوروونه دي . څرگنده ده ،چې سره جگړه بيا پيل شوه او دامريکې سروالي په يوه څېر پاى ته رسيږي امريکې کښې هرکله ،چې دټاکنو مهال نژدې شي دوې خبرې زرغونې شي ،چې هغه بيا پورته شوې .لومړى دنازيږول شوي ماشوم له منځه وړل او دوهم دنارينه واده نارينه سره اودښځې له ښځې سره دا په امريکې کښې ياهر ځاى کښې مذهبي او اخلاقي خبره نه ده ،چې اوس جمهوري پلوه ځان تر ديموکراتانو مذهبي بولي بوش ،چې دوه ځله انتخابات وگټل په همدې يې وگټل په ٢٠٠٠ م کال دديموکراتانو له خوا يو پياوړى سړى ، چې دکلنتن مرستيال و هغه ته داسې حالات جوړشول ، چې هغه گټلي انتخاب پرېښودل . اوس بيا هماغه خبرې برسېره شوې ديموکرات نومول شوى دجمهوري رياست دپاره ځان مذهبي ښيي ځکه دنيويارک پخوانى ښاروال ،چې دجمهوري پلووله خوانومول شوى په دې ټينگار کوي ،چې ديموکراتان ښه عيسويان نه دي .بدلون په سياست کښې: روسيه نوره دترويزم په جگړه کښې مرسته نه کوي انگلستان کښې پخواني سياستپوهان دانگليس دنوي حکومت دغه سياست له عقلمندۍ لېرې بولي ،پوتين هم دانگليس پروانه ساتي داسې ښکاري ،چې سړه جگړه په بيړه روانه ده ،په ترکيي کښې څه ،چې دترکيي په اساسي قانون عمل کوي د عدالت دگوند له وېرې ،چې اسلامي بڼه لري اتياکاله هلته لاديني ده او ديموکراسي ياديږي بيا هرکله پوځ لاس اوږدوي امريکا ورو ورو پاکستان ته پوځي سلاکاران ليږي ،چې ددوى په وينا دالقاعده او طالبانو مخه ونيسي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې