Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
حکومت ،چې امنيت ونه ساتي نو ايا حکومت بلل کيږي؟
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په دايوه ساده خبره ده ،چې سمې ادارې ته هغه مهال اداره يا حکومت وايي ،چې امنيت وساتلى شي ،کوم هېواد کښې ،چې امنيت نه وي نه يوازې دهغه حکومت بې تومنې او بې کفايته وي بهرنى پوځ ،چې دامن دپاره راغلى وي هغه هم تور يږي پښتانه وايي : "زه دې په ايمان کښې شک لرم ته مريدان نيسي" هغه هېوادونه ،چې په وېره کښې ژوند کوي هغوى ژوندو نه لري دافغانستان ،عراق او پاکستان حکومتونه ، حکومت نه شمېرل کيږي ځکه چېرته وينې بهيږي هلته حکومت نه بلل کيږي په افغانستان کښې دين او دولت يو ځاى ويل کيږي چېرته د دين وي دولت وي ديانت او سپېڅلتياوي ،امريکا او اروپا دلته د بد امنۍ کبل دى ،کومه خبره وچې ډېره مهمه ده هغه داده ،چې نړۍ هغه دنولسمې پيړۍ نړۍ نه ده څه تعليم زده کړه هر ځاى کښې موندل شوي نوي وسايل کمپيوټر نړۍ سره نښلولى ده او داړتيا وړ معلومات له هغه تر لاسه کيږي دڅو دقيقو په ترڅ يوخبر درستې نړۍ ته رسيږي ، خلکو سره په الوتلکو بسونو کښې وي .د چنگاښ په پنځه لسمه په سپين بولدک نوى امنيه قوماندان پېژندل کيده هغه ځاى کښې دولتي افسران او پوليس له يوې چاودنې سره ډېر ووژل شول دا خبريوه گړۍ وروسته ټولې نړۍ ته ورسيده حکومت پوهېده ،چې هلته نوى امنيه قوماندان دهغه ځاى مامور ينوته ورپېژندل کيږي هرڅه يې په واک کښې و بياهم چاودنه وشوه ،يوه ډله ييز قبر دکابل په شمال کښې وموندل شو ،چې د پخواني شوروي اتحار په مهال هلته شهيدان شوي و، دهماغه مهال د کورنيو چارو وزير په ولسي جرگې کښې ناست دى له داسې يوې ادارې نه څه تمه او هيله کيداى شي خلک ،چې دا حالات ويني نا هيلي کيږي ، او نوره ويسانه پاتې کيږي . هيڅ ډول قانون نه شي پلى کيداى و لسي جرگې ،چې کومو وزيرانو ته ،چې دويسا رايه ورنه کړه يايې بېرته ځنى واخيسته هغوى خپلو کارونو کښې دي يووزير ،چې دويسارايه وانه خسته هندوستان کې لوى سفيردى .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې