Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
دامريکې پاتې راتلل افغانستان کې!
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دايوه وړاندې وينه وه ، چې يو شمېر پو هانو په لومړي سر کې کوله . له سکندره يې روسانو پورې مثالونه ورکول ، چې افغانستان کې دې دوستان په يوه توگه وهي غليمان دې په بله. بيا د انگليسانو کتابونه و ، چې ورځني يا دښتونه يې ليکلي و ، دايې هم ليکلي ، چې دلارو د ساتلو دپاره هغو کسانو ته يې پيسې ورکولى ،چې لارې وساتي هغوته مو هم ورکولى ، چې غازيانو سره مرسته ونه کړي هغو خانانوته يې پيسې ورکولې ، چې خپل په لاس کښې خلک وساتي ،داسې همخ ليکلي ، چې هغوى ، چې ستاسو چوپړي کوي هغوى تاسو ته? و فادارنه دي . بش داخبرې ونه منلى اوس يو ناڅر گنده غليم دى ، چې وهلى يې نه شي او څو ډوله جگړې دي له سکندره ٣٣٥ ق م نه تر اوسه روانې دي متحده ملي جبهه څلورمه قوه ده : ١- قانون جوړونکي ٢- نياو ياعدليه ٣- اجرائيه حکومت ٤- متحده ملي جبهه ،چې داڅلور مه دامر يکې په ديموکراسۍ کښې نه شته په دې څلورمې کښې درې واړه قوى او جنگسالاري نغښتي دي ، کرزي ته لامبو ښيي که داسې ونه کړې بيا به ډوب شى امر يکا داتجربه نه درلوده ، انگليس ، چې درلوده هغه دامر يکې اقتصادي او پوځي طاقت ته کتل خپله تجربه يې پرېښوده . امير دوست محمد د انگليسانو ملګرى و بيا يې د روسانو له پلاوي سره هم وکتل ، چې انگليسانو ١٨٣٩ م شاه شجاع ته مخه وکړه ، بيا امير شير علي خان داوکړل ،چې دواړو خواووته يې کتل روس او انگليس ته . اوس متحده جبهه کښې داسې خلک سره پنډ شوي ، چې دواړو سره اړيکې ساتي د يونس قانوني و روستى سفر روسيي ته او له هغه ځايه خوشحال راتلل ،په افغانستان کښې له بده مرغه دا شته . امير دوست محمد برنس ته ويلي و چې راشه د کمپنۍ کار پريږده اوز ماد پوځونو قوماندان شه . The?Afghan? Leader? in fact? invited to leave company service and accept command of? his army. چا ، چې ملي وجدان نه درلود هغه د هيچا نه وي په هغو ويسا نه شي کيداى په تاريخ کې دا و ،اوس ،چې ناټو دامريکې په مشرۍ دغوافغانانو سره په ائتلاف کښې ده هغه يې پيل و دايې پاى ده که زمانې داهم وخوړ بيا به ملي ژوند له نوي سره پيل شي که څه هم ځنې خلک به په ملت کښې وي ، چې هغه دولت نه بلل کيږي پنجاب هم نه دى پنجاب د هند له پنجاب سره خبرې لري او پاتې پاکستان د ملت په شمېرکې دى اوس نو افغانستان که افغانستان وي ائتلاف نه وي امريکا اروپا لوړه شي يو څه پېښيږي ،چې هغه روسيه ، هند ، ايران ، چين او امريکا اروپا نه غواړي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې