Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
انگليسان افغانستان کښې بيا ښکيل دي !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
وروسته تر امريکا دوه يم هېواد ، چې افغانستان کښې ډېر پوځونه لري انگلستان دى دانگلستان ډېره نوى وسله يې له ځانه راوړې ده ، دوى ،هالنديان او کاناډايان ،دافغانستان داردو عسکر او پوليس جاسوسان او مواجب خواره ورسره دي بيا داټول دامريکې تر مشرۍ لاندې دي خبره دوه شپېتو هېوادونو ته رسيږي استراليا او ډېر هغه واړه هېوادونه ،چې پوځونه يې ليږلي او دانړيواله لويه جگړه ده دا جگړه په هغوسيموکښې ده ،چې پښتانه اوسيږي .له سرحد هماخوا او داخوا ،نومونه دوه دي پاکستان افغانستان بيا په دواړو کښې پښتانه وهل کيږي . درست پښتون له کندهاره تر اټکه سره يوپه کار دننگ پټ اواشکار کله ،چې خوشحال خان داويل مغل و ،کندهار کښې صفويان و، غزني کښې مغلان بيا انگليسان دي ،چې له کندهاره تر اټکه دا جگړه کوي څو پېړۍ دي او دا د انگرېز اوچنگېز جګړه روانه ده پاکستان کښې مشرف دى افغانستان کښې کرزى دواړه دامريکې په موټي کښې دي . راشه گـــــوره نـــــــــامردان بلاوهلي@ دبري ميدان پريږدي ،ليرې ځغلي@ د اپېرونه دومره يوشانې دي ،چې ادبيات او شعر يې هم هغه دي ،چې و . کم دليل دى دواړه سترگې وخوري@ پـــــــه تورتم دجنــــــــازې سره څملي@ خوشحال خان دپښتون شاعرا دى حکيم دى له پښتو وتلو پښتنو ته وايي: څوک په خپل پټي کرل کا داغزيو@ چاپه خپل پټي گلونه دي کــــرلي@ دمغل ،انگليس ،روس ،امريکا ناټو ائتلاف په دې تاريخ کښې له پښتنو وتلي ددوى مزدوران دي . څومخلص تمام خالص نه شى خوشحاله@ خطرونه دې چــــــــــــــــاپېردرجار وتـــــلي@ خوشحال خان يوازې شاعر نه دى بلکې دتوري خاوند او يو ښه مثال دى . نن ډېر پښتانه ،چې لويديځ يا دائتلاف خبرې کوي وگورئ ولسي جرگه ،مشرانو جرگه ،کابينه ،واليان ...،چې راښکاره شول ددې دور لنډ لستوڼي@ پردي مــــال وته اوږده لاسونه مــوڼي@
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې