Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
حيا څه شوه گرشک کښې بيا دملکي وگړو وژل !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د٢٠٠٧ کال جون د مياشتى ٢١ ،چې ١٣٨٦ لمريز د چنگاښ لو مړۍ ورځ ، د بي بي سي تلويزيون د يوې ټپي مير منى د زيږولو عمليات دامر يکا ييي عسکري د کتورانو او نر سانو له خوا و ښود ،چې د حيا او کلتور ورکيدل و . په سهار ني پروگرام کښې د گرشک شااو خواکښې د ناټو په بمباريو کښې پنځه ويشت ملکي وگړي د مير منواو ماشومانو په گډون وژل شوي و هماغه پخوانۍ خبره وشوه ،چې طالبانو په پو ځي کتار بر يد کړى و هغوى له الوتکو او چور لکو مرسته و غوښته هغه راغلل بمونه يې و غورځول ،کورونه يې ړنگ اوخلک ووژل شول او ټپيان و . دا ناورين ،ناتار او دا نتلي خلک په دې لويديځ مدنيت کښې يوو يشتمې پيړۍ کښې يوه ستره نښه دوحشت ده . کرزى يې هم وښود ،چې ويل يې " په دې خپل تشويش څرگندوم " داد افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس و ،چې په دې لنډى جملى يې هر څه وکړل ، دده تشويش او دهغوى وژنې به وي ،چې پرله پسې به کيږي . " خود مختار " جنرال عظيمي وايي طالبان نوره مخامخ جگړه مونږ سره نه شي کولاى ، مونږ څوک دي ناتو امريکا يو گل غوندى څو جنرالان ، چې دهغوى په لاس کښې وى دغه جنرالان ،خپلو خلکو سره هر څه ،چې کوي خود مختار دي ، بيا د ناټو امريکا په لاس کښې ټوکيدلي دي . هره خوا وژل دي ، دطالبانو له خولى ويل شوي ، چې وروسته له دې به د کابل په ښار کښې خپل عمليات ډېر وي لکه بغداد ،بغداد کښې ، چې امريکا په هور تور ويل هلته به امنيت راولي په هغه کښې پاتى راغى بغداد که څلور برخې شي يوه برخه دامريکې او دعراق د المالکي په لاس کښې دي درې برخې يې ددوى د مخالفينو په لاس کښې ، که چېرى کابل دا سې شي د ملکي و گړيو حال به څنگه وي د کابل ساتل به هم د بغداد په شانى گران پر پوځي هر ډول ، چې وي دا د حل لارنه ده، دامريکا او ناټو غوښتنه څرگنده نه ده ، چې دوى څه غواړي تر دې لا دافغانستان داسلامي جمهوريت خبره روښانه ده هغه دا ،چې مونږ ته ډالرې راکوه خلک وژنه کمونستانو هم دا ويل : "پنځه ميليونه خلک بس دي نور په کار نه دي"ناټو او امريکا دومره هم نه وايي خو عمليات په همدې توگه کوي دانگليسانو هغه د نولسمې پيړۍ خبره له دوى هېره ده ، چې "د افغانستان نيول اسانه دي ، ساتل يې گران دي " هماغه دتاريخ تکرار ، چې مغلو ، انگليسانو ، روسانو کړى و اوس امريکا ورته راغله په نولسمې پيړۍ کښې امريکايي جنرال راغلى و Josiah Harlan نوميده کله به ر جيت سنگهـ سره و اوکله به دسردارانو او په منځ کښې خپل کار کاو په ١٨٣٩ کښې يې دامير دوست محمد د لښکر و سره د جواري او قمار پېښې کولى اوبشپړه خوايي نه څرگندېدله .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې