Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
دوى به تاريخ ته څه جواب ورکوي
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
حمزه شينوارى ، چې دم گړۍ پښتو يادوي هغه په دې فلسفه پو هېدلى و پښتانه به يوه ورځ داپښتو وکړي ، دا ويني ، شر او فساد ، پښتو کښې نه شته خو په پښتو درول کيږي . شمعې ، د پتنگ په سوز دى ولى پروا نه راځي وي ، چې جـــارېدو ته نوى نوى پــــــــــروانه راځي ددفاع وزير بروکسل ته د ناټو د هېوادونو? جرگې ته ورغلى ، چې ناتو دى نور پوځونه افغانستان ته واستوي ،چې دى وساتي او هغه حکومت ،چې امر يکايانو درولى او ځان نه شي ساتلاى دا يوه طبعي قاعده ده ،دچا ، چې لامبو نه وي زده او بوته لاړشي ډېر ځله ژغورونکي هم ورسره ډوب شي ددغو خلکو لامبو نه ده زده ناټو ورسره ډوبه ده ځکه اوه کاله وشول ، چې دا جگړه ده . دغه کوم بل څه نه دي ډوبېدل دي په داسې حال کښې ، چې دوى به تاريخ ته څه جواب ورکوي ، چې له چا سره يې جگړه وه که ووايي ،افغانستان ، دافغانستان حکومت دوى سره په ائتلاف کښې وه بيا جګړه چا سره وه بيا به يو خو طالبانو و ښيي ، چې نسلونه يې ور پورې و خاندي ، دا داحمدشاه بابا د پاني پت جگړه نه ده ، چې يوه او نۍ وي او فاتح هم دى وي .دا ، چې ډېره اوږ ده جگړه ده دوى به ستړي شي لکه اتحاد جماهير سوسيالستي شوروي ، چې ستړي شو ي و. گرباجوف ژوندى دى ، چې ويلي و دافغانستان جگړه دناسور ټپ دى و ينې ترې بهيږي هغه مهال هم په افغانستان کښې حکومت دروسيي په لاس کښې و .او س تر هغه لا بد دى ،چې ټوله اروپا امر يکا ، يوه خوا پښتون بل خوا ناټو دامر يکا په مشرۍ په ټولې جگړې کې ، چې غصه شوى بيا يې لاروي ، بزگر، شپانه ، پنډيان وژلي او د اثبت او ضبط شوي اسناد او فلمونه لري . پښتــــــــــــــــــــــــــــــو دا وسپــــــــــــــــــــــــنې چــــڼې دي ته ياره پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــولادي جوړ کړه غاښــــــونه پــــــــــــــــــــــــــــښتو اســــــــــــــــــــــــــانه نه ده خلکـــــــــــه څوک ، چې پښتو کړي پښتۍ ماتې گرځو يـــــنه پـــــــــــــــــښتو غيــــــــــرت د پښتـــــون کــــــــــــــاردى کـــــــــــــار د پښتـــــــــون د بې همت نه شي مـــــــينــه پښتــــــــــو کــــــوه کــــــــــــــــــــه تــــــــــــــه پښتـــــون يې مـــــــــــاپه پښتو باندې تېر کــــړي دي غمـــــــــــــونه
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې