Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
له دندو په گوښه کيدا دنظام اصلاح غوره ده
دمبصر په قلم
دتېرې اوونۍ دوه مرگوني پېښې چاودنې او پر مظاهره کوونکى ډزېي داسې پېښې وي نه يواځې دا چې دکابل ښاريان يې دغم پر ټغر کيښنول بلکه ټول هېوادوال ويريژن کړل ددې پېښې په غبرگون سره سترې محکمې دوه نظاميانو افسرانو دکابل ګارنيوزيون او امنيه قوماندن له دندو گوښه کيدا او ځنډولو پريکړه وکړه څو کابل ښاريانو ته وښايي چې دوي په خپلو دندو کې غفلت کړيدى زمونږ په فکر دا دوه کسانو د دندو ځنډول به دکابل ښاريان قناعت حاصل نه کړى که دايې ځواب وي بيا خو دکابل دښار په شمول په ټولو ولاياتو کې مرگوني پېښې شويدي او کيږي پکار ده چې ستره محکمه په ټولو ولاياتو کې امنيه قوماندانان او امنيتى مسئولين له دندو گوښه کړي . دڅه وخت لپاره ددې دوه تنو په دندو ځنډولو قناعت وکړو او بيا په کابل يا کوم ولايت کې ورته مرگونى پېښه يا پر مظآهره کوونکو ډزي وشي بيا به ستره محکمه دولس په وړاندې څه ځواب وايې بيا به کوم عکس العمل ښکاره کوي چې ترڅه وخته پورې به کابل ښاريان او ولس چوپ وساتي . که د دندو په گوښه کيدا او ځنډيدا اصلاحات راتلاى نو دمخه حامد کرزى هم څو کسان له دندو گوښه کړي و حقيقت دادى چې نظام بايد اصلاح شي دنظام اصلاح موجوده حکومت سره ترڅۀ وخته دپايښت مرسته کولاى شي نه له دندو گوښه کيدا او ځنډول کله چې نظام اصلاح شو بيا به په هېواد کې ټولې ستونزې حل او سولې ته به زمينه برابره کړل شي که اشرف غني غواړي دولس رايو ته مثبت ځواب ووايي نظام دى اصلاح کړي . دپوليسو په ليکو کې بې باوري دحکومت په چارواکو کې خپل منځي اختلافات ، دولاياتو دپوليسو خپلسري ، دبهرنيو چارو سلب اعتماد دوزير په حکومت نيوکې دبهرنيو لخوا دواليانو ټاکل دا ټول هغه عوامل دي چې دنظام اصلي مسير يې بدل کړي نظام په هغه لوري روان وي چې دولس ستونزې ديوې نه بلې ورځې ته زياتوي که نظام اصلاح شو ټولې بادي نا سازي به سازى شي که نظام اصلاح شو ټول نا اهله او بې کفايته چارواکى به خپلو کورنو ته روان شي . که په نظام اصلا ح راشي بيا به دولس اعتماد هم پر حکومت وشي خو البته دا حکومت او دا چارواکي به پاتى نه شي ځکه دنظام اصلاح ددې بې کفايته چارواکو به له منځه وړلو او پر ځاى دولس په رايه اشخاصو رامنځ ته کولو سره کيدا شي . چې ټول نظام اصلاح نه شي دڅو تنو د دندو په ځنډولو اصلاح نه شي راتلاى .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې