Thursday, 23 March, 2017
 
 
  • په بلخ کې ترافيکي پېښه شوى
  • دتورخم لاره پرانستل شوه
  • يو پوليس نور ٧ پوليسه وژلي دي
  • نوازشريف له افغانستان سره تړلو لارو د خلاصون امر کړى
  • ظفرجگړا د نوروزد جشن په مراسمو کې گډون کوي
  • په روسيه کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه کيږي
د پېښور حالات ويجاړ شول
ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد))
د پېښور حالات ويجاړ شول انگليسانو شير علي خان په دې تورن کړ ،چې مومندو سره مرسته کوي په داسې حال کښې ستا پلار امير دوست محمد مونږ سره داسې تړون کړى و ،چې دانگليسانو دوست او د ښمن به دافغانستان دوست او دښمن وي ، امير شير علي لعل پورې کښې مو مند وسره جگړه? وکړه ،چې انگليسان خو شحال کړي . داجگړه سړه شوه شير علي خان داسې گڼله ، چې انگليسا ن به اوس دده خبره اوري . نو شير علي خان انبار کښې انگليسانو ته وويل ، چې کوم تړون ، چې زما پلار امير دوست خان سره مو کړى وه سم دى خو لږ بدلون غواړي هغه دا ، چې د انگليس دوست او دښمن د افغانستان دوست او د ښمن دى په دى ماده کښې دومره زياته شي ،چې د افغانستان نوم دى هم راشي . داسې دي شي چې دافغانستان دوست او د ښمن د انگليسانو دوست او د ښمن هم دى ،چې دواړه خواوى په کښې راشي ، انگليسانو داو نه منله وگورئ اوس هم دا خبره نه شته ، چې دافغانستان دوست او دښمن دى امريکې دوست او د ښمن هم وي نو د کرزي موسسه خپل دوست او د ښمن نه شي ښودلى . دايو پلوه خبرى دى دوه پلوه نه دي همدلته دى ،چې افغانستان خپل واک ملي گټى او و طنپالنه نه لري . ،چې دا اور نه مړ کيږي . تاريخ يوه هينداره ده ، چې سړى خپل مخ په کښې ليداى شي د خواشيني خبره داده ،چې تجربه بيا بيا راځي سياستپوهان نه شته ، چې ملي گټى و ساتلى شي روسانو هم دا ويل ،چې خپلواکې ډوډ ۍ ده کور نيو کمونستانو د ا شعارونه گر ځول کور ، کالي ،ډوډ ۍ .پاپا وويل ...( خداى ،وطن ، ملت ) په همدغه شعار ،چې خلکو منله څه و شول چنگ و بنگ د کرزي خواته لاړل اوس ټول يو شانې په کړاوونو اخته ديدلته هلته به وارونه ور باندې کيږي . په دې لړکښې کمونستان او خود مختاره جنگسالاران هم دى ، دافغانستان ملت تر جمان نه لري هر څوک به داوايې زه دا کولاى شم که رښتيا واى دابه يې کول ، داتر جماني ملي تاريخ ، ملي گټى ، ملي مقدساتو باندې پوهېدل غواړي ، چې دوى نه پوهيږي ، امير شير علي خان ، چې لومړى يې له مو مندو سره جگړه وکړه ، چې انگليس ته و ښيي ، چې دى مخلص دى بيا يې د تړون په يوې مادې کښې د يوې کلمې ، چې افغانستان و زياتول و غوښتل ، چې ورسره وي نه منله بيا روسيي ته يې مخ واړاو هغه مرسته و ر سره ونه کړه بيا په غم کښې ډوب شو او مړ شو په مزار رشريف کښې ښخ دى ، چې د روس په تمه تللى و . هر څو ک ، چې ځان مشر بولي له دې تاريخ څخه? دى زده کړي . داسې نه کيږي ( چې وامې خله ، کښينوه مى او و مى ساته) هر و گړى ، چې منصور غوندې په دار شي دار يې پس لــــــــــه مرگه نخل ميوه دار شي روغ صورت که روغ عالم لــــــــره کمال دى ليوني لره کمال دى ،چې سنگســــــــــار شي درحمان دا پوچ گــــــــــــــويي څه په کارنه ده عاشقي په گفتـــــــــــــار نه شي په کردار شي
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې