Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د ليلة القدر د شپي ځيني علامې!!!:
حقپرست
د ليلة القدر د شپي ځيني علامي!!!: ١:د ليلة القدر شپه په سهار به د لمر شعاعي ډير کمي وي دا له دې امله چي په دې شپه کي به ډير انوار را وريدلي وي، او يا له دې امله چي سهار چي جبريل عليه السلام او ملايکي بيرته واسمانو ته خيزي نو جبريل عليه السلام به خپل وزر وغوړه وي د لمر شعاعي به پټي سي. ٢:د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چي فرمايي د ليلة القدر شپه د علامو څخه دا دى چي دا شپه به داسي صافه وي لکه سپږمۍ چي راختلي وي. ٣: ليلة القدرشپه ډير به ارامی وي نه به يخ په کي وي او نه به ګرمي. ٤:ليلة القدرشپه کي به تر سهار يو ستورى هم ويشتل نه کوي. ٥:ليلة القدرشپه په سهار به لمر د څورلسم د سپږمۍ په شان بلکل برابر راوخيزي شعاعي به نه لري. ٦:اليلة القدرشپه به له لمر سره يو شيطان هم نه را خيږي. په دې شپه کي به نور زيات وي. ٧:د مسلمان د زړه اطمينان به په دې شپه کي ډير زياده وي. ٨:زړه به يي د عبادت لپاره زيات شوقمن وي. ٩:په سترګو کي به يي اوښکي نه تکيکيږي. ١٠:بدن به يي ځژ ځژ کيږي. ١١:بلکي خوله به ورباند راځي. ١٢:په دې شپه کي به بادونه بلکل ارام وي تيز به نه چليږي. ١٣:په دې شپه کي به ډير د الله بندګان په خوب کي د الله ديدار وکړي. ١٤:په دې شپه به انسان د شپي په عبادت کي تر نورو شپو زيات خوند محسوسه وي. نو اي د الله بندګانو د الله څخه وويريږئ د الله عبادت وکړي د دې شپي د قدر څخه برخمن سي، په صحيحين کي روايت دى چي په دې شپه چي څوک د ايمان په حال کي په اخلاص سره د الله لپاره په عبادت مشغول سي الله پاک به د ده تيرسوي ټول ګنهونه معاف کړي!!! په بل حديث کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چي د دې شپي د ماښام او ماخستن لمونځ که څوک په جماعة سره وکړي نو ګواکي دى ددې شپي د قدر څخه برخمن سو!!! عائشي رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي که ماته معلومه سي چي دا شپه د ليلة القدر شپه ده نو زه به څه په کي وايم، ده ورته وفرمايل چي دا وايه: اللهم انک عفو کريم تحب العفو فاعف عني!!! الله رب العزت دي زموږ ټولو ته د دې شپي برکات را په نصيب کړي. امين
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې