Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
دحکومت سلگۍ اورېدل کيږي او ليدل کيږي !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په يوې "ټوکې " کښې راغلي ،چې : يوه پادشاه خپلې ملکې ته ويلي و ،پادشاهي ډېر خوند لري ،چې تل پاتې کيداى ملکې وويل : که داسې واى ما او تاته نه رسيده . له کرزي نه د سړي زړه بد شي ،چې جمهوري رياست يې ډېر خوښ دى بيا دناټو يوه مشرو يلي که امنيت سم نه شي رغاونې نه شي کيداى ناټو به لاړه شي . دنړيوالې سوداگرۍ او صنايعو رييس د جولاى په درېيمه ٢٠٠٧ وويل دامنيت د نشتوالي له کبله سوداگر تښتول کيږي وژل کيږي ، څوک سوداگري نه شي کولاى ، و چ کالي ده، کله سيلابونه وي ،کر نه هم نه کيږي ،امنيت تجارت، کرنه سره ملگرى دي .بيا حکومت له کوره دننه څه نه لري ټول يا دربست د بهرنيو غاړوته لويدلي وي او دا داسې يو روۍ ( خطرناک ) کار دى ،چې لوى لوى هېوادونه له پښو غورځوي دوه شپيته هېوادونه شنډ پاتې شول د پښتانه ستا يوال څو ک نه شته ، کمال يې اوس و کاو . وايي ايران طالبانو سره پټى مرستې کوي هغه لا څرگنده نه ده تاسې ته دوشپېته لوى هېوادونه يوه بې وسه دولت سره بربنډه مرسته کوي يا پاکستان ياديږي ،چې دهغوى په خاوره کښې دوى روزل کيږي پښتانه ته څوک جگړه نه شي ښودلاى ، لندن او واشنگتن کښې امنيتي ترتيبات نيول شوي ځکه لندن کښې يو داسې بم ليدل شوى ،چې په لاس له عادي داسې مواد و جوړشوى په کورونو کښې ځنى چاروکښې په کاريږي او د ترکاڼۍ ميخونه دي سړي ته خندا ورشي ميخ د گاز و سلنډر څه تيل او مالگه داسې وي ،چې ويل شوي نو په کاردى د څښتن تعالى په دربارکښې توبې وباسي ،چې داتوم بم جوړونکي هېوادونه د گازو له سلنډره او ميخونو وېره لري،هماغه د نمرود په پوزه کښې دماشي ننوتل دي کوم ماشومان تلويزيون کښې و ښودل شول پښې يې دومره خيرنې وي لکه ،چې خيرنې گولۍ يې په پښې وي پښې بېلې پښتانه ،چې له پيدايښته ميړيني يې پښې نه پټيږي او دا ټوله نړۍ ويني څوک ،چې ليدلي سترگې ولري . دناټو لوى منشي وايي په هر توگه ،چې کيږي دملکي و گړيو دوژنې مخه دې ونيول شي اودادوى نه شي کولاى دوى د ښار سوداگر او بانکونه نه شي ساتلاى څه وکړي د چپاو دپاره هلته دي ،چې دغه موقع ورته بره ښه ده ،چې يو څه ترلاسه کړي او دايوه ښه لاره بولي ،چې ډېرې پيسې يې ترلاسه کړي داسې مهال ته رسيدلى ،چې چارواکي پرېکړه نه شي کولاى . اسلام آبادد پاکستان پلازمېنې کښې جگړه روانه ده، په کابل کښې ،چې هر څوک دپوهنتون له استاذانو ،دولسي جرگې غړي ،چې خبرې کوي گوته پاکستان ته ونيسي پاکستان کښې نوى اسلامي انقلاب روان دى ،چې ښايي ټول پاکستان کښې خپور شي دقاضي قضاوت هم روان دى خپله خبره پخوي . په افغانستان کښې دغه خلک له بېلو خواوو خبرې کوي د پاکستان له حاله نه دي خبر دافغانستان خلک قضايي کارونه طالبانو ته وروړي او هغوى يې پرېکړه وکړي طالبان ،چې کومه پرېکړه وکړي هماغه سرته رسيږي ،نو افغانستان او پاکستان کښې حکومتونه د ځنکدن په حال کښې دي دواړو هېوادونوکښې حالات شړيدلى دى ناټو او امريکايان نه شي کولاى هغه چارى تر سره کړي ،چې ددغو هېواد خلک يې بويه وکړي ،دکبر او غرور کارونه داسې وي ،چې بيايې په درملنې څوک نه شي پوهېداى بل کلنتن وايي هغو کسانو ،چې امريکا يې دغه حال ته رارسولى دوى به يې په اورکښې ودروي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې