Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
آیا د دفاع وزیر خبري د خوشحالۍ نه دي؟
شریف الله خالد
د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي مونږ د افغانستان جګړه کې بریالی نه یو، وس ځینی ځوانان چې ځان ورته لږ زده کړیال هم ښکارې، د دی خبرو په هکله وايي چې امریکا د جګړی لپاره راغلې او داسې خبرې د امریکایانو نوی پلان دی، د جګړې غځولو لپاره باید په دې مونږ خوشحاله نه شو او دا د خوشحالۍ خبره نه ده (ته به وايي دا ځوان د امریکا په سنا مجلس یا د استخباراتو په کوم مجلس کې حاضر وه او د ده په مخکې دا پلان جوړ شو). ځواب غولیدلي ځوانه دلته د جګړې او شکست دوه اړخه دي یو د جنګ په میدان کې عملی شکست او بل مطبوعاتي شکست. هو ! مونږ دا منو چې امریکا د جګړې لپاره راغلې او په روانه جګړه کې خپله ګټه ویني او ترڅو چې دلته جګړه روانه وي د هغوی اهداف به پلی وي او کرایه شوو افغانانو ته به د جګړی مصارف ورکوي. که د جګړې عملي اړخ ته ځیر شو ورځ تر بلې ریښتوني افغانان برلاسي کېږي او د امریکا او ملګرو یې لمن ورټولېږي (خو متأسفانه چې امریکا د ځینو بې وجدانه افغانانو پر مټ جګړه روانه ساتلې او امریکایان په هغه خوندي ځالو کې پراته دي چې ساتنه یې افغانان کوي). همدا راز که دې بل اړخ مطبوعاتي جنګ ته ځیر شو دا هم د امریکايي جګړې یو مهم اړخ دی ځکه د دی جنګ څخه د امریکا مقصد د اسلام او افغانیت ختمول دي ( په ټوله نړۍ کې صرف افغانان دي چې اسلام یې په عملی ډول به ژوند کې موجود دی او هیڅ کافر ته یې د غلامۍ سر نه دی ټیټ کړی ) د همدې شوم همدف لپاره یې لسګونه تلویزوني شبکې او راډیوګانې په کار اچولي، زما په یاد دي چې امریکا په ۲۰۰۱ کې تر برید مخکې په تلویزون د ګونتانامو قفسونه وښودل ترڅو افغانان ووېرېږي او د مقاومته لاس به سر شي، همدا کړنه یې د مطبوعاتي جنګ اول اقدام ، عملي جنګ ته د تیارۍ پیلامه او افغانانو ته دا دا وېره ورکول مقصود وه چې ګواکې له مونږ سره سترې وسلې او داسې وحشي زندانونه دي. هرکله چې دومره ستر دښمن د جګړې په یو مهم اړخ کې ماتي وخوړله ( مهم ځکه چې دولت وزیري په تکتیکي شاتګونو جګړه روانه کړې ) نو آیا دا به زمونږ لپاره د خوشحالۍ سبب نه وي؟؟ زه خو د زړه له تله خوشحاله شوم او دا مې د امریکا د عملي شکست بیلامه وګڼله او په دې نور هم یقینی شوو چې ان شاء الله هغه ورځ لرې نه ده چې امریکایان مات سرونه له ګران هیواده په تېښته مجبوره شي. په اخر کې باید ووایم چې خبرو ته د خبرو او مطبوعاتی جنګ تر حده خوشحاله شو او عملی میدان کې خپلی هڅې نورې هم ګړندۍ کړو او په هر هغه لاره غور وکړو چې د امریکایانو وتلو ته پرې زمینه برابرېږي. په دې هیله چې د امریکا د شکست ورځ او وینو.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې