Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
ایران، اسرائیل او منځنی ختیځ
ابو یاسر افغان
دا ځل نو داسې ښکاري چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو د دفاع په موخه د عربي هېوادونو ترمنځ د نفاق کوم تخم شیندلی و، هغه را زرغون شو، د قطر سره د سعودي، عرب اماراتو او مصر اختلافونه یې ښه بېلګه ده. په داسې حال کې چې سعودي عرب د یمن د جګړې له امله په سختو اقتصادي ستونزو کې راښکېل دی، له بله طرفه د سعودي عرب ولس هم نور د سعودي د شاهي نظام له ناسمو سیاستونو او پالیسو بیخي تر پوزې رسیدلی، په عراق کې د امریکایې پیل شوې جګړې مالي مصارف هم تر ډېره د سعودي په غاړه دي دا ټول بیا هغه څه دي چې د سعودي له شاهانو یې هم وار پار خطا کړی دی او لکه د اوبو وړي ځګ ته هم لاس اچوي. سعودي عرب ته د امریکایي ولسمشر سفر او په سعودي کې د ټرمپ د لور (ایوانکا) په هکله د سعودي د شهزادګانو چلند او د رسنیو لخوا دغې چارې ته هوا ورکول، په سعودي کې د یوه تجار له خوا د ایوانکا په نوم د یوه مسجد د جوړولو اعلان، د سعودي د شاه سلمان لخوا ولسمشر ټرمپ ته د تر ټولو قیمتي ډالۍ ورکول، په مکه مکرمه کې د یوه سعودي شیخ سعد بن غنیم لخوا په خپل ټویټ د ټرمپ په هکله دا لیکل چې: هغه د سعودي لپاره د خدای جل جلاله رحمت دی، د ایران لخوا سعودي ته پیغورونه، د اسرائیلو د پارلمان د عربي ژبي ویاند له خولې دا خبرې چې عربو ته یې په رمضان میاشت کې د الله جل جلاله څخه د ډار توصیه کړی، د اسرائیلي چارواکو له خولو دا خبرې چې نور نو عرب هېوادونه د اسرائیلو سره ستونزه نلري او د اسرائیل سره یوځای د ترهګرۍ(چې موخه یې جهاد او اسلامپالنه ده) پرضد متحد دي، د قطر لخوا د حماس د فلسطیني ډلې د څو مشرانو د اخراج اقدام، د سعودي په مشرۍ د عرب اتحاد لخوا د نړۍ د اسلامي علماؤ د اتحاد د مشر علامه یوسف القرضاوي په هکله د تروریست اصطلاح کارول، قطر ته د ایران لخوا د سعودي د اقتصادي او سیاسي بندیزونو په بدل کې د دریو بندرونو څخه د یوه د انتخاب او استعمال اجازت، پر ایران د امریکا او اروپایي ټولنې د بندیزونو لرې کېدل، ایران سره د روسیې بې دریغه پوځي مرستې او… بلاخره دې نتیجې او پایلې ته رسیږو چې د عربي نړۍ اوس سم زوال شروع شو، دوی د خپلو اصلي دښمنانو (امریکا، ایران او اسرائیلو) په داسې دام کې ونښتل چې له ډېره وخته ورته یهودو ایښی و، همدا اوس که تاسو د سعودي له داخله خبر شئ درته معلومه به شي چې د سختو او دوامدارو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د یمن جګړې ترې هر څه ګډ وډ کړل، خو د دې پرځای چې سعودي د یمن، سوریې او عراق له جګړې په یوه معقوله لاره ځان خلاص کړي، برعکس یې د قطر سره دښمنۍ ته مټې را بډ وهلې او په دې چاره کې د مصر د کودتاچي او ظالم پوځي مشر (عبداالفتاح السیسي) لاس وهنې هم ډېرې خطرناکې دي، ځکه چې هغه هم د اسرائیلو مخلص ملګری دی او په هر حالت کې د یهودو د ګټو لپاره کار کوي. حالت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی، د اسلامي هېوادونو په تیره بیا د عربي مشرانو د ناسمو سیاستونو له کبله د مسلمه امت په ستونزو کې ورځ په ورځ زیاتوالی راځي، داسې ښکاري چې نور نو د یوه ستر او نړیوال انقلاب د پېل شیبې را رسیدلي، داسې یو انقلاب چې نړۍ به د دریمې عمومي جګړې منځ ته ورټېل وهي، یهود همدغه حالت غواړي، په موجوده دور کې د عربي نړۍ شارګ(مهمې اقتصادي لارې، اقتصادي شرکتونه، بانکي حسابونه، اوبه او هوایې شرکتونه) د یهودي کمپنیو په لاسونو کې دي، که بالفرض کومه ناببره جګړه پیل کیږي، ډیر زیان به یې عربو ته رسیږي، دا چې په اوسني وخت کې ملګري ملتونه هم په هغه پخواني موقف کې نه دي، چې د هېوادونو ترمنځ د جګړو مخه ونیسي، نو معلومه خبره ده که جګړه د عربو په خپل منځ کې یا د عربو او ایران ترمنځ پیل شي، پایلې به یې نړۍ ته هېښوونکي وي، شاید همدغه جګړه په نړیواله هغې بدله شي، کومې ته چې له ډېره وخته یهودیان په انتظار دي او د عربي هېوادونواوسني مشران د خپلو سلطنتونو د زوال له ویرې د داسې یوې جګړې له پېل څخه زیاته ویره محسوسوي. دا چې څه به پیښیږي، راتلونکی وخت به یې په ډاګه کړي. د نړیوال کفر د بشپړ زوال په هیله
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې