Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
استاد گل پاچا الفت
پوهاند وفى الله سميعى
استاد گل پاچا الفت (۱۲۸۸-۱۳۵۶ لمريز لېږديز د ليندۍ ۲۸) د شعر او ادب په اسمان کې يو ځلاند ستوری دی. د هغه په ژوندانه کې، د هغه ډيرې ديني، ادبي، اجتماعي، انتقادي، علمي او څېړنيزې مقالې او کتابونه چاپ شوي دي. د هغه تر مړينې وروسته د هغه يو شمير ناچاپ اثار هم چاپ شوو او ځينې چاپ شوي کتابونه يی بيا او بيا چاپ شول. مرحوم استاد گل پاچا الفت د ميرسيد پاچا زوي د سيدفقير پاچا لمسی په خټه سيد پښتون او په ١٢٨۸ ل ل کال د لغمان د عزيز خان په کڅ کې زيږيدلی دی. زده کړې علمي تحصيلات يې په غيررسمي مدرسو کې کړي او د خپل وخت متداول علوم لکه صرف، نحو، منطق، فقه، تفسير، حديث، معاني او بيانيې يې د ننگرهار او کابل له مشهورو استاځانو څخه لوستی دی. دندې په ١٣١٤ کال کې د انيس د ورځپاڼې په اداره کې د کاتب په حيث مقرر شو، په ١٣١٥ کال کې د هغه وخت د انجمن ادبي ( چې بيا پښتو ټولنه شوه) د تاليف او ترجمي په څانگه کې غړی شو چې (زيری) اخبار يې هم چلاوه. په ١٣١٨ کال کې د پښتو ټولنې د صحافت د مديريت مرستيال شو. په ١٣١٩ کال کې د پښتو ټولنې د لغاتو او قواعدو د څانگې مدير شو . په ١٣٢۰ کال کې د اصلاح د ورځپاڼې د پښتو مشاور شو او پر همدغه کال د پښتو ټولنې لوي مبصر او د کابل د مجلی چلوونکي وټاکل شو. په ١٣٢٥ کال کې د ننگرهار د اتحاد مشرقي د جريدې مدير شو. په ١٣٢٧ کال کې د ننگرهار د قبايلو مدير شو او په ١٣٢٨ کال کې د جلال اباد د خلکو له خوا د ملي شوری په ٧ مه دوره کې په وکالت وټاکل شو چې بيا په ملي شوری کې دوهم معين هم شو. په ١٣٣١ کال کې د لغمان د قرغيو د خلکو لخوا د ملي شوری د ٨ مې دورې استازی وټاکل شو . په ١٣٣٥ کال کې په لومړي رتبه د پښتو ټولنې مشر وټاکل شو او پر دې سر بيره د ادبياتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې استاد هم و. د پښتو د ادب د اسمان ستوری پدې انځور کې گل پاچا الفت ۲۰ کس دی ښاغلي (( محصل)) د اباسين د مجلې ليکوال د ارواښاد الفت پر ادبي ژوند داسي ليکلي دي : الفت د پښتو ادب يو ځلاند ستوری دی، که د پښتو ادب نن ورځ يو غوره ليکوال او شاعر لري نو هغه به الفت وي. الفت صاحب د پښتو ژبې په ليکوالو او اديبانو کې ډير لوړ مقام لري او د استاذی منزلت ته رسيدلي وو. په نثر او نظم کې يې استادانه قلم درلود او په دري کې يې هم ښه نثر ليکه او د نظم استعداد هم ورسره وو. په عربي کې يې هم کله کله مقالې ليکلې دي. ارواښاد استاد الفت د پښتو ادب ځلاند ستوری دی. دده شعر ډير سليس ، روان ، خوږ او په عين حال کې له نوښته ډک دي. ډير نازک او نوي خيالات په زړو ساده الفاظو کې ځايوي او ډيرو زړو او له نظره لويدلو مضامينو ته نوي خوند او رنگ ورکوي. په نظم او نثر کې د پوره استدلال خاوند دی. په تيره بيا د ده اشعاراو د نثر خوږې ټوټې له هره حيثه زړه وړونکي دي. په تيره بيا چې په دې ټوټو کې ټولنيز دردونه په ښو اغيزناکو الفاظو بيانوي. په دې ترتيب د ښاغلي الفت په نثر او نظم کې نوښت، استدلال او انتقادی روح په خورا ساده عباراتو کې ځليږي چې دا د ښاغلي الفت د استاذي نښه بلل کيږی. مرحوم الفت په ټولنيز ژوند کې يو مخي خوش خلقي، متين او په عين حال کې د ورين تندي خاوندؤ، مجلس يې ډير خوږ او خبرې يې د مزاحيه روح لرونکي وي چې ځيني ټوکې يې د خلکو په خولو کې جاري دي او ځينې خپرې شوې هم دي. ځانگړي وړتوبونه استاد گل پاچا الفت استاد الفت د خپلې ذهني او فکري پوهې له مخکې د کائيناتو په رمزونو او رازونو پوه و او د انسان د پيدايښت او د هغه د ژوند په باب يې خورا مينه لرله. ارواښاد استاد الفت د ژوند پر کيفيت او جوهر ټينگار کاوه. دی داسي وايي که څوک غواړي چې د خلقت او فکرت په رمزونو او اسرارو پوه شي او په يوه شنه پاڼه کې د معرفت دفتر وگوري، خپل عقل، شعور او احساس دې پر کار واجوي او د زړه سترگې دې وغړوي. په يوه لاره ډير خلک تيريږي ، خو يو نيم پکې چيرته يوه ښکلې مرغلره پيداکړي چې د چا له اميله پريوتي او په خاورو کې پرته ده. ارواښاد استاد الفت بل ځای داسي وايي د انسان په وجود کې دوه شيان ډير غزيز معلوميږي چې يوه ته زړه او بل ته دماغ وايي. له دماغ نه علم او فلسفه پيدا شوه، زړه نه شعر او ادب، ارواښاد الفت ډير کتابونه ليکلي دي. کله د کابل او د مشرقي اتحاد مدير و، کله په شورا کې وو او کله د کابل دپښتو ټولنې مشر. خو مونږ د الفت شخصيت په نورو صفاتو پيژنو، دی يو ډير دقيق او ستر صنعت کار دی، د الفت هنر په پښتو نثر او نظم کې ښکاري او ځانته يو ځانگړي طرز لري. د الفت نثر هم شعر دی او نظم يې هم شعر دي. کوم وخت يې چې پر نثر څه ليکلي، نو د فطرت ډير نازک او واړه دقايق ويني؟ او څرگندوي يې د انسان د ټولنيز ژوند ډيرې ښيگڼې په داسي ژبه بيانوي چې لوستونکي دده استدلال په ښه ډول قانع کوي. د الفت په نثر او نظم کې کوم فلسفې يا تاريخي استدلال نشته خو د فطرت له هره گوټه داسي دلايل او براهين راباسي چې تر هر رنگ منطقې استدلال ښه او ټينگ وي. د ده هند هم دا دی چې ځانته د استدلال ځانگړي لاره لري او د ژوند عادي پيښې هره يوه دده دپاره د شعر يوه غوره موضوع وي. کله کله د الفت نثر تر نظم خوږوي، خلک وايي چې نظم پييل دی او يو ناظم مرغلرې پييلي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې