Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
اسلام دخلکو غوښتنه ده
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
بدمرغي داده ،چې داهم ډېر شول عراق ته دامريکا سوغات کورنۍ جگړه وه د سني او شعيه تر منځ هره ورځ په سلهاو وژل کيږي . نور هېوادونه داوينې او دامريکې نه ځان ساتي لکه ، چې له يوې ناروغۍ څوک ځان وساتي ، افغانستان کښې نسل وژنه ده پښتانه وژني بل پيغام نه لري که ډالر راځي دهغه درک نه وي که څه وداني وي په جگړوکښې ړنگيږي اوس يې پولينډ ،چکسلواکيې ، بلغاريې ، رومانيي د ختيځې اروپايې هېوادونه يې د تو غنديو يو د ډال او رادار سيستم پلمه جوړه کړې ، بيا روسيي غږ کړى ،چې دې ته اړتيا نه شته ، بيا وايي ، چې دروسيي دپاره نه دى دايران او شمالي کوريا د پاره دى او داپلمه څوک نه شي منلى دامريکې د 2008 د جمهوري رياست دپاره يو نومول شوى ، چې تور بڼه دى Barak Obama بارک او باما نوميږي وايي: زمونږ حکومت ، چې دعراق د جگړې په برخه کې کوم سياست خپل کړى له هغه څرگنديږي ، چې داجگړه پاى نه لري . دى وايي : مونږ ددې په ځاى ، چې خپل توليد د باندې وليږو خپل صنايعو ليږو ، چې دلته وزگاري ډېره شوې . امر يکا د مينځني ختيځ د تيلو دپاره داټولې هلې ځلې کوي په خوله بل? څه وايي حقيقت له خپلو وگړيو پټوي . عراق ، افغانستان پاکستان به د امريکې ددغه سياست دپاره دغه ناورين سره مخامخ وي ، پاکستان په هغه حالت کښې نه دى ، چې پاکستان يې داسلام کلا بلله اوغوښتل يې ، چې د جنوبي اسيا د مسلمانانو مشري تر لاسه کړي اوس د نيستۍ او بقا خبره ده دپاکستاان ملت هغه څه غواړي ، چې دوى په ١٩٤٧ کښې پاکستان جوړ کړى و .پاچاخان داخبره کوله : کوم پاکستان ، چې محمد علي جناح جوړ کړى و هغه پاتې نه شو اوس به هر څوک خپل غم کوي په اسلام جوړ نه شو " اسلام دخلکو غوښتنه ده دلته به هم داسلام او بې دينۍ تر منځ جگړې وي او خلکو سره به هغه جگړه وي ، چې اوس په افغانستان کښې ده هغه هم قبايلي سيمو کښې پيل شوي دبلاسپر به پښتانه وي . د پشکـــــــــــــــــــــال بې خوده شپې راغلــــــــــــــې تږيه خمـــــــــــــــــــــــــــــــــاره څه لمدې راغلـــــــې نشتـــــــــــــــــــــه کـــــــوڅه کښې يې زاړه ليوني نن نـــــــــــــــــــــوي نوي وسوسې راغلـــــــــــــــــې مينې ښايست شوى يک رنگي دي نه شتـــه ستــــــــــــــــــــادخلوص نه څه گيـــــــــــلى راغلـــى اوس مـــــــــــــرور هغه مــــــــــاښام دى لـــــــه مــــا چې يې غــــــــــــــــــــــوښتې هغه ډيوې راغلــــې ميلـــــــــــــــمه اشنا د زړه ټوټې درځــــــــــــــــــــــــار ستر گـــــــــــــــــــــوته او ښکې پښتنې راغلـــې حمزه پښيمـــــــــــــــــــــانه ليـــــــــونۍ راځغلي کــــــــــــــــــــه په دې لاره قافـــــــــــلې راغلـــــې
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې