Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
دائتلاف په بمباردونو کې دکوچنيانو دوژلووار دى !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د جون ١٧ کال ٢٠٠٧ د غبر گولي اووه ويشتمه دائتلاف پوځونو دجاسوسانو د معلو ماتو له مخې د پکتيکا دولايت د زرغون شاه ولسوالۍ کښې ، چې يوه جومات ته د القاعده غړي راغلي . وروسته له بمباردنه هلته ددوى د وينا له مخې اووه ماشومان په شهادت رسيدلي و، که دوى هر جومات بمبارد کړى دغه ماشومان به هلته سپارې وايي . کله ، چې ائتلاف ويل کيږي په هغو کښې د ناټو او امريکايي پو ځونو سره څه د افغان د دفاع وزارت عسکر لږ وي يوازې ددې دپاره ، چې نسل وژنې کښې دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس کرزى ، مرستيالان، کابينه، واليان ، ولسي جرگه ، مشرانو جرگه ټول ورسره دي . داجگړې او نسل وژنه د پښتنو په سيمو کښې دي د سر حد دواړو خواووته پښتانه دي ، هماغه پښتانه ،چې دانگليسانو په" راج " کښې بيل کړى شوي دي ائتلاف ، چې دا فغانستان دغه حکومت هم ورسره دى په گډه عمليات کوي . جومات ،چې هر مهال پنځه وخته لمونځ کوونکي هلته وي او څو ماشو مان هلته سپارې وايي ددوى له ستر گو ، چې دافغانستان حکومت هم ورسره دى دغه جوماتونه هغه ځايونه دي ، چې پيړۍ پيړۍ ښوونځي اومعارف وزارت نه و، همدغه جومات کښې ليک لوست کيده او کيږي ا ئتلاف دغه ځاى ته پام اړولى ، چې د پښتنو سټه وباسي او دايي ، چې پاتې دي داد بشر وجدان نه شي منلى . القاعده که وي هغه دانه دى کله ،چې داسلام او عسويت خبره وي هغوى پوه او خوځنده خلک دي سړى نه شي کولاى د لويديځي نړۍ ټولى خبرى سمې وبولي ددوى ډېرې خبرې ناسمې دي ددوى په انگلستان کښې د کاتو ليک او او پروتستان ، چې دواړه عسويان دي پنځوس کال په آبادو ښارونو کښې جگړه کوي. دوى پښتو پسې کلکه نښلولى ده يوه تر جمان ته ، چې شل زره يې په کال نه شوى? جوړولى اوس يو لک شپيته زره ډالره ورکوي ، چې پرله پسې اعلانونه کيږي ،يو سړى ،چې يوه هوټل کښې يې کوټې ساتلى افغانستان راغى وزير شو اوس سفير دى .جگړه يزې وسلې:لومړۍ درجه په نړۍ کښې پوځ سم وروزل شو ،بمونه الوتکې ...ټول نوى وروستى تخنيک دې ته به يو بې وزله په گيډه وږى په تن لوڅ ملت ولاړوي ،پوهېږي نه ،چې څه پېښه ده دوبال او گناه هيڅ دليل نه شته يوه ډرامه ده جوړه شوى .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې