Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
پوتين د بش ميلمه دى !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دتاريخ په اوږدوکښې د لويو قدرتونو يوه لاره ده ،چې وزيږي پورته شي بېرته ښکته شي کله ،چې انگلستان امريکا لومړى زبر ځواک پاتې شول بيا يې يوه پلمه جوړه کړه ،چې ٢٠٠١م دسپتمبر و ،افغانستان يې وټاکه ،چې لومړى به هلته ځي ، لاړل بيا عراق ته د واړه د جغرافيې موقعيت له مخې و ،ديک چيني دعراق تيلوته په بيړه و . داځله دوى وليدل ،چې هغه د نولسمې پيړۍ حالات نه دي روسيي او چين په خپلو کښې خبرې وکړې شانگهاى تړون يې جوړ کړ بيا يې ننداره کوله ،چې بش او بلير څه کوي ؟ بش داويل ،چې مونږ دروسيي په سرحدونو کښې نظامي عمليات کوو روسيه نوره زمونږ په لاس کښې ده چين افريقى ته لاره جوړه کړه بش او بلير خپلى غورى کولى خو دروسيي غږيې واوريد،چې د ختيځې اروپا په هېوادونو کښې ،چې (وارسا ) په پکت کښې و ،هلته په يې ډالونه او اډې نه جوړوئ بوش او بلير سره ددې خبرې ځواب نه و پوه شول ،چې روسيي ختيځه اروپا نه ده پريښي او خپلې گټې به په ختيځې اروپا او منځنۍ اسيا کښې نه پرېږدي . له بلې خوا دافغانستان جگړه اووه کلنه شوه . امريکې ،چې په افغانستان کښې کوم حکومت جوړ کړى و بازاري حکومت ، او د بد معاشانو په لاس کښې دى ،چې دوى د ټولنې له لومړنيو اصولو هم خبر نه و دهيڅ وژلي پو ښتنه ونه شوه ددوى بې سوادي تر دې حده وه ،چې مولانا جلاالدين بلخي ياد گيرنه يې داحمدشاه مسعود? دبنياد له خوا اعلان کړه داحمدشابابا له تصويرونو سره يې داحمد شاه مسعود تصويرونه يو ځاى گرځول چا ورته څه ونه ويل اوس مولانا جلاالدين ته يې مخه وکړه دوى مو جلاالدين بلخي نه پېژني ،چې احمدشاه مسعود سره يې ليرې والى داسمان او ځمکې نه ډېردى دابازاري سياست (آزاد مارکيټ ) دامريکې سوغات دى ،چې په دې بازارکښې هر څه کيداى شي خو مولانا نه شي خرڅيداى. بش ،چې دپوتين خبرې تر غوږ شوى ،چې هغه يې د زبر ځواک په توگه نه مني نو پوتين يې خپل شخصي ځاى کښې ميلمه کړ. مشر بش هم ورته راغى ميرمن رايس بهرنى وزيره هم نو د کبانو نيول يې پلمه کړه پوتين يې اوبوته بوتلو ،چې اى پو تينه مه کوه له مونږ سره ملگرى شه دا هم خوره هغه هم په همدغه مهال کښې بله مهمه خبره لندن کښې د بمونو موندل و،چې ورسته يې وويل دهغه تر شا يو مسلمان دکتور و
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې