Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
اوس به هم څښتن تعالى پښتون وساتي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
طالبان دي، کوم هېوادنه دى لکه فرانسه ، چې هر څه ولري اقتصاد ، پو ځ ، اتوم بم ، فابريکې ، او يا ميليونه وګړي جغرافيه يوازى يو شمېر پښتانه دي خپل او پردي يې ټکوي ، خبره نا څرگنده ده څو ک سم په دى نه پو هيږي ، چې لويديځي نړۍ دامر يکې ترمشرۍ لاندى څه کاروايي پيل کړى ده يو ملت وژني دا سيمه د ځان دپاره تشوي که يو څه دعدالت او نياو له مخې وي ، چې په هغه کښې دين ،خپلواکي ،نا موس او پښتونولي خو ندي وي دوى سره به مرسته هم وکړي ، څرنگه ، چې د طالبانو وزيرانو او لوړپوړيو مامورانو اروپا امر يکا ته سفرونه کړي و . که داسې وي بيا دى ناورين ته اړ تيانه شته . آشنا هغه ړومبۍ ، چې پوره نه شوى پوره نه شوى نن څنگـــــــــــــــه په مينو دى پيرزو شوى نورى ژبې د حمزه بابا په شعر باندى پښتون ، چې پښتو ن وي پوهېداى شي دايوه فلسفه ده ډېره زړه لکه د اوستا سندره : اى د سهار ستورو خپل آسونه گړندي و ځغلوئ څو سپيڅلو سيمو ته ورسيږ‌ئ مـــــونږ ته راشئ هلته ، چې د پاکت خلک دي ، سپيڅلتيا ده ، ککړتيا نه شته د دا ډېره زړه خبره ده شل زره کاله کيږي اوس به هم څښتن تعالى پښتون وساتي ،چې که دا مو په يادوي . پوډريان دوه ډوله دي لومړى د تارياکو پو ډريان دوه يم? د تارياکو نه دى تر هغو ډېر بد دي هغه د فيش پوډر يان دي د تارياکو پوډريان ځان وژني دفيشن پوډريان نور وژني . حمزه ، چې صراحى شولــه زما په وارکې تشه ساقي ته زماهم دا سويلـــــــــــو شوى نور ى ژبې دا څه بده منظره ده ، چې د پښتو تر جمانانو تلويزيون کښې د اعلان په څر گندونې کښې وويل " ما د اکړى بيا يې هم کوم او په دى وياړم " حمزه هم تر جمان دى بيا دهغه تر جمه داده . د سپيلني غوندى مجمر کښې دعشق شومه لــــوگــــــــــــــــى خو گډيدلى نه يم زه د پـــــــــــــــــــــــښتون د گونى رنگ يم ستــــــــــــــــــــــــــادستم نه تښتيدلى نه يم دپــــښتنو ستــــــــــــــــر گوله فيضه حمزه لـــــــــــه حوادثـــــــــــــــــــــو بوږنيدلى نه يم حمزه بابا ددى دور سړى دى بيا خبر ى يې لرغونى آريايي? سندرى دي ، او دامو د پښتو فلسفه ده د پکت او پاکت بيا همدغه فلسفه ده ، چې آسيايي شوى ده ، که خداى مه کړه له مونږ نه لاړه له آسيانه تللى? نه شي? مونږه په دى وياړو ، چې لرغوني مسلمانان او پښتانه يو . هغه ، چې ګرشاسب بابا مونږ ته داسلام دراتگ زېرى راکړى ده ويلي و : " له نن نه څلور زره کاله وروسته به محمدص خپل دين څرگندکړي مونږ به دهغه په دين يو ، دروغ ، حرام خوړل ، ناحق خون بدلمني مونږ کښې نه شته " دا د ساکو ځمکه ده د ميړنو ځمکه ده دلته ناميړني اوسيدلى نه شي ،صحاک ورته وويل : رښتيا وايي اى پهلوانه ! داسې فکر کيږي ، چې د پښتو فلسفه ډېره څېړنه غواړي ، هيله من يو ،چې پښتانه دي خواته پام واړوي، دوى ، خوشحال خان رحمان بابا ، حمزه بابا ، گرشاسبنامه ، لنډکى پښتو د محمد گل خان مومند اونور لکه دسياست په ډگر کښې ، چې ملي افغان سياست وي دمير ويس نيکه ،شاه محمود هوتک ، شاه اشرف هوتک ، ازاد خان ، احمدشاه بابا په لر غوني زمانې د هاتيکو ، چې همدغه هوتک دى دژوند او ټولنې او دامپراتور ي کتاب وګورئ داکتاب اکسفورد کښې چاپ کښې شوى . Oxford Life and Society in the Hittites ?world Trevor Bryce دکتاب په مينځ کښې وګورئ ، چې هيتتى ، هاتيک او هوتک دى
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې