Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
نور بهرني عسکر دې راشي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د پنجشېر ولسوالي ولايت شو احمدشاه مسعود ملي اتل و بلل شو دهغه په نامه واټونه شول د مسعود بنياد جوړ شوى دهغه بنياد له خوا د مولانا جلال الدين بلخي يادونه کيږي په داسې حال کښې ،چې هغه ( مولانا) د تصوف او عرفان لوى شخصيت و او دايو قوماندان ،چې ډېرى خبرې ورپسې دي دهغه دوولس کلن زوى ډگر جنرال شو نو ځکه داسې يو حکومت ټوله نړۍ نه شي ساتلاى . په دې حال کې دوه خبرې کيږي نور بهرني عسکر دې راشي پاکستان کښې دې مدرسې وتړل شي دادواړه که وشي بيا به هم امنيت نه وي وروسته له هغه به بيا څه کوي ؟ څو دخلکو دين ، خپلواکي ، ناموس او هڅوب ،چې پښتونولي ده ونه ساتل شي ،دپاکستان په پلازمېنې اسلام آباد کښې څه وشول ؟ نارينه او مېرمنې وژلوته چمتوشول ددې درملنه داسې نه کيږي که هيڅ دى نه وي دپاکستان له يو سل و پنځوس ميليونو له وگړيو څخه سل ميليون په اسلام ولاړ ددي داټول څوک وژلى نه شي د ا مضمون له بنسټه سم نه دى که ددوى په خوله ديموکراسي وي بياډېره کي پاکستان کښې اسلام غواړي او پاکستان يوه تجربه د بنگله دېش کړى ،چې گټلي انتخابات يې ورسره ونه منل. ?شېخ مجيب خو القاعده نه و لا کيڼ لاسې هم و، هر څوک دځان دپاره يوه ديموکراسي جوړوي حال دا،چې که پاکستان کښې يو اسلامي حکومت راشي بنگال کشمير گلگت ټول ورسره يو کيږي بيا څوک د خپلواکۍ او بېلېدولو خبره نه کوي که ورسره يو ځاى نه وي غليمان به هم نه وي دا ،چې دپاکستان شريعت څوک نه پريږدي دايې دوستان دي که دښمنان ،افغانستان پاکستان کښې لاڅه ،چې مصر او ترکيه او نورو اسلامي هېواد کښې هم داخبره همداډول ده ،چې اسلامي خو ځښت دى . افغانستان کښې اوس يو حکومت نه دى ډېر حکومتونه دي د طالبانو ، کرزي ،رباني ،دوستم ،محقق ،قانوني... دجوزجان خبره څه شوه دنړۍ په ټولوقاموسونو کښې دداسې يوه حکومت دپاره تعريف نه موندل کيږي پرته له دې ،چې نازولى چپه کاکل وي . نه پتنگ د خپـــــــل څــــراغ شوى@ نه بلبل د خپـــــــل گلــــــزارشوى@ نه مجنون غوندې رســواشوى@ نه منصور غوندې په دارشوى@ دواړه نه کيږي رحمانه@ يابه ياروي يابه دار‌@
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې