Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
ټوني بليرومنله ،چې افغانستان او عراق کې يې تېروتنه کړې ده
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دانگليس صدراعظم ټوني بليروروستۍ شېبې کې ومنله ،چې افغانستان او عراق کښې يې تېروتنه کړې ده د دوه زره اووم د جون په ٢٧ مه د انگلستان صدراعظم ټوني بلير چې وروسته له لسو کلو صدارت په وروستۍ شېبې کښې ومنله ،چې په افغانستان او عراق کښې تېروتلى دى . د انگليس نوي صدراعظم براون ووييل چې بدلون به پيل شي. په افغانستان او عراق کښې امريکايان او انگليسان په دغه ورځ درانه مرگ ژوبلې سره مخامخ شول . په افغانستان او عراق کښې يو خلک دي ، دا چې عراقيان عرب ژبي دي دا وروستۍ پېښې دي ، ليکوال چې کومه خبره کوي د هغه لپاره يو سند ورسره دى ، ددې خبرې پوخ سند د سکندر يا دښتونه دي. سکندر ليکلي دي ( ده کوم خلک ،چې په بين النهرين کښې و بيا يې هماغه خلک د اباسين په شاو خواکښې وليدل) دا ډېره په زړه پورې خبره ده ، چې يو شانې ربطي تړون لري . ژبه د ملي پېژندنې غوره نښه ده ، انگليسانو او امريکايانو چې په دغودواړو هېوادونو يرغل وکړ، دوى له تاريخه بې خبر و، هر څه دوى د تجارت او صنعت ياتخنيک په رڼا کښې گوري ، د دوى غرور مات شوى ، ناسم اټکل يې کړى و چې د هغه گټه چين او روسيې ته رسېږي . څنگه ،چې دوى نه پوهېدل بيا ددوى مزدوران څنگه پوهېداى شي حضرت ميرويس نيکه چې د ملاعبدالرحمان بابا په دېوان فال وکوت دا د ده تړون و. له يو پښتون صوفي سره زمونږ هغه پښتانه چې له انگليس او امريکاڅخه يې زده کوي هغه به په تيري او تجارت وپوهېږي! رحمان بابا اصول لري : زه به حورې دجنت بې ياره څه کړم خداى دې سروه دچانه نه کاندي ارهنده که پروفيسر چپه کاکول وي نو څه زه رحمان د هغه حسن ثناء خوان يم چې جرگه د عاشقانو وي پرې پنډه ډېرې فلسفې مو وسپړلې ؛ خو خپله رانه پاتې شوه رحمان بابا وايي : طالبان که مرور دي هم پخلا دي بې مطلوبه دچانه رسي ارهنده دانگليس تېرصدراعظم ټوني بليراوس بل چار ته درومي ، او هغه دا چې د افغانستان ، عراق او منځني ختيځ د چارو سمولو لپاره ټاکل شويدى . وبه ليدل شي چې دى دلته څه کوي د فلسطين او اسراييلو شخړه ، د عراق او نورو منځ لارو عربي هېوادونو ،بيا د پښتنو په سيمو کښې چې په دا پېر کښې يې ټولې نړۍ سره جگړه ده. اوس دې ته ٧ کلنه جگړه ويل کېږي ، که دا جگړه اوږده شي ، دوى به نور هم پاتې راشي ؛ ځکه جگړه چې څومره اوږده شي هغومره يې تاوان ډېرېږي.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې