Tuesday, 25 April, 2017
 
 
  • د ملي دفاع سرپرست وزير او لوى درستيز وټاکل شول
  • په خوست کې طالبانو بريد کړى
  • په اچين کې ٣٧ داعش وسله وال وژل شوي
  • د امريکا ددفاع وزير ناڅاپي کابل ته راغلى دى
  • د دفاع وزير او لوى درستيز استعفاوې کړه
  • ميا افتخار حسين :فغانستان او پاکستان سوله يوله بله سره تړلې ده
دپښتنو لرغونى تاريخ او لرغوني نکلونه!
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دتاريخپوهانو له سترگو پاکت او پاکتيان پېژندل شوي خلک دي ،چې په لسو اريايي قومونو کښې پاکت ډېرې سندرې لري په دې سندروکښې ددوى حالات ،او پکتونولي څرگنديږي .تاريخپوهان بېلې نيټى ښيي ،چې سل رزه کلونو ته هم رسيږي ،کله ،چې دوى د پښتنو د هغو قومونو تاريخ بيانوي ،چې په هغو کښې د پښتون د څانگو نومونه دي بيا هغه له پاکت سره نه يادوي لکه ،چې هېرودت لودي ،لوديا يادوى يو ځاى ورسره وايي ،چې لو ديان پښتانه دي پاکيتي نومې مشر دهغوى مشري کوله په دې نه شي پوهېداى ، چې لوديان ،پښتانه دي پاکيتي يې مشر دى اويا هوتک هاتيک بولي او مشر يې مير سوليس بولي ،اتلس پيړۍ مخکې تر ميلاده و بيا دا ،چې هوتک اوس هم شته او مير ويس نيکه د ټولو افغانانو نيکه دى . دطبري تاريخ کښې کله ،چې د پښتنو د سيمو ځانگړي حالات يې حضرت عمر فاروق (رض)ته بيا ن کړل هغه مبارک و فرمايل : هلته مه ځئ . بيا داخبره چاونه منله او هلته لاړل ،چې غمجن حالاتو سره مخا مخ شول او کوم لښکر ،چې کابل ته تللى و د جنودفنا په نامه ياد شو "تري تم لښکر " کليفور د باسورث د سيستان په شر ح کښې ليکي : اصفح هغو خبروته غوږ نه و نيولى ،چې دافغانستان د ختيځو سيمو په برخه کښې ده ته ويل شوي و . نو اصفح له سختو حالاتو سره مخامخ شو. په نولسمې پيړۍ کښې انگليسانو داحالات وليدل دادى بيا راغلي او هلمند کښې کلونه کيږي لگيادي ، تل وژل کيږي نن يوه ولسوالۍ ونيسي ملکي وگړي ووژني د خټوکورونه ونړوي بله ورځ بيا طالبان راغلي بيا هغه جگړه وي خلک د طالبانو د وياند له خولې خبرونو ته درښتياپه سترگه گوري که هغسې ونه کړي بيا دناټواو دولت خبرونه او دطالبانو له خبرونو يو مينځني حالت ځان سره وټاکي که طالبان ووايي لس ټانکونه يې ويجاړ کړي او ناټو يو و ښيي نو پنځه به هرومرو سم وي ځکه خبر له درېيم نه اورېدل کيږي بيا کوم څه ،چې څرگند دي هغه دادي که دوه کاله په کجکي کښې يا ژيړي کښې جگړه وي د ناټو خبرونه سم نه دي تبليغات دي هغه خلک ،چې لږ منطق ولري پوهيږي دناټو او دولت او امريکا ...خبرونه له بې شرمۍ برخمن دي چېرته اروپا امريکا، چېرته پښې يبلي پښتانه هغه څو سيموکښې ،چې پښتانه اوسيږي دايوازې اروپا امريکا استرليا کاناډا ،سويډن ،ناروى ، جنبش اسلامي شمال ،شوراى نظار ،وحدت اسلامي ،حرکت اسلامي ، محاذ ملي ، جبهه نجات ، اتحاد اسلامي او نور ستميان ،چې ويل يې " پښتونها صد ها سال حکومت مى کردند " له هغه جملې ،چې حکومت يې دوى باندې کاوه يو محمد ظاهر شاه دى ،چې اوس ددوى بابا شوى . او داخبره دوى سمه کړه .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې