Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
پښتانه هڅه کوي پښتنواله وساتي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
کله ،چې په سيمه کې تاريخي دباو تل پښتنو باندې دى بيا پښتانه هڅه کوي پښتنواله وساتي ،روسانو اوکورني کمونستانو هڅه وکړه ،چې مليت هاى برادر او برابر ووايي دايې زړه سواندى نه وه په دې توگه يې غوښتل دپښتنو تاريخ هڅوب (کلتور ) او ژبه له سترگو وغورځوي ،چې د نجيب له ايسته کولو سره دې خبرې زور واخيست .پښتانه لوى کړاو کښې کړيږي مليت هاى برادر و برابر چړچوکښې دي ،چې په امريکې کښې يو تلويزيون ،چې هغه هم آريانا نوميږي او پخوا دکابل تر آريانا امريکې کښې چلېده دشمال دولاياتو څو تازه فلمونه وښودل. يو دبزکشۍ لوبه وه ، دوهم يې د سپيانو جنگول و درېيم يې ديوه زلمي هلک نڅول ،چې دښځو کالي يې اغوستي او سينگار شوى و هر يوه ته يې گڼ خلک راغلي و. په دې حال کښې برمل ،نورستان ،کونړ، هلمند، کجکي ،ژيړۍ ،سنگين ،گرشک ،پکتيکا ، ننگرهار ،غزني هر چېرې ، چې پښتانه دي هلته خوشحالي او لوبې لاڅه کوى ،چې يوه خوله خندا په دوربين نه ليدل کيږي ژړا ده اوخاورې پرسر بادوسل دي ددغو درې فلمونو په باب ځينو خلکو تليفونونه وکړل ،چې يو شمېريې هغه منفي تبليغات بلل يو شمېر يې خواشيني څرگندوله ،چې جنوب کښې څه حال دى او په شمال کښې ؟ داخبره نوى نه ده ،چې پښتانه د چنگيز،انگرېز ،روسيي امريکې بيا ناټو ،ائتلاف او ټولې نړۍ سره د پښتنو جگړه ده څه خو انصاف په کاردى ! کومه ورځ به داحالت بدل شي بيا به هم پښتانه دوى خپل ورونه وبولي انصاف به ورسره وکړي او تر انصاف لاډېر به يې ونازوي ځکه هر څوک خپل اصول لري ،اسلام دى پښتونولي ده داډېرځله شوي کله ،چې کراري شي دخوند او شخوند خلک نور شي داهم هومره خبره نه ده ،چې هېواد موخپلواک او خپلوپښو ولاړوي له هغوماڼۍ ده ،چې تل مردارو پسې گرځې له حلالو يې توبه ده . پښتانه ناهيلي کيږي نه او دحق دپاره هره ستونځه گالي . هـــــر زمـــــــــــان ،چې دفلک مهر بنيـــــــاد شي@ نـــــــــــــــامراد دزمــــــــــــــانې په خپل مرادشي@ په هر شــــــــــــــــــــــــام پسې سحر شته باوروکړه@ عاقبت ،چې څوک غمجن شي ،بيابه ښادشي@ يـــــــولـــــــــــــــــــــه بله زده کوي دجهان دود دى@ لــــــــــــــه اوله ،چې شاگرد شي بيااستادشي@ يــــــــــــــــــــــاډېرزربويه ،يابخت بويه ،ياتوره@ چې پــــــــــــــه سپينه ږيره څوک دچاداماد شي@ صورتي عمر فـــــــــــــــــــــــــــاني دى باقي دادى@ چې يې پس لــــــــــــه مرګه نوم دنيکو يادشي@ (خوشحال)
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې