Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دا يوه لنډه او ساده خبره نه ده
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
کليفوريارسورث خپلې سرچينې ته عربي ، فارسي ، انگليسي ، جرمني ، اوفرانسوي په سلهاو کتابونه اخستي دي او هغه د پښتنو سيمې په يوه تاريخي بهير کښې ،چې توني امپراطوري گانې يې درلودې ، وړاندې تر اسلام او وروسته تر اسلام څېړلې دي . دا يوه لنډه او ساده خبره نه ده ، لکه څنگه ،چې دکتور گنداسنگهـ د"احمدشاه دراني" په کتاب تر ١٨٠ ماخذ ښيي ، دا څه هسې خبره نه ده . چې په دروغو يې څوک سرته ورسوي. له دې خبرو مطلب دا دى ، که پښتانه د چا خوښ نه وي نو انشاء الله نو آمين ويل يې په دې درب و دروب نه کېږي. بيا پښتانه هم اړ دي خپل ژوندون باندې نوې کتنه وکړي ، له لالچه دې واوړي اصل او حقيقت ته دې وگوري ، دا متحده جبهه ،جنبش اسلامي او ستميان يې چې غوريږي ، د هغوى په زرو چې دوى وغورېدل هغه زور نور زور نه دى پاتې. کله چې سړى د پښتنو د مشرانو خبرې ومني هغوى هر څه په پښتو ژبه ويلي ، که پښتو له چا پردۍ شوې نه وي که دوه خبرې له پردو او غليمانو اوري يوه دې له خپلو هم واوري ، هغوى نشته مونږ به هم نه يو ، خو تورزن به تورزن وي او دروغژن به دروغژن وي ، د خوشحال خان دغه خبرې به څه په خپل زمان وي او له مونږ به لرې وي ، بيا هم د پښتو په ژبه که څوک پوهېږي پوهېدل يې سودمن دي . ښاروني دې غواشيني پسې غواړي باز دغره ښايسته زرکې سره نغاړي @ که په رنگ کښې لکه (غلوزه) هسې روغ دى د خوږو هيله يې ومکړه له غوباړي @ يو اواز د ښواسونود شننا دى بل اواز د کند دغرونو دى چې ناړي @ څوک داخرت لپاره کاندي څوک ددې جهان د سود لپاره ژاړي @ مرتبې د دواړو نه دي سره سمې څوک له ځايه باز، شمندڅوک څوړې څاړي @ که د څنگ پرونه يې هرڅو کښلي روغ دي دبازانو پرواز مه غواړه له څاړې
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې