Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
له لندن څخه ترهلمند پورې!
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
لـــــــه سپين ږيري تر تنکي ځــــوانه @ د گــــــــــرشاسب خبره ده زمـــا ځــانه دا خبره د حکيم اسدي توسي ده . چې پښتو ژباړل شوي ، حکيم اسدي توسي ويلي دي : ازنــــــوجوان تــــــامـــــرد کـــهن سراسرازگــرشاسب از سخن @ گرشاسب د افغان بابا دى چې دا خبره استاداحمدعلي خان کهزاد کړېده . مونږ افغانان د گرشاسب بابا هره خبره دمرغلر په څېر ساتو، دا د پنجشېر زمرى نه دى ، بازارو ته نه ځي. دامريکا او انگليس سياست وروسته د ٢٠٠١ ع له ١١ سپتمبر د نړۍ حالات واړول چې داقليم بدلېدل ورسره ملگرى شو ، له لندن څخه تر هلمنده پورې يوه ناقراري راغلې ده . پښتون يو قوم دى چې له دېرش زره کاله وړاندې ترميلاده د هغوى نوم او اصول راغلي د ي، که څه هم په دې برخه کښې کتابونه ليکل شوي ، بيا دنړۍ ټوله خبره بازاري شوې (مارکيټ ) ټول انساني ارزښتونه د بازار په کچه شويدي. د جولاى په لومړۍ ورځ ٢٠٠٧ لندن اودامريکا هوايي ډگرو ته انساني ډبوولاړو ليکو ډک ؤ،چې لندن کښې بمونه ليدل شوي و ، همدغه ورځ وه چې هلمند کې بيا گڼ شمېر ملکي وگړي دائتلافي ځواکونو لخوا وژل شوي و ، ائتلاف يعنې د افغانستان عسکر چې دناټو اوامريکايي پوځونو سره يو ځاى شي او د افغانستان د پښتنو سيمو ته لاړ شي هلته يې لا طالبان ليدلي نه وي ، چې الوتکې ، چورلکې راوغواړي . شپه وي او که ورځ د کلو د خټو کورونه بمبارد کړي هر څه چې پېښه شوه ، بيا ليدل کېږي ، چې ښځې او ماشومان دي ، دوى سره وېره وي ، له وېرې الوتکې راوبولي ، الوتکې د خلکو کورونه بمبارد کړي ، ملکي وگړي او هغه خلک ،چې دوى سره يې په دې برخه کښې خبرې هم کړې وي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې