Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
پښتني همت!
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
حمزه بابا د پښتني همت او فلسفې شاعر دى ، ده تاريخ نه دى ليکلى بيا ده اسلام له پښتونولۍ سره تړلى دى، چې دده دا کار يو تاريخي حقيقت او په تاريخي اسنادو ثابت دى تاريخ همدا وايي خو شعرنه دى ، خوشحال خان ،چې په حقيقت کښې بهلول لودي او سکندر لودي افکار د شعر په ژبه وايي د ډېرې پاملرنې وړ دي. خپلــــــــه راکــــــــــــړه ورکــــــــړه نـــــــه خپل حکم حکومـــت دى د بــــــــل حکم پـــرې زندان شي چې پــه خپل حکــــــم عادت دى په دې لنډ بيان کښې هر څه ويل شوي په خپل حکم عادت تاريخ دى چې دوى دا عادت درلود او تاريخ کښې خپلواک و همدغه تاريخ پېژندل او هغه ټول د پښتانه پوه غوره ډنډه ده . رحمان بابا ولې ويلي چې زما په چمن راشي گستاخي کړي د شبنم په څېر يې عمر يو زمان کـــــړى زما چمن ، زما وطن دى ،چې احمدشاه بابا وايي : ستان د عشق له وينو ډک شول ځيگرونه ستاپه لاره کښې بـــــايلي زلـــمي سرونه دا دخواشينۍ ځاى دى ،چې پښتانه په دې پوه نه شي، چې د دوى مشرانو څه ويلي دا پښتو ده بله ژبه نه ده ، طالبان ډېر بد دي د انگليس او امريکا په خوله ؟ دا به ډېره کړمنه وي ، له دې کبله دا د فيشن د پوډريانو اصطلاح ځکه راغله ،چې پوډري درگى ته وايي فيشن . پوډريان کټ مټ د تارياکو پوډريان دي ځان بربادوي د دوى دپاره هم روغتون په کار دى، چې چارواکي هلته ، بوتلل شي ، دا که ملي متحده جبهه ده که کابينه يا ولسي جرگه . کليفورياد باسوت چې سکزيان (صفويان) يادوى دي په څرگند ډول وايي ،چې سورپاک پاکت په لومړي سرکښې کوشانيان يفتليان په دوه يم پړاو کښې په اسلامي پړاو کښې صفاريان ،غزنويان ، غوريان ، هوتک ، ابداليان هماغه يو لوى هېواد جوړ کړى دبن بدل شوى اسلام دى ، ملي سياسي لاره نه ده بدله? شوې او ،چې بدله شوې دا د انگليسانو ، روسانو ، امريکايانو کار دى . که څه اثار او اسناد په چپاو کښې تللي بيا هم څه اسناد شته ، له هغه يو د محمدوصيف سکزي ، چې د لوړ درشل يعقوب ليث صفار منشي و? وايي : ممملکتى بود شنويي قياس ((عمرو)) بران ملک شد بود راس عمرو ليث? صفار مېړنى پادشاه ، د يعقوب ورور و، چې وروسته له يعقوب سکزى? د ساکستان پادشاه شو مونږ اړ نه ،چې ساکستان ، سيستان ، يا سجستان د عربو او فارسيانو له خولې? ووايو د ساکو وطن و .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې