Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
چين دافغانستان مسئله حل کوي
مبصر
د چين دبهرنيو چارو دوزارت وياند تيره ورځ په يوې مطبوعاتي غونډه کې وويل دچين دبهرنيو چارو وزير به په راتلونکي نږدې کې دافغانستان سفر وکړي خو دافغان چارواکو سره په افغانستان کې دجگړى دپاى ته رسيدو او په افغانستان کې دسولې لپاره دحل لاره پيدا کړي . دچين لخوا درې ځلى دمخه هم په افغانستان کې دسولې په اړه وړانديز شوي دى خو دا چې افغان چارواکي دمسئلى دحل په اړه خپلواکه نه دي دچين چارواکو ته يې مثبت ځواب نه دى ورکړى دافغانستان دمسئلى دحل په اړه د ٢٠١٥ ميلادي کال راپديخوا په پيکنک کابل او اسلام اباد کې غونډى وشوې په ځانگړي توگه يو شمير د سيمې هېوادونه دکابل اسلام اباد څلور اړخيزو غونډو ته هيله مندي درلوده خو تر پنځمې غونډې پورې چې دامريکا ، پاکستان ، افغانستان او چين استازو پکې برخه درلوده دافغانستان دمسئلې دحل په اړه پکې کومه پريکړه ونه شوه او نه يې د مذاکراتو په دوام دمسئلې دحل کومه لاره وموندله . اوس چې دچين دبهرنيو چارو دوزارت وياند لوکنگ يوځل بيا په افغانستان کې دجگړې دپاى ته رسيدا او سولې لپاره دافغانستان چارواکو څخه غوښتنې چې دبهرنيو چارو وزير يې کابل ته دهمدې موضوع په اړه سفر کوي . تراوسه لا دافغان چارواکو لخوا دچين دوړانديز په اړه څه نه دى ويل شوي خو د افغان چارواکو لخوا تل په بين المللي غونډو کې ويل کيږي چې گاونډي او دسيمې هېوادونه دې ورسره دسولې اړه مرسته وکړل شي دافغان چارواکو لخوا دچين دبهرنيو چارو وزير سره په دې اړه معلومات شريک کړل شو او امريکا په افغانستان کې دسولې لپاره څه نا څه اراده وښودله چين په افغانستان کې دسولې په قايميدو مثبت رول لوبولاى شي ځکه امريکا دافغانستان دمسئلې دحل په اړه دپاکستان او چين رول مهم بولي . دافغانستان دمسئلې دحل په اړه چې دمخه کومې هلې ځلې وشوې د ٢٠١٥ کال دمې په دويمه او دريمه په قطر کې دافغان سياسي او مخورو مشرانو ليدل دطالب مشرانو سره وشول او هم د قطر د مذاکراتو ترڅنگ دچين په ارومچي کې افغان او طالب مشرانو سره وليدل داسې بريښيده چې دافغانستان مسئله به د تل لپاره حل او دافغان چارواکو او طالب مشرانو خبرې به دچين په منځگړتوب سريښت واخلي خو دافغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو خرابوالى ددې مذاکراتو د خنډ او ځنډ سبب وګرځيد . چينايې چارواکو دافغانستان سره ديوه گاونډى هېواد په توگه دمسئوليت په درک کولو دافغانستان او پاکستان ترمنځ داړيکو په ښه کيدو او افغان مسئلې دحل په اړه دمنځگړتوب ټټر وهلى دا به دچين دبهرينو دوزير کابل ته دسفر وروسته چې افغان چارواکي ورته دمثبت ځواب واک لري او که نه ؟څرگندبه شي
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې