Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
په افغانستان کې ماشومان له سپارو ليک زده کوي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
بيا بشري و جدان دى ، چې جرمني کې د اتو صنعتي هېوادونو د غونډې په مهال لاريون کوي نړيوال کلي او بازارنه مني په امر يکا کښې ډېره کي دجگړې خلاف نارې وهي که داناخوالى يو سر لري بل سر هم لري که يوه خوا ناهيلي ده بلې خواته هيله ده . سړى دې ته خوا شيني شي ،چې وايي : څه شو ر ماشور دى په شور ماشور ليلا ځان سينگار وينه دغه ليلا گانې ډېرې شوي ،چې ځانو نه په هره بڼه او هره تو گه سينگاروي ليوني دي رشوتونه ، معاشونه او ساتونکي لري ، ځمکې نيسى څه نه کوي ، چې بيا ورته گورى دبري په لوري هغه ، چې دوى يې برى بولي يو گام نه شي اخستى دا څښتن تعالى حکمتونه دي ،يوه شاعر ويلي : درجهان گــــــــــرم است بازار مکافـــــات عمل ديده گــــــربينـــا بود هر روز روز محشراست کله دروس په لمن کښې ، کلمه دامر يکا ، کله دهند ايران او پاکستان چېرته يې ، چې گټه وي ټولو سره دروغ وايي اول يې تېرايستلي داحال نه سميږي ځکه دحق او باطل بېلتون څوک نه شي کولاى اووه کلن شپږ کلن هلکان خپلو سپارو سره په وينو لړلي . ميندې بوري ، دوى خاورو لاندې دي ، دلته د ماشومانو ساتنه چېرته ده بل ځاى يې شور ماشور بنا کړى? وي ، چې چين کښې ماشومانو باندې فابريکو کښې کار کوي په هغو يې ډېر زړه سوځي بل ځاى يې وژني تر دې و ژولو کار کول ښه دي يو څه به تر لاسه کړي . په هند او ډېرو ختيځو هېوادونو کې ماشومان ، چې شپږ اووه کلن وي کار کوي ، ترهغو ، چې پورته وي تو پک په لاس ورکړي جگړو ته استوي ،چې دايران او عراق په اته کلو نو کې جگړو کښې هم ليدل کيده افغانستان کښې ماشومان ، چې پښتو او فارسي ليک لوست زده کوي همدغه سپارې دي او جوماتونه ، چې د پکتيکا په زرغون شاه ولسوالۍ کښې ووژل شول څوک ، چې ماشومان لري په دې دردپوهېداى شي . ځوان دى هغه ځوان ، چې د وطن په غم د لگير دى مرد دى هغه مرد ، چې په خپل قام قبيل زهير دى زړه دى هغه زړه ، چې په وطن باندې دردمــــــــن دى سر دى هغه سر،چې په کښې پروت د قوم تدبير وي زه هغه پښتــــــون يم ، چې وطن ساتم په تـــــــــــــــــــوره دغه مى پښتو دغه مى ايمــــــان دامى تقريــــــــــر دى سرور کول لوبې راته ښکــــــــــــــــاري په وطن خپـــــل دامى د پـــــــــــــــــــښتو او د غيرت اصلي تعبــــير دى شرم راته په غـــــــــاړه کښې زنځير د اســــــارت دى څوکـــــــــــاله پخوا مى لا شلولـــــــــــــى دا زنــځير دى شه دعوه مــــــــــــــــه کړه رښتين اوسه په کار کښې وکــــــــــــــــړه هغه کار ، چې ستا وطن لره تعمير دى پو هاند رښتين .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې