Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
په کابل کې امريکايي عسکرو خپل دودپرځاى کړ !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د جون په شپاړسمه ٢٠٠٧ م د کابل د فاضل بيک په سيمه کښې امر يکايي ځواکونو باندې د ځانمر گي بريد په ترڅ کښې څو تنه امريکايي عسکر و وژل شول او څو ټپيان شول بيا امر يکايي عسکرو د پخوا په شان خپل دود په ځاى کړ ،ملکي و گړي يې ووژل په خبر کښې داهم راغلي ، چې دامر يکايي پوځونو دوه مر ټر ه بشپړ ويجاړ شوي دي ،چې په دووموټرو کښې ډېر عسکري کسان وي دامريکايي عسکرو په ډزو کښې ، چې څومره لاروي ،ملکي وگړي وژل شوي ، د بي بي سي او(سي ان ان) خبرې څانگو څه ونه ويل : او دهغو وياند په قهر خبرې کولى ،چې ملکي وگړي دطالبانو له پلوه وژل کيږي د طالبانو مشر مخکې غاړه پرانستې ده، د سره بين المللي صليب ، دبشر د حقوقو کارکونکي او خپلواک ژور نالستان دى دا و څيړي ، چې ملکي و گړي چاوژلي او څوک يې وژني که خبر گنگ وي څوک نه پوهېږي ، چې حقيقت په کوم څېر دى خبر هر ډول ، چې وي بنسټيزه پېښه نه ده اصلي سوال دادى ، چې ولى دا حالات افغانستان ته راغلي څه ،چې ويل کيږي هغه يو پلوه خبره ده داسې کوم ځاى کښې ، چې دواړه خواوې وي هغه خبره نه ده څېړل شوى ميډيا يا د خپرونو څانگې ، چې دي ددوى په لاس کښې دي له بل لوري که چا کومه خبره وکړه دهغه په خپرونو کښې هم گوتې وهل کيږي . دامام غزالي صاحب خبره ده ، چې د کلام دعلم ډېر اغيز من دى دکلماتو اعدادو په اړولو را اړولو کښې حقيقت په سمه تو گه نه موندل کيږي بي نو گمراهي په خلکو کښې راشي او څوک په خپلو چارونه شي پوهېداى . دوه شپيته هېوادونه ولى افغانستان ته راغلي تر اوسه په دې څوک نه دي پو هېدلي ( يو پلوه ) خبرې دي د بلې خوا څوک يې نه شي او ريدلى . افغانستان ،عراق او فلسطين کښې جگړې ،اورونه، وژنې او و يجاړونې دي ،چې شپه او ورځ کال دولس مياشتې روانې دي د مه اود نه څوک نه شته يو مخ تېرى دى بيا د تاريخ له مخې داسې قوتوته زوال لري ،او ډېر ورک شوي دي ، چې لوړ تللي بېرته ښکته شوي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې