Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
څلورم د جولاى دلته او هلته !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په امريکې کې څلورم دجولاى دامريکې د خپلواکۍ ورځ ده دوى له انگليسانو نه خپله خپلواکي واخيسته داتر هغه ډېروروسته ده ،چې احمد شاه بابا ( ١٧٤٧٦) ميلادي کښې لوى افغانستان جوړ کړ ؛امريکا ١٧٧٧م دخپلواکۍ دپاره يون پيل کړ په ١٧٦٢ م دافغانستان طبعي سرحدونه له خراسان ، پنجدې تر آگرې پورې سره وتړل شول امريکې کښې لاجگړې وى. څلورم د جولاى په امريکاکښې خوشحالي ،عسکري رسم گذشت اورلوبې ملي ترانې او نڅاوى کيدلى .افغانستان کښې د پښتنو جگړه وه کندهار کښې شپږ کاناډايي يو افغان ترجمان دوه انگليسان او اووه افغان پوليس ،چې ټول دامريکې په ائتلاف کښې و او څو امريکايان ووژل شول ، داحمدشاه بابا څوک شته خوهغه نه دى ،چې ځانله درانى وايي له دې څرگنديږي قوم او وينه په کارنه ده پښتونواله غواړي . په افغانستان کښې تاريخ ته پاملرنه نه کيږي امريکاکښې تاريخ ته ډېره پاملرنه کيږي . جارج واشنگټن ،چې د خپلواکۍ اتل دى دهغه هر څه په نامه دي دامريکا پلازمېنه هم دهغه په نامه دي "واشنگټن " داحمدشاه بابا دپاره يوه شاعر په خپل مهال ويلي? دي : دغه شاعر برهان نوميږي دغه شاعر يوه تاريخي پېښه يې ثبت کړى ده ،ده سره دې خداى ښه وکړي نوى خبرې لري ،چې شاعران دې ځان سره وليکي داهماغه مشهوره جگړه ده ،چې پاني پت کښې وه . ١- احمدشاه پادشاه په جارو وويله دغزاپه نيت وزمه له کـــــــــــــــــــابله ٢- پښتنې مغلې لاندې کړې کفارو داخبره مې په زړه وگـــــــــــــرځېدله ٣- يا به قتل کړم کفار په هندوستان کښې يابه پرې کړم کله پرې باندې خپـــــــــــــــــله
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې