Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
ساکستان سيستان شوى و
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
ساکستان سيستان شوى و مونږ هغه بېرته ساکستان بولو په رښتيني څېر . دغه هېواد چې بې سارى و عمرو د هغې مشر و بيا وايي : ازحدهنـــــــدتابحد چين وترک ازحدزنگ تابحد روم و گاس دومره لوى هېواد دککړو وگړيو، چې د وصيف ساکزى يې نحوست نحاس بولي اوس د فيشن پوډريان هماغه نحس منحوس خلک دي په تاريخ کښې راغلي ٨٧٠ ميلادي ٥٥٦ هجري سپوږميز بيا وايي : دولـــــت? يعقوب دريغا برفت مانـــدعقوبت تعقب برحواس دريغه، چې د يعقوب دولت لاړ تر شايې پاتې د هوښيارانو عقبوبت (پايناب) په دې شعرونو کښې د ساکستان سرحدونه ښودل کېږي داسې، چې اوس دي داسې نه و. لوى افغانستان چې احمدشاه بابا ودان کړى د بدو خلکو له لاسه لاړ او دا ورځ راغله، چې خپل خلک يې ناټو او امريکا وژني او دوى خوشحالي کوي ، د فيشن پوډرو د دوى حواس وېجاړ کړي دي . له بده مرغه اوس ،چې يو زر يوسل اودېرش کاله تېر شوي مونږ د يعقوب صفار دزمانې هماغه شعرونه لولو، ځکه حالات ناسم راغلي دا څرگنده خبره ده و،چې څوک يې له تاريخ زده نه کړي هغه به بيا وايي کله، چې د افغانستان لرغوني تاريخ ته وکتل شي پښتني همت هر کله و، چې د هغه له برکته لس وارې زمونږ لوى هېواد روغ شوى او همدا تاريخ مونږ، چې ناهيلي نه شو ، روسانو،چې د مليت خبره پورته کړه امريکايانو هغه وښوده، چې لږه کي يې راپورته کړل ، د پښتنو سره يې جگړه پيل کړه د مهال تېرېدل او د وخت عنصردوى بدرنگه کړل. دغزل بابا،چې دملي فلسفې سوچپال دى داسې وايي : کـــــه جذبې مې تيـــــارې شپې راواړولې خيــــــــــــال د زلــــــفو شوګيرې راواړولـــې مـــــــاپښتو د پښتنې ســـره کــــــړه غــــوره لــــــه مينځ لارې يې جـــرگــــې راواړولــــې غزونې مـــــې د ژونـــــــدنبضـــــــونووکړې چې دوه سترگې دې مړې مړې راواړولې شـــــوې ګيلې او به اوبه سترګو ته راغلې تـــاچې ستـــــرګې پـــــښتنـــــې راواړولــــــې
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې