Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
ژوبل شوي خبرونه !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د چنگاښ په نهمه چې د جون نه ويشتمه وه (١٣٨٦ ل ،٢٠٠٧م) يو خبر د بي بي سي په پښتو څانگه کښې داسې ؤ: دامريکايي او افغان ځواکونو د هېواد په ختيځ کښې پر يو شمېر کورونو چاپه اچولې لږ تر لږه څلورتنه يې وژلي دي ، شپاړس تنه نور نيول شويدي. په تفصيل کښې راغلي ، چې سيمه ايز خلک وايي وژل شوي کسان ملکي وگړي ؤ، ائتلاف ځواکونه وايي دغو کسانو بهرني جنگيالو او طالب اورپکو ته پناه ورکوله. د جمعې په ورځ سهار په نهوبجو دغه پېښه د ننگرهار د شېرزاد ولسوالۍ د نکړوخېل کلي کښې رامنځ ته شوې. ائتلافي ځواکونه وايي باوري مخبرانو دوى ته د طالبانو دبېلابېلو ځايونو په اړه ته معلومات ورکړي ؤ. دوى هلته ورغلي او شپاړس تنه يې نيولي (عام خلک ؤ) او څلور تنه يې وژلي . تگ ټکى دادى چې خبرونه ژوبل دي تجربه اوتحليل غواړي. د همدغه خبر انگليسي متن د بي بي سي په پاڼه کښې داسې ؤ: دامريکا او افغانستان عسکرو په گډ عملياتو کښې د افغانستان په ختيځ کښې کورونه ولټول ، ځايي اوسېدونکي وايي دغه خلک چې وژل شوي او نيول شوي ، د وسله والو مخالفينو سره يې هيڅ ډول اړه نه درلوده . ائتلاف وايي دوى هغه کورونه بمبارد کړي . چې مخالفينو ته يې ځاى ورکړى ؤ ، هغوى چې طالبان (او بهرني القاعده) و ، په بې باکه عملياتو کښې يو کلى وران شو ، ائتلاف وايي مونږ ته باوري خلکو دا معلومات راکړي ؤ. اومونږ يې دلته راوستلو، او ويل يې ددغه کلي خلکو دائتلاف ځواکونو باندې بريدونه کول بيايې له هغو شپاړس تنه نيولي دي . يو کليوال چې کاتب جان نومېده بي بي سي ته وويل : ائتلاف څلور تنه بې گناه خلک چې د يوه کور ؤ وژلي دي . يو پلار دوه زامن او يو لمسى. کاتب جان وويل ائتلاف له دوى نه څه لږ تارياک موندلي ؤ.وسله نه وه . لال گل چې د بشر دحقوقو لپاره کار کوي وويل چې دوى د کلي بې ازاره خلک و، يو بل سيه ايز سړي د رويټراژانس ته وويل : هغه سپين ږيرى چې وژل شوى د ٨٥کالو ؤ محمدجان نومېده ، له دوه زامنو او لمسي سره وژل شوي.عسکرو لومړى دروازې والوزولې بيا نورو کورونو ته لاړل ، ٧کسه يې ونيول. هغوى يې ووهل ، مجلل پوليس گل غفور امريکايانو ته ويلي چې دوى سره وسله ده. په دې اوونۍ کښې ٩٠ تنه ملکي وگړي دلته وژل شوي دا يو خبر و چې څومره گډوډتاوراتاو دى ، له دې خبر نه څرگندېږي چې افغان پوليس ناسم معلومات ورکوي، نورجاسوسان هم دا کار کوي ، هغه شپاړس تنه چې نيول شوي ، اوس د هغوى حال څرگند نه دى . يوې اوونۍ کښې په ننگرهار کښې ٩٠ کسه ملکي خلک وژل شوي. له يوه کوره پلار ، دوه زامن ، يو لمسى چې درې نسله شي وژل داسې گڼل کېږي چې ددغې کور نسل بشپړ له مينځه لاړ . ولې دا سوال ځواب نه لري . بش وايي چې ديموکراسي په نړۍ کښې خوروو. که څوک يې غواړي يا يې نه غواړي ددې خبرې سمه معنى څه ده.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې