Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
ايران تل دبلخ او بخارا خو بونه ويني
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
ددغه تاريخي پېښې له مخې دا څو ټکي زمونږ هېرېداى نه شي . لومړى : به ټول ختيځ کښې لوړ درشل شاه زمان سل زره پوځ چمتو کړى و ،چې انگليسا ن له هندوستان څخه وشړى که چېرې دايران له لورې د ده ورور شاه محمو د خان ددځوى دفتيح خان خوريي سره د پادشاهۍ د نيولو د پاره هڅول شوى نه واى . نن به داسيا جغرافيه بله وه سوله او نيک مرغي به وه . دوه يم : ايران تل دبلخ او بخارا خو بونه ويني لکه روسيه د تودو او بو . دريېم : له حالاتو دافغانانو ناخبري او خپلوکښې نفاق . خوشحا خان ويل کــــــــه تو فيق به اتفــــــــاق پښتانه مــــــــــومــــــى زوړ خـــــوشحـــــــال به دوباره شي په داځــــوان زوړ خوشحال بېرته ځوان شو ميرويس نيکه او احمد شاه بابا پاڅيدل ، اصفهان اودهلي کښې دافغان "رپى" ورپيد. وگورئ ډېر لوى سړى و بيا ، چې همدغه افغانانو دنورو روپيو لاندې ودريدل بيا څه و شول دادې وگورئ د خپلو دامر يکې پلوه حکومت له خوادخپلوافغانانو په وژلو خو شحالي ، دادشرم تاريخ دى دوه شپيته هېوادونه راغلي نه امن شته، نه آبادي ،نه رڼا، نه اوبه ، دوړي دي ،ډزې دي ، اورونه دي ،وينې دي ، چغې نارې سورې دي . بورې ميندې ، کونډې ميرمنى يتيمان دامو په خپله کړي . شاه زمان او شاه محمود دواړه د تيمور شاه زامن و او دپښتانه دنوي کولو کار دى ، چې ددې خبرې دورک کولو دپاره مټى و نغاړئ که يې نغاړئ . ايران هيڅکله طالبانو سره مرسته نه کوي که يې کولاى بيا داخبره دايران دپاره رښتيا کيدله ،چې شيعه او سني دواړه مسلمانان دي او ،چې دفارسي ژبې حوزې ته کارکوي دا د هتلر کار دى ،چې جرمني ژبې هېوادونه يې نيول ، پښتانه انگليسانو درې برخې کړي دديورندکرښې سره صوبه سرحد ، آزاد قبايل افغانستان شو داطبيعي نه ده په طبيعت کښې تصرف دى . په دى ويش کښې دهيچا ښيگڼه نه ليدل کيږي څو بېرته تاريخ ته لاړ نه شي . دايـــــــــــاران دستـــــــــــــا دمينې په ماتور ولگـــــــــوي پــــــــــــه دې څه کـــــــــــه تهمتونه په مـــــــــانور و لگوي په يوه نقطه کــــــــــــــــړه جمع ، پلــــــوشې د زړه دمينې اتــــــــــشي ښيښه دزړه به پــــه يـــــــــار اور ولگـــــــــــوي ستا يــــــــــادونه ،چې کميږي دزړه وينه مې زياتيږي ستا ستم کــه پرې دا چوکى درې څلـــــــــــــور ولگـــوي د رقيب پــــــه ناکــــــــردو مى پښتونوالـه نه بوږ نيږي عزيــــز يزدان پــــــه مـــــــــا اورونه د پيغـــور و لگـــــوي حمـــــــــــزه مينه بـــــــه مى ماتې هيچرې قبولــه نه کړي کــــــــــه طوفان د حوادثـــــــو هر څو زور و لــــــــــــــگوي
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې