Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
پښتو ددوزخ ژبه ده که دجنت ؟
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دامريکې د ژبوله شر کتونو ، پر له پسې داسې څرگندونې خپر يږي ، چې د پښتو ژباړو نکيو ته د مياشتې شپاړس زره ډالره او نورى گټې ورکوي پخوا به ويل کيدل پښتو ددوزخ ژبه ده او س يې هماغه خلک هم زده کوي ، چې دا خبره يې کوله ، هر ځاى لگيا دي پښتو زده کوي او څېړنې کيږي خو را ډېرو خلکو ته ، چې ډوډى نه پيداکيدله اوس يې جبونه څه کوئ کورونه يې ډک شول . اشنا ، چې نن سبا دى ، دليمو شوى نورى ژبې پيدا زما غزل کښې دنغـــــــمو شوى نورى ژبې څه خبره خو ده ،چې دوه شپيته هېوادونه ، چې دېر يې صنعتي دي او پو ځي يې د پښتنو مقابلى ته راغلي . نن ، چې ٢٠٠٧ م د جون شلمه ده افغانستان کښې ١٣٨٦هـ دغبرگولي مياشت په وتو ده بي بي سي وويل : طالبانوخپل تاکتيک? يا تگ ټکى اړولى او بدل کړى ، ائتلاف ، يعنى اروپا امر يکا او افغان اردو ته يې ډېر تاوان اړولى دى ، امر يکا پوځي مشران په کليو کښې د پښتنو مشر انو سره خبرى کوي ، چې سپين ږيري وي .. څولارې يې نيولى د ژباړونکيو روزل ، د پښتو د ژبې څېړل کړه وړه? پېژندل له ځمکې او هوانه? بريد ونه، جگړې او وژنې ، بمبارد او کليو ړنگول هر څه او ډېرڅه کوي د ډالر و دريابونه دي ، چې بهيږي . د تلويزيو نو په ا علانونو کښې تر جمانان وايي مو نږ وياړ و ، چې دا کار کوو او زښته ډېر ډالرونه اخلو ، دا خبره په پښتو کوي نوروته بلنه ورکوي ، چې تاسو هم راشئ ( پښتو د جنت ژبه ده ) تيريږي قــــــــــافلې ، دمر حلو شوى نورې ژبې بـــــو گنيږي لاروي د بدرگو شوى نورى ژبې حمزه بابا يوه بله کوي : او س ژبې په پردۍ ژبو کښې کيږي " ژبه " چېرته ؟ پښتو شولــــــــــــه زړه ، د پښتنو شوى نورى ژبې غمجنه پېښه ده ، چې ژبه " په خپل هغه بله معنى ، چې هوډ دى په پردۍ ژبو نه شي کيداى لکه ، چې حمزه بابا دا ترجمانان د آريانا تلويزيون کښې ليدلى وي وايي د پښتنوشوى نورى ژبې دي پوهېده د جنرالانو تر جمانانو خبرى يې ، چې پښتو وايي دايې اوريدلي وي د پښتنو شوي نورى ژبې لويه بد مرغي همداده ، -چې پښتو نولي ورکه ده.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې