Friday, 26 May, 2017
 
 
  • د سردار محمد داوود خان روغتون دبريد پرتور ځيني پوځيان محاکمه شول
  • دهېلمند په واشير ولسوالۍ کې بريد شوى
  • ملگروملتونو ښکيلې خواووې اوربند ته راوبللې
  • پاکستان ناقانونه افغانان قانوني کوي
  • په کوټې کې ٢ چينايان تښتول شوى
  • د بشري حقونو سازمان وايي یمن کي امریکایانو ولسي وګړي وژلي
په محبت کښې دې وژنم جانانه !
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
پرون د غبر گولي ٢١ - کال ١٣٨٦ د محبت بمونه مو ليکلي و نن د غبر گولي ٢٢ د محبت وژنې وشوې امر يکايي پوځونو پوليس ووژل د ملي اردو و او ملي پو ليسو په مينه او کرکه کښې سټه و خته . پښتانه وايي : کو نډه هم بوره شوه هم بد نامه، ملي تاريخ کښې مختورن دلته ، چې د توغندي غږ ونه واوري خو له يې وريږ دي ، سړى حيران (اريان) شي له پنځو ډالرو د پاره مو څه ونه کړل خپلو نسلونو ته مو شرم ميراث پرېښود . له ٢٠٠١ م کال نه تر اوسه پرله پسې په دوستانه بمباريو او ډزوکښې د ا ملگري وژل کيږي په لو مړي سر کښې ٢٠٠١ په شمالي کښې هغو خلکو ، چې ډالر اخستې و او هغه يې شمېرل ، چې امر يکايي الو تکو بمونه پرې و غورځول بيا خبر کښې وويل شول ،چې دوستانه بمونه و . ډالر يې لاپه لاسونو کښې و ،چې وينې يې تويې شولې د ١٣٨٠ د تلې مياشت وه ،چې امر يکا اوشمال اتحاد گډه حمله وکړه بيا تر اوسته دوى او عام وگړي وژل کيږي . د غبر گولي په (٢١) سره صليب د ملکي خلکو وژنه په افغانستان کې و غندله دايي وويل هلته امنيت نه شته دمرستو مو سسې کار نه شي کولاى ،خلک وژل کيږي کارنه کيږي داهغه واده دى ،چې شمالي ټلوالى ، کمونستانو ،باباى ملت ، کرزى او نور ډالر ډبو پښتنو امر يکې سره کړى دى . د افغانستان روڼ اند و څه ونه شو کولاى ، چې ملت ته يوه لاره وښيي دوى ، چې څه ووايي د طالبانو پېر ،هم ښه نه بولي او په دې کې خپل خير ويني يوه مير من ،چې کابل او بله پروان کښې وژلى شوي دي او تلويزيون او راديو کښې يې کار کاو د بش مير منې او د کلنټين مير منې خواشيني و ښودله ، دوى نه وايي ،چې د چاله لاسه داسې شوي اورنگ زيب ،چې آرايش د تخت وتاج کا تخت و تاج به يې مرگې تاخت و تاراج کا پښتانه دشريعت تر څنگه پښتو لي هم لري په هغه کښې "تېرې " د هر چاله خوا هر ځاى کښې دمنلو نه دى او "د تيري" مخه نيسي که څه هم دده کارنه وي محمد گل خان مو مند ، چې ١٣٣٤ ل هـ لويې جرگې کښې وويل : مو نږ دالجزاير له مسلمانانوسره خوا خوږي ( هغه مهال دالجزاير او فرانسې جگړه وه ) لرو . پښتانه تېرې هر ځاى اود هر چاله خوا ، چې وي نه يې مني . له دې نه مطلب دادې مسلمان په چا تېرى نه کوي که ويي کړي دهغه مخه هم نيسي مير ويس نيکه او احمد شاه بابا څه وکړل هغو مسلمانانو ، چې دافغانستان لويديځ شمال جنوب ته راغلي و هغوى يې و شړل او غوږونه يې پرې تاو کړل . کرزى او له هغه سره ډله هر ځاى کښې ، چې دي ،وزيران دي ، که واليان دي ، سفيران دي که وکيلان ټول د پيسو د پاره تر جماني کوي او بل څه نه شي کيداى اوس به يوه بله زړه پورې خبره وليکل شي ، چې تاريخ کښې ددې مهال راشي . دزبر ځواکې امريکې په مشرۍ دوه شپيته هېوادونه افغانستان کښې دي او وژنې جگړې دي ،بيا څوک شته ،چې دووشپيتو هېوادونوسره يې اووه کاله جگړه کړى او کوي يي .
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې