Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د ا پینو، افیومو ( تر یاکو ) جګړې :
( لطیف یاد)
د ا پینو، افیومو ( تر یاکو ) جګړې : په تاریخ کې موږ دچین سره داپینو یا ا فیومو ددوو مشهورو جګړو شاهدان یو .د اپینو لومړۍ جګړه دانګریزانو او چینایانو ترمینځ وشوه او دویمه جګړه یې دفرانس او چین تر مینځ وشوه .زه په دغه لنډه لیکنه کې داپینو( افیومو) یا تریاکو دغه دوه جګړې په لنډه توګه درپیژنمه : ۱- داپینو لومړۍ جګړه : دغه جګړه دانګریزانو او چینایانو تر مینځ د۱۸۴۰ او ۱۸۴۲ زیږدیزو /میلادی کلونو تر مینځ وشوه . تر دې وړاندې انګریزانو له چین نه خپل هیواد ته چای صا دراوه او د انګلستان دخلکو دچین چای ډیر خوښیده او دانګلستان حکومت به چین ته دچایو په مقابل کې سپین زر تبا دله کول . .په پای کې دانګریزانو دسپینو زرو زیرمې مخ په کمیدو شوې اود برتانوي هند انګریزي مشرانو چې په هغه وخت کې یې دهند پر نیمې وچې ولکه او واک درلود چین ته دچایو په مقابل کې دسپینو زرو مبا دله ودروله او بنده یې کړه . انګریزي سوداګرچې دحکومت ممتازه طبقه وه د چین سره یې د سو داګرۍ لارې چارې بدلې کړې . دوی په هند کې خاشخاش او دکتانودبوټي کښت ته زور ورکړ او دسپینو زرو پر ځای یې چین ته د کتانو او اپین ( تریاک) لیږل پیل کړل . دتریاکو دلیږلو په پایله کې دچین خلک داپینو ( تریاکو) پر استعمال او کارونې روږدي او معتاد شول . وروسته دچین حکومت وپتییله چې چین ته داپینو لیږل بند کړي او په ۱۹۳۰ زیږدیز کال یې امر وکړ چې دکانتون په سوداګریز بندر کې دې دانګریزانو داپینو صندوقونو او پیټیو ته اور واچول شي چې همداسې وشول او انګریزي سوداګر دچین دحکومت په دې کار سره سخت خواشیني شول .همدا وجه وه چې انګریزانوپه ۱۸۴۰ زیږدیز کا ل کې د چین دکانتون سود اګریز بندر ته خپل پو ځونه ولیږل او په دې توګه دانګریزانو او چین تر مینځ داپینو پر سر جګړه پیل شوه . وروسته انګریزانو دچین نه د یانګ تسه کیانګ او شانګهای ښارونه ونیول او نانکینګ ښار ته ورنږدې شول او چین مجبور شوچې دانګریزانو سره دنانکینګ تړون لاسلیک کړي چې ددغه تړون په پایله کې چین له انګریزانو سرهپه ۱۸۴۲ زیږدیز کا ل کې دغه لاندینی تړون لاسلیک کړ : ۱- هانګ کانګ یې چې دچین دخاورې یوه مهمه برخه وه انګریزانو ته وسپارله ۲- چین د پنځوسمند ري سوداګریز بندرونو دروازې انګریزانو ته پرانیستلې . ۳- هغو شمیر انګریزانو به چې په دغو چینایی بندرونواوښارونو کې کوم جرمونه کول نو فیصلې به یې په انګریزی محکمو کې کیدلې نه په چیینایی محکمو کې . ۴- دنانکینګ دتړون له مخې امریکې ، فرانس او روس هم له چینه دورته امتیازونو غوښتونکی شول د اپینو ( تریاکو) دویمه جګړه : دابینو یا تریاکو دویمه جګړه چې دغشو دجګړې په نامه هم یادیږی دفرانس او چین ترمینځ د۱۸۵۶ او ۱۸۶۰ زیږدیزو کلونو تر مینځ وشوه .په دغې جګړې کې هم انګریزان او امریکا دفرانس ملګری وو.ظاهرا ددې جګړې علتونه داوو چې په چین کې دکوینګ دکورنۍ واکمن فرانسویانو ته ویلي و چې دوی ته به په چین کې دانګریزانو په شان ورته امتیازونه ورنکړی او بل علت یې داوچې چین دفرانس دحکومت یو تن استازی مجازات کړی ا وهم یې یوه کښتۍ او دهغه عمله او کسان زندانیان کړي وو .وروسته فرانسویانو او انګریزانو چې ډیر لږ پوځونه یې درلودل په ګډه سره په جګړه کې چین ته ماتې ورکړه اوچینایان یې دیته مجبوره کړل چې دپیکینګ تړون ورسره لاسلیک کړي چې فرانسې ته به امتیازونه ورکوی او په چین کې به داپینو سوداګري قانونی بڼه نیسي .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې