Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
ولسي جرگه ، مشرانو جرگه ، کابينه ،او واليان
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
په افغانستان کښې له ملي اردو سره د روسانو په شان ډېره مرسته شوېده . (خروار) جنرالان شوي ، هرڅه ورسره دي ، ځيني دومره پنډ دي چې لارې بندوي ، کرزى چې جمهور رئيس بلل شوى وروسته له هر بمبار دملکي وگړو په وژنه غږ جگ کړي او دا خبره يې هره ورځ اورېدل کېږي ، بيا کومه اغېزه نه لري ، په خپله وايي ، په خپله يې اوري ، اولسي جرگه ، مشرانو جرگه ، کابينه ، واليان ، متحده جبهه ، رباني ، سياف ، محقق ، دوستم ، ستميان ، ټول اوبه ، اوبه لږ داخوا لږ هاخوا شي بې رنگه بې خونده . د حفيظ‌، امين غوړېدلى افغانستان بيا ورک وي ، دوى له حساب سره مخامخ دي ، دوى امريکا ته ووايي : بگير، ببين ، بدست مني پهلوانش ده . چې وي نيسه ، و يې تړه ، بيا يې ما پهلوان ته وسپاره ، د افغانستان د پلورولو لپاره يې څادرونه روسيې،چين، امريکا ، انگليس او هرچاته غوړولي وي ، خو دى افغانستان نه و ، د ډايگني کارتوس و چې نور يې هم پوچک کړل ، گرشاسب بابا د سمسورتيا سړى و ، د تيارې نه يې خلک وېستل رڼا ته يې بېول ، چې تاريخ کښې څرگنده ده چې انگليسانو ، روسانو ، ائتلاف سره څوک اخته و اوس هم دي دا چې ناټو وايي د طالبانو اوملکي خلکو توپير نه کېږي. که نه کېږي نو دا ملت دى. د سيستان يا ساکستان په تاريخ کښې دوه خبرې د منلو وړ دي ، لومړى دا چې گرشاسب بابا ملي اتل و ، او چې فردوسي د هغه سمه يادونه ونه کړه نو سلطان محمود غزنوي د هغه شاهنامه ونه منله ، دويم دا چې لوى ساکستان د ساکو ، کوشانيانو يا کوچانيانواو يفتليانو د زمانې امپراطورۍ وې چې د اسيا لويه برخه يې په لاس کښې وه هغه يې بېرته غوښتله ، پښتانه د نړۍ د تېري کوونکو سره جنگېدل هغوى دوى ته سپکې سپورې ويلې . بيا د دوى گوډاگيانو هغه خبرې کولې چې په پايناب کښې يې د ستميانو په نامه يادېدل . په طلب کښې دې سستي وينمـــــه دروېشه چې وتــــــــلى ددې خـــــــونې لـــــــــه وېشـــــــــه نعمتــــونه رنگــــــا رنگ شته په هرلــــورې په غوښتوني بــــــاندې نه ده جفا پــــــــېښــــه په هرغشي چې زخمي شوم بيا مې وکوت هغــــه غشى و په تن زمــــــا لــــــــه کېــــــــــشه خوشحال خان پوهېده چې دا خبرې يې کړي او بيا غضب دا شو چې مونږ اروپايي خبرې اورېدلې، خپلې نه اوروو. او همدا کبل دى چې د پېړيو ، پېړيو غمونه دي ، ائتلاف دى ، په هغه توگه يې وژني چې چنگېز وژلي ، نن ته روغ يې که رنځور رنځور يې ، دا ناټو اوامريکا او د افغانستان اوسنى جمهوريت له ټولو سره چې تاباندې راغلي دي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې