Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
دملکي وگړيو او ماشومانو وژنه اوائتلاف !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
له بده مرغه هر څونې ،چې داخبرټولى نړۍ کښې خپريږي او هر څوک په هر ځاى کښې غندي بيا هم ناټو يا ائتلاف دامريکاپه مشرۍ له هغه نه لاس نه اخلي يا دومره دېره ورسره ده دپښتون څټه له لويه نيولى تر هلکه وباسي په ملگروملتونو کښې افغان نژاده امريکايي سفير خليل زاد هم داخبره کوي دناټو او ائتلاف عسکر ،چې دافغانستان اردو او پوليس ورسره دي بياهم دماشومانو ،نارينه اومېرمنو شهيدان هر ه ورځ نن اوپرون ليدل کيږي دافغان امريکايي ملگري داسې غږيږي لکه ،چې بل ځاى کښې وي دبلې زمانې خبرې کوي لږه پرېشاني هم نه شي ښودلى اووه کاله تېرشوي دي اوس قضايي سيستم باندې خبرې کيږي ائتلاف په خپل واک کښې نه دي ملکي وگړي نه پېژني دنسل وژل دي . دناټو له خوا ،چې د بيا رغاونې خبرې کيږي ددوى به دا پلان وي ،چې انسانان ووژني بيا به ورانې ودانې کړي له بل ځاى به خلک ورته راولي خاوره به د پښتنو وي پښتانه به په کښې نه وي . دجولاى په دوهمه ٢٠٠٧ على احمد جلالي دآريانا له تلويزيون نه خبرې کولى دې څه موده د کورنيو چارو وزير و دې هم اصلي خبرې ته نه راته او کومه داسې خبره يې ونه کړه ،چې دده تجربه و ښيي ډېر خلک داسې فکر کوي ،چې که چېرې کرزى ايسته شي دى به راشي دى به کوم بدلون راولي ،چې افغانان هڅه کوي دده ډلى ته ننوزي کله ،چې احمدشاه بابا ته هرات کښې له ترکستان نه مشران راغلل ده ته يې وويل کوم عدالت او امنيت ،چې تاسو په نورو سيمو کښې له خراسان نيولى تر شمالي هند پورې راوړي هغه مونږ ته هم راوړه مونږ تاسو غوندې يو عادل بابا ته اړيو . څنگه کيداى شي ،چې دوه شپېته هېوادونه افغانستان ته راغلي دي هره ورځ پنځه کلن ماشومان وژني خبره دمدنيت کوي دايو داسې وحشت دى ،چې تاريخ کښې سارى نه لري . دافغانستان په تاريخ کښې مونږ اصول لرو ،چې خپل او پردي سره له هغو اصولو څخه نه يو تېر شوي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې