Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
بدلمني اودښځو او کوچنيانوقاچاق!
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د غبرگولي په شپږ ويشتم د ١٣٨٦ کال ٢٠٠٧ م د جون شپاړسم دامر يکې دبهرنيو چارو وزارت په کالني راپور کښې دافغانستان د ښځو او کوچنيانو د تښتولو او قاچاق خبر راغى او په بېلا بېلو هېوادونو کښې د بدلمنۍ خبره، داهم افغانستان باندې دير غل يو پاڼه ده ، چې دافغانستان اخلاقي اعتباريې ژوبل کړى . دپوليسو وژل هم له دې سره اړه لري ، چې دغبرگولي په اووه ويشتمه ١٣٨٦ دکابل امنيه قوماندانۍ ته نږ دې يوه بمي پېښه وشوه ، چې پوليس افسران په يوه بس کښې سپاره و، اته نيمې بجې د سهار وى خپلو کارونوته تلل دين ، خپلواکي او ناموس دافغانستان د وگړيو په زړه کې دي. که يو څوکسه ددين ، خپلواکۍ ناموس خيال په ډالرو ورکړي او خپل هېواديې د دوه شپيتو بهرنيو هېوادونوته سپارلى وي بيا دغه بدلمني، وژني ... ورسره تړلى دى ،دې باندې سو چ نه دى په کار هغه بنيادي خبرو باندې فکر کول اړينه ده ، چې دين ، خپلواکي او ناموس شته دافغانستان خلک او ټول پښتان ددين ، خپلواکۍ او ناموس دپاره پيړۍ پيړۍ لگيادي خپلې وينې تويوي ، څوک ، چې په دې نه پوهيږي او دافغانستان چارواکي ځان بولي دداسې چارواکو ملا دوه شپيته هېوادونو ، چې ټوله نړۍ شي ونه شوه تړلى ، دادشرم خبره ده خو دوى په شرم چېرې پوهيږي لکه د ماليي وزير په تلويزيون کښې يې خوله چينگه نيولى وي په " چپه کاکل " خبري کوي هوايي خبرې دي ددوى ټولو دا حال دى د جاپان د کرنې وزير ، چې اوبو کښې کبان مړه شي هم استعفى ورکوي . راځئ داو گورئ ، چې ښځې قاچاق کيږي واټونه په وينو لړلى دي په داسې حال کښې ، چې په دغه ورځ د پلار ورځ وه دامريکې په دوديې لمانځي ،پلرونه وژني ، دروغژن خپل وخت تېر ولى شي بيا حقيقت نه ډېر لېرې پاتې وي عراق کښې يې شيعه سني سره اچولي دي ، فلسطين کې يې حماس و عباس سره اچولي ، افغانستان کښې ددين خپلواکي او ناموس بدلول په څو ډالرو دي د فيشن پوډريان يې موندلي منصبونه يې ورکړي او معاشونه ورکوي د ښځو حقوق داشو ، چې اوس يې د تجارت او قاچاق راپور دامريکې دبهرنيو چارو وزارت ته ورکوي يوې پښتنې خدايزده په کومه زمانه کښې دا لنډۍ ويلى ده . بيادلته " دروهي سندري " له کتاب اخستل شوي ، چې سلمې شاهين تر تيب و تدوين او تحقيق کړى پېښور پښتو اکاديمي ١٩٨٤ کښې يې چاپ کړى په زرهاو لنډۍ پاتي دي . کله ، چې د ښځو د حقوقو خبره راشي د سړي ذهن ته د پښتنې ميرمنې دالنډۍ راشي : دپادشاهۍ تخت مې په کـــــــــــار نه دى جانانه ته به لو کړى زه به وږي ټولومه صلوات پر محمد ، دادى قناعت ،مناعت ، غروراو بې نيازى .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې