Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
بش او بلير ډېره بده لوبه پيل کړه
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
هغه هم د کوم بې سواده کارنه و. بش او بلير ډېره بده لوبه پيل کړه اوس يې مخه نه شي نيولى اوددې طبعي پايله داده ،چې انگلستان ته ورغلي مهاجر مسلمانان ټول و باسي هغوى به ووايي ،چې ښه شوه تاسې زمونږ هېوادونو ته مه راځئ تولې اړيکې به وشړيږي سرحدونه به دکفر او اسلام څرگند شي له هرې خوا،چې وکتل شي حالات دوى نه شي قابو کولاى . کله ،چې افغانان له روسانوسره لس کلنه جگړه وکړه دروسيي زبرځواکي يې نا ويساکړه دامريکا او انگليس زبرځواکي? هم داسې شوه ،چې افغانستان دېرش کلنې جگړې ورسته دومره وکړه نو سوريه ،ايران او نور هېوادونه خو ډېره کولاى شي .جنوبي امريکا يې حويلۍ بلله ،هلته غليمان ډېر شول له ټولو لويه نوم بدي يې هغه ظلم اوزياتى و ،چې دوى عراق اوافغانستان کښې ديوه مدني ټولنې په توگه وکړل اودنړۍ خلک يې له دوى وويرول ،چې بيا به دوى خبرې نه اوري . درې ورځې وروسته دامريکې دخپلواکۍ ورځ ده ،چې دوى لندن دبمونو له وېرې زښته ډېر امنيتي تر تيبات نيولي په داسې حال کښې که داسې يو بم نه واى ليدل شوى بيا به هوايي اډې نه بندېدلى وهغه امريکايان ،چې غواړي خپل هېوادته راشي . هغوى به دغه ښه ورځ او شپه هوايي اډو کښې نه تېرولى کوم پرمختگ ،چې دوى په تخنيک او تجارت کښې کړى هغه په سياست او ټولنيزو چاروکښې نه دى شوى . په تاريخ کښې راغلي ،چې کوشاني دولت و بل کوشان دوستان ،چې نوروهېوادونو باندې دوى ښه لگيدل او ويسايې درلوده اوداتاريخ همداسې روان و .افغانستان يو تاريخي هېواد دى نړۍ کښې پېژندل شوى اودا ،چې دوى اوږده جگړه له شوروي روسيي سره وکړه له امريکا سره يې هم وکړه ددوى شاخص څلى په نړۍ کښې پاتې شوى دى . چې څرگنده سربـــازي کاندې دتــــــــــورو زه خوشحال خټک ترهسې هنرځـــارشم په دا شهر کښې دى نه وينم څوک سياله خبــــردار يم دبـــــــل شهر لــــــه حـــــالـــــــــــه
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې