Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
دلته دناموس خبره ده
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
برهان شاعر داحمدشاه بابا له خولې داخبره کوي ،احمدشاه پادشاه په جار وويله ( په جهر يعنى په جگ اوآز) پښتنې مغلې دا ،چې پښتنې او مغلې يادوى دلته دناموس خبره ده دهر چا،چې وي پښتنه وي که مغله يابل څوک دادې د بابا خبره تاسوته چاداويلي و دناموس او پاکلمنۍ خبره هم اسلامي ده هم پښتني کله ،چې ملي فلسفه وي دواړه په کښې راځي بيادادى : ٤- اميران وزيران واړه ترې چاپيرو@ دغزاپــــــــــــه مهم خوښ شويوتربله دلته ليدل کيږي ،چې بابا اميران وزيران يعنى بشپړ تشکيلات درلودل . ٥- يودېرش ورځې يې نېټه په منځ کيښوه په لومړۍ ورځ يې پيشخانه يې وويشتله@ د جگړې پلان درلود ،چې لومړى به څه کوي بيا به ورپسې څه کوي ؟ ٦- ،چې دېرشمه ورځ پوره شوه پادشاه سورشو په ډېر واوښويې ( اوښان ) خزانه وليـــــږدوله ٧- دپادشاه درې لکه لښکر همه سواره و دهندوستان په لارې تله واړه خوش دله داڅرگنده نه ده ،چې هغه مهال درې لکه څوني و ٨- پادشاه څـــــوورځى مقام په پېښورشـــــه داخون بابا په زيارت پروت دعايې غوښتله _______________________ اخون بابا اخوند دروېزه دى ..... ٩-اوليـــــــــاپرې غږ وکـــــــه روانېږه ستاْعرض شوله دخداى په درقبوله يولړاسلامي روحاني پښتنې خبرې دي ،چې زمونږ په خټه کښې اغښتل شوى اوس راته وايي داټول پريږدئ تاسوت ديموکراسي ښيو بيا دفيشن پوډريان ترجمانان دي ،چې داټول تاريخ اوملي فلسفه شاته غورځوي زمونږ هېواد په معنوي او مادي اړخونو کښې ورانوي کله ،چې دناموس اوعزت خبره وي بيا احمدشاه بابا پښتنه او مغله دواړه ژغوري . حتى په? لوسي د انگليسانو ښځې هم وژغور شوى . ١٠- ميان عمر صاحب له لارشه په سرتورى پـــــــــــه بـــــــــــاطنه درسره درومې پــــخپله داشعرونه اته ويشت بيته دي ،چې دميان غمر صاحب او داحمدشاه بابا سره ليدل دي ،چې کله به يې بيا و ليکو اصلي خبره داده مونږ پوهيږو اوزمونږ رواياتدي ځکه دا روايات مونږ ته له له برياليو مشرانو پاتې دي که يې کولاى نه شو داحترام په سترگه ورته گورو څلورم د جولاى ٢٠٠٧ م د چنگاښ له ديارلسمې سره سم راځي . چې دامريکايانو په مشرۍ دائتلاف دجگړې او م کال دې ائتلاف سره ، چې جگړې کښې برخه اخلي دافغانستان اسلامي جمهوريت هم دى .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې