Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
مونږ دا هيله درلوده
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دترکستان خلک مو، چې ياد کړل هغو ليکلى و: مونږ دا هيله درلوده، چې د يو عادل بادشاه تر سيوري لاندې ژوند وکړو، چې زړه سواندى وي، څو مو د زمانې له ظلم او تيري نه وژغوري. دا دى چې د اووم هېواد (١) پاته راغلي يو. کـــــــرم پيشه بى را نمـــــا پـــــادشاه کــه گــيرد جهان را بــــه تيغ عطــــــــا کــه زنجير عدلش به چندين دهـــان زنــــد خنـــــده بر عدل، انـــوشيروان مونږ تا غوندې بادشاه غواړو، چې د کرامت خاوند وي او نړۍ په عدل خپله کړي. د هغه د عدل زنځير به په څــــو خولـــــو @ دا نوشيروان عدل بـــاندې وخــــاندي @ بـــــر آور نــــهــــالــــــــى زخــــــاک مــــــراد @ کـــــه در ســـــــايـــــه اش خلق باشند شاد @ داسې خلک، چې دين او ايمان يې وي بازار ا و مارکيټ نه وي هغوى به اووه اته کلنې ښځې او ماشومان وژني. بيا به وايي د مېرمنو حقوق يې ورکړل. دا ښه حقوق چې کيداى شي، چې ځامن يې ووژنه او د دوى عزت او پت ترې واخله. دا نه شي کيداى په افغانستان او عراق کښې داسې مثال ټينگ شو، چې اروپا او امريکا او د افغانستان جمهوري اسلامي او د هغه ټولو څانگو ته به بيا څوک ونه گوري. که لس کاله نور هم دا وژنې وي او دا بې بنسټه تبليغات، دا سندرې او د نيمه لوڅې نڅاوې، چپه کاکل وزيران به وزن خروار جنرالان، د دروغو شملو واليان آخر دا افغانستان دى. دلته دين، خپلواکي، نا موس او پښتونولي ده. افغانان په القاعده نه شي پوهيدلاى او هغه په ټوله نړۍ کښې ده. دوى خپلې دغه سيمې غواړي، چې پلرونه او نيکونه يې دلته وو همدغه سپيره ډاگونه غواړي. د دهــــلي تخت هېرومه چې رايـــــاد کړم @ زما د ښکلې پښتونخوا د غرو ســـرونه @ دا زمونږ د بابا غږ دى، چې زمونږ تر غوږ دى. دا خپل اروپايي سوغاتونه بېرته يوسئ. زمونږ د پلرونو نوم په عدالت لوړ و. برافراخت رايت بر افــــلاک کشاه @ به نيروى اقبــــــال طى کـــــرد راه @ بيفگند ظــــــــل سعادت قــــــرين @ بر فرق رعــــايــــــــاى کابل زمين @ دا احمد شاه بابا ښيي، چې د اوو هېوادونو بادشاه و. دکتور گنداسنگ وايي: د احمد شاه دراني له عدالت نه خپل او پردي دواړه راضي وه. مونږ ســــره دا نخرې نه چليږي. درته زمــــا تــــــتو سلــــگــو څــه ووې؟ @ ښکليـــــه د تــــا برندو بـــــــــڼو څه ووې؟ @ مـــــا د هندکو سترگو تعريف کـــولو @ وې يې چې دا دې په پښتو څه ووې؟ حمزه بابا _______________________ بادشاه هفت اقليم
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې