Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
طالبان او ايران، ايران اسلامي لارنه لري !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دغبرگولي دوه يشتمه کال ١٣٨٦ ، دامر يکې جمهور رييس بش او د انگلستان صداراعظم توني بلير دواړو دا وويل ،چې ايران طالبانو ته وسله ليږي ، ايران و ،چې د طالبانو غليمانو سره يې مرسته کوله او هغوى يې په ايران کښې ساتلي و سر بېره په هغه ډېر کتابونه يې د طالبانو په مير څي کښې وليکل ډېر بې خونده ،له دروغوډک فلمونه يې جوړ کړل . ايران دبش او توني بلير غوندې د بازار سياست نه کوي هغوى تاريخي او کلتوري سياست هم کوي پښتون ، پښتونولي او پښتوژبې سره جوړنه دى، ايران پښتون او پښتو ژبې ته ستر گې پټوي د فارسي ژبې حوزه جوړوي . تل د بلخ او بخارا سو چ ور سره دى ، نور کارونه لري ،چې ايران ته هرات او شمالي سيموته بيا تاجکستان او مرکزي اسياته ، لويې لارې جوړې کړي که وکولاى شي داور گاډي پټلۍ و غځوي . دا څنگه پېښه شوه ، چې بش او توني بلير په يوه ورځ داخبره وکړه بيا کابل کښې د ملگرو ملتو له پوځي لوري داخبره ناسمه و بلل شوه، امريکا او انگلستان ځانونه داطلاعاتو زمري بولي . که داسې واى څو ځله دوى ولى په ناسمو خبرو نو عمل و کاوه په سياست کښې تر امر يکا انگليس ايران ښه دى او تر ايران طالبان د تخنيک او ساينس او تجارت توليد کښې دوى ښه دي ، چې اته صنعتي هېوادونه دى . يو امريکايي ليکوال "هرمن " ديموکراسي د تخنيک او پانگه والۍ نتيجه بولي ، چې د هغه د پاره کار کوي . ١٧٩٥ميلادي کال کښې دايران پادشاه محمد خان قاجار محمد حسين قراقورلو لوړ درشل شاه زمان حضورته واستاو او ددوى غوښتنې يې دايران له خوا راوړې دي ، لومړى بلخ دې هغه ته و سپاري ، دوه يم شهزاده نادر ميرزا د شاهر خ زوى ، چې کابل کښې و هغه دى په لاس ورکړى . شاه زمان دواړه ونه منلى هغه پوځي قدرت يې هغه ته و ښود ،چې شاه زمان د هند د تلو دپاره چمتو کړى و . دايران استاذي ته يې وويل : زه غواړم ، چې له هندوستان څخه انگليسان و باسم ، ته ديوه مسلمان په تو گه مرسته وکړه دا اروپا يان به ټول تباه کړي محمد خان ځواب ورکړ ، چې سياست اودين بېل دى ،چې دا دهغه تاريخي غلطي وه ، شاه زمان په سياست ښه پوهېده کورني نفاق هر څه ويجاړ کړل ،شاه محمد د سدوزي او وزير فتيح خان له ده ( لوړ درشل شاه زمان ) سره جگړه پيل کړه . افغانان که له تاريخه زده کوي همدغه ښه سبق و ، چې يو ور ور څه غوښتل او بل څه غوښتل. له بده مر غه ، چې تر اوسه مو داسبق نه دى زده کړى ، که يوه پوه وطنپال افغان همدغه خبره وڅېړي ، چې محمدخان قاجار دايران پادشا به ١٧٩٥ م هماغه څه غوښتل ، چې دايران يو کول، اسلامي انقلاب يې اوس کول غواړي حوزه فارسي زبان ، ايران ،افغانستان او تاجکستان ، چې دا اسلامي نه ده فاشيستي ده ،کرزي هم ورسره منلى ده . شاه زمان څه کول هغوى انگليسان له هندوستان نه ايستل مسلمان او پښتون داسې وي ،چې شاه زمان و.
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې