Monday, 24 April, 2017
 
 
  • طالبان: دکابل ادارې سرتيرو د کندز په ځينو سيمو کې کيمياوي موادو لاسي بمونه غورځولي دي
  • ډاکټر اشرف غني مزارشريف ته تللى
  • د ولسي جرگې د ځينو غړو امتيازات وځنډول شول
  • طالبانو پر شاهين ٢٠٩ قول اردو بريد دخپلو ٢ واليانوغچ اخيستل ښودلي دي
  • د مزارشريف د طالبانو په بريد کې ٥٠ تنه وژل شوي دي
  • طالبانو د بلخ ٢٠٩ قول اردو په قوماندانۍ بريد کړى
افغانستان کې د ملکي وگړيو وژنه نړيوال ناورين دى
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
دملکي وگړيو وژل په افغانستان کښې د بشري ټولنې لوى ناورين دى له هرې خو او رېدل کيږي ،چې په افغانستان کښې نسل وژنه ده او دامريکا ، ناټو او دکرزي حکومت ،چې کابينه ،ولسي جرگه مشرانو جرگې نه جوړ شوى ټول و بالمن دى ،چې پښتانه يې تباه کړل او ددې تباهۍ مخه نه نيول کيږي او روانه ده ، پښتون يو تاريخي قوم دى ،چې اتلسمې پيړۍ کښې يې دايران په دود سر کښې روسان او هر مز کښې انگليسان وهلي و داروپا په مطبوعاتو داسوالونه کيدل داڅوک دى ،چې صفوي زړه امپراتوري يې نسکوره کړه عثماني تر کيي ته يې ماته ورکړه روسان يې د خزر د سمندر گي له ښکته وايستل نو تجارتي نمايندگيو ، کشيشانو او گر ځنده خلکو ( سياح ) معلومات ورکول اودغه معلومات يې خر څول ، غلځي دوى پېژندل ،چې هند کښې پادشا هان و. سوري ، لودي ... څو دوى پوه شول دا پښتانه دي بوله بله سره يو سره دي دا دهغوى يوه څانگه ده . په نولسمې پيړۍ کښې دانگليس د پوځ يو مخ له مينځه تلل بيا اوازې? ځوږ جوړ کړ ،بيا دروسانو وار ر اغى هغوى هم مات شول داټولى جگړې دروند والي دلته دى ،چې اووه کلنه جگړه شوه اوس د ټولې نړۍ پام شو ،چې دلته امر يکااو اروپا ده سره له ټولې? بې رحمئ لگياده نسل وژنه کوي? . د غبر گولي په ٢٢کال ١٣٨٦ ننگرهار ، پکتيا او کندهار کښې د وژنو خبرونه و. طالبانو خپل خبرونه ورکول ،امريکا اروپا خپل خبرونه? . که خبر څوک وانه وري او هغه تحليل نه شي کړ اى داسړى بيا هم بې غمه وي . اوس ،چې ټولو خوله پرانسته دوى به هم خبر شي په دې ورځوکښې د ناکراريو لړۍ لويديځ او شمال ته هم رسيدلى ده دلو يديځې نړۍ حکمت ، ديموکراسي او مدنيت د اگلان وکرل ،چې دنړۍ خلک له هغه مخ اړوي اوداهم له امريکا او اروپا پيل شوي ځکه ملتونه ښه وي بيا بدي يې په دې کښې وي ،چې کله په خپلو ټاکنو کښې تېر وزي او ناسم انتخابات وشي ددوى په دروغو و غوليږي ورسته ايسته کول يې لوى جنجال شي . حمزه وايي : ستاکــــه هر انداز په يوانداز پــاتې کيدى ښه وه راز دى د ښکلا کــــه هسې راز پاتې کيدى ښـه وه مـاته ،چې اشنا کله رامخ شي ستر گې ټيټي کړي "حـال" که د "ماضي " نه يې نياز پاتې کيدى ښه وه په دې بيتو کښې داهم ويل شوي "حال "له "ماضي " بې نياز نه پاتې کيږي ، چې تاريخ ته څوک ونه گوري له هغه دا خطاگانې او تېروتنې کيږي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې