Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د طالبانو د مرستیال مشر خلیفه صاحب سراج الدین حقانی د وینا متن
یاسر منهاج
بسم الله الرحمان الرحیم نحمده ونصلی علی رسوله الکریم امّا بعد ! ډېرو محترمو ! د افغانستان غیرتي ولس ، ټولو مجاهدینو او دردېدلي افغانانو وروڼو ته السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ! الله جل جلاله د ستاسې ټول سعیې تکلیفونه د الله جل جلاله په لاره کې چې تاسې تېر کړېدي یا درباندې تېریږي ، الله جل جلاله دې په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي . الله د دغه مبارکه میاشت د رمضان د دغه مظلومو افغانانو او مجاهدینو لپاره ذریعه د کامیابۍ او خوشالی وګرځوي . الله د اسلامي ازادي ، استقلال او فتحه در نصیب کړي . ډېرو قدرمنو د هغو پېښو په وضاحت کې چې د جوزا میاشتي په۱۰ تاریخ د کابل وزیر اکبر خان په ساحه کې رامنځته شوه یا په جنازو کې رامنځته شوه يا په هرات جامع مسجد کې رامنځته شوه ، موږ په کلکه باندې د دې غندنه کړېده او د دې کار په سرته کولو کې چې هر چا دا پروګرام تنظیم کړی وي یا یې تشکیل کړی وي . دا د اسلامي امارت نه کار دی نه په داسې شکل باندې چیرته به هم داسې کار ونه وکړي چې ولسي وګړیو او ملت ته پکښې تکلیف رسیږي بلکي زموږ ډېر داسې اهداف موجود دي چې د ولس په منځ کې د لاسپوڅي نظام لوی ـ لوی اشخاص ، یرغلګر راجمع شوي دي په مسجدو کې په کلیو قریو کې ولَوْ چې زموږ لپاره ډېر اسانه لاسته راوړنه د هدف وي په دې کې ، د دې نه موږ ډډه کړېده . جنګي حالات دي ، په داسې حالاتو کې کانټرول بالعموم په ټولو افرادو باندې په هغه وخت کې چې د امکان نه بعید وي هغه داسې حالات وي چې استثنائي حالات وي ، یا د شپې ناڅاپي چاپه راغلې وي د دښمن سره مجاهدین چیرته مخامخ شوي وي هغه د مشرتابه نه هدایت نه شي اخیستی ، د رابطې نه امکاناتو په وخت کې : په داسې مشکل کې بیا که داسې یوه پېښه راغلې وي د هغې انکار اسلامي امارت چیرته هم نه دی کړی بلکي د هغې عفوه یې غوښتې ده او د هغې د تعزیت لپاره یې خلک استخدام کړي او لېږلي دي . اسلامي امارت په دې اوسنیو ناورینونو او دا بې رحمانه پېښې چې کومې منځته راغلې موږ د اسلامي امارت د ویاندویانو له طرفه دا نه چې موږ یې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی بلکي غندلي شوي دي . خو د لاسپوڅی نظام د شرم او پردې بله طریقه وي نه ، هرڅه چې وي دوئ په مقابل طرف باندې دا خبره وتپي او بدنام یې کړي او د خپل ملت نه یې لري کړي . الله د نه کړي چې زموږ د ملت او زموږ تر منځ به بېلتون راځي بلکي د ملت د هرې قربانۍ ، د هر رنګه مشکلاتو او د هر تکلیف موږ ډېر شکر ګزاره یو ، داسې نه چې د دوئ تکلیفونه او قربانئ موږ هیرې کړې دي ، یا موږ بغیر د دوئ د همکارۍ نه دا اوسنی جهاد چې کوم په مخه روان کړی دی دا موږ په خپلو مټو په خپل زور یا نورو امکاناتو روان کړی دی . نه دا د ملت په همکارۍ ، ستاسې په همکارۍ باندې موږ شروع کړی دی لله الحمد . د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله ، د شهید امیرالمؤمنین رحمه الله او د موجوده شیخ صاحب حفظه الله له طرفه په پیغامونو کې ستاسې سره د خواخوږۍ ، همکارۍ او د خپلو مجاهدینو د متوجه کولو توصیې تاسې ته په ښکاره معلومې دي بلکي ستاسې د هر رقم اذیت او تکلیف نه د بچ کولو لپاره په اوسنيو سختو شرایطو کې ( چې زموږ د ارام ځای نه وي ، زموږ د مجلسو ځای نه وي ) موږ ستاسې لپاره مستقل کمېسونونه تشکیل کړي دي ( ستاسې د ږغ په اورېدلو کې ) چې د مجاهدینو له طرفه ملکي تلفات رامنځته نه شي د ملکي تلفاتو د کمېسون په نوم تشکیلونه موجود دي ، کمېسونونه موجود دي ، د تعلیم ـ تربیې په نوم کمېسونونه موجود دي . د دې لپاره چې د ملت هغه خواخوږي ـ هغه مشکلات چې موږ یې ګورو چې نن موږ په داسې یو ناورین ـ په داسې یو مشکلو حالاتو کې د کفارو یا د غربي یرغلګرو سره په مقابل کې لوېدلي یو ، خدای مه کړه زموږ نه د ملت حقوق ضایع نه شي . په دې کې لکه څرنګه چې د ملت حق دی د ملت هر مشکل لپاره مستقلې شعبې د مرحوم امیرالمؤمنین صاحب په ژوند کې تشکيل شوې وې ، ټول کمېسونونه په دې نظام کې موجود دي . راځم دې خبرو ته چې د افغانستان په اسلامي تاریخ کې موږ په داسې حالاتو کې چې د امریکې په مشرۍ پر افغانستان چې کوم یرغل راغلی دی ، اسلامي نظام یې له منځه وړی دی او په مقابل کې یې یو لاسپوڅۍ نظام او د دوئ موجودګي دلته موجوده ده په دې باندې سترګې نه شو پټولی چې د افغانستان په خاوره باندې یهودو او نصاراوو خاص امریکایانو او ورسره ملګرو یې یرغل کړی دی ، د افغانستان خاوره یې لاندې کړې ده ، دا پنځلس ـ شپاړس کاله دا سپېڅلی جهاد روان دی ، په مقابل کې یې په سلهاوو ـ زرهاوو شهیدان وشول ، بندیان وشول ، کونډې یتیمات رامنځته شول ، داسې یو ناورین جوړ شو چې تاسې ګورئ چې دوئ د خپلو ګټو په خاطر باندې اعلاناً دا چیغې وهي چې زموږ دا جنګ د امریکې او ورسره ملګرو یې د امنیت او دفاع په خاطر رامنځته شوی دی ، دا جګړه چې موږ په زرهاوو میله لري خپل عسکر قربانوو ، خپل خلک قربان کوو دا د خپلې منطقې د خاورو د دفاع او امن په خاطر باندې . دغه نارې او چغې درته وهي . بل طرف ته ستاسې په خپل لوی لاس باندې د قومو تر منځ نژادي جنګونه ، تفریقې حتی د افغانستان تجزیه یې منځته راوستله . د افغانستان په لاسپوڅي جمهوري نظام کې هغه حقوق چې دوئ د ځانه جوړ کړي ، وضعي حقوق یې چې جوړ کړي دي ، بشري حقوق او د بشري خواخوږۍ چیغې یې تر اسمانه پورې رسیږي ټوله دنیا یې پر سر اخیستې ده ، چیرته هم دوئ په یوه نظام کې دوه ـ درې نظامونه نه دي جوړ کړې خو په افغانستان کې یې د خلکو تقسیم وکړو ، د پښتنو ، تاجکو ، ازبکو او هزاروو په منځ کې یې تفرقې واچولې ، داسې نه چې په پټه باندې بلکي په ښکاره باندې روان دي چې څومره اقلیتونه دي څومره قومونه دي ، یو د بل مقابل طرف راپورته کول ، خانه جنګي منځته راوستل ، بدبینئ منځته راوستل ، فحشا او بې دیني حتی داسې حد ته ورسېدل چې د افغانستان کلتور ـ فرهنګ ، ادب مروج لباس او مروجه عقیده ! نن په دې باندې چاته یو پېغور نه دریږي یو شرم نه ورته دریږي چې موږ ته یې پر لوړ رتبه مسؤلیتونو باندې داسې خلک کښېنولې دي چې د دوئ لباس ته وګورې ، د دوئ کلتور او ادب ته وګورې ، سړي ته د خدای نه حیا دريږي او په داسې حد کې بیا تاسې را جګېږئ هغه سپېڅلي مجاهدین ـ هغه پاک مجاهدین چې قسم بالله چې د یوې ګولې خرچه او پیسې دوئ نه شي برابرولی او نه دوئ چا راجلب کړي وي او نه چا استخدام کړي وي ، هغه خپل مسؤلیت او د خپلې اسلامي عقیدې او د خپلې اسلامي خاوري په استقلال او ازادۍ کې دوئ راوزي . چې یو زوی یې شهید شي بل زوی سنګر ته لېږي چې بل شهید شي بل لېږي ، دا چې د ملت خواخوږي نه وای د ملت اخلاص نه وای . او دا خبره ډېره بعیده خبره ده چې دلته به د بل چا په فرمایشو او د بل چا په پروګرامو د افغانستان سپېڅلی جهاد مخته تللی وای . دنیا خو تاسې ولیدله چې ټول په یو صف کې د اسلامي امارت یا د اسلامي ملت په مقابل کې ودرېدله او نن هم داسې حالات روان دي چې تاسې دا شئ په سترګو باندې ګورئ چې دنیا د هغه شئ لپاره متفقه ده چې د اسلام نوم او اصلي افغانیت په هر قیمت چې وي له منځه یوسي . او په دې کې بیا ورسره د عقیدې په تخریب باندې ، په قومي تقسیم باندې او حتی په سمتي تقسیم باندې دا کار شروع دی په ښکاره او په ډګر شروع دی . او د دغو مجاهدینو چې نن د دې کفارو په مقابل کې د خپل اسلامي نظام د حاکم کولو لپاره ، د اعلاءکلمة الله لپاره راپورته شوي دي او دا جهاد یې شروع کړی دی ، دا د چا په لمسون او د چا په فرمایش باندې نه دی . لله الحمد همدغه جهاد به تر آخري سلګۍ پورې د خدای ( ج ) په نصرت باندې ان شا‌ءالله لکه څرنګه چې نن تاسې د روسانو نه د وطن د ازادۍ جشنونه لمانځئ او لکه څنګه چې د انګرېزانو نه د افغانستان د ازادۍ جشنونه لمانځئ ، بیا به داسې وخت راځي ان شاءالله الرحمن چې د امریکایانو نه او څومره نظامونه چې په دې کې شريک دي تاسې به دغه ورځ لمانځئ په افغانستان کې . بیا به په دې ځای کې هر څوک ځان د دې حق بولي چې د افغانستان په ازادۍ کې تر هر چا ما ډېره برخه اخیستې ده . ډېرو قدرمنو ! د الله جل جلاله نه د افغانستان د اسلامي امارت ، ور سره څومره قومونه او د افغانستان ملت چې په دې کوم سپېڅلي جهاد کې چې د یو ظالمانه یرغل په مقابل کې یې شروع کړی دی د خدای جل جلاله نه لوړ عزت ، فتحه او کامیابي ورته غواړم . الله جل جلاله د ورسره خپل نصرت شامل حال وګرځوي . الله جل جلاله د زموږ دا مظلوم ملت نه ځوروي . خدای تعالی د پر افغانستان باندې او پر ټوله نړۍ باندې ژر تر ژره اسلامي نظام قایم او دایم ولري . وَ آخِرُ دَعْوَانَا اَلْحَمْدُلِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِیْنَ .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې