Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
موږه ولې نا ارام یوو، موږه څنګه ارامیږو!؟؟
محمد عمر حماد
بدن مو چې ناروغ شي نو په ډیره بیړه ځان تر روغتون رسوو او د ماهر طبیب په لټه کې یو چې معاینات مو وکړي او د صحت لپاره درمل راکړي، خو د روح د ناروغۍ پر مهال د هیڅ کوم طبیب په لټه کې نه شوو نه یې د درد غم راسره شته نه د درمان غم، ځکه خو داسې ورز تر بلې د ذلت او بربادۍ پر خوا ور رهي یوو او تیندکونه وهو. که په روحاني ډول روغ وای او د الهي وحې درمل مو د نا ارام روح خوراک وای نو د حق او باطل تفکیک به مو کولای شوای، د ژوند د لارې تورې تیارې به مو د حق په مشالونو سره ویشتې، د یار او د اغیار تندي به مو له ورایه پیژندل، د شهدو په نوم د زهرو سوداګر به را معلوم وو، د اسلامي امت دښمنانو ته به په ټول اتحاد او اتفاق سره د حق په محکمو سنګرونو کې ددې په پار ناست وو چې هجوم او یرغل را باندې ونه کا، او د نړیوال اسلامي قیادت روښانه شمعه به نه راڅخه وژل کیده. د اسلامي نړۍ د موجوده ټولو ناخوالو او بدبختیو اصلي لامل دادی چې په روحاني ډول اسلامي امت وژل شوی او قتل شوی ده، له الهي وحې(قرآن و سنت) یې مخ اړولی دی او د غرب په رنګ کې یې ځانونه رنګ کړي دي. عمر فاروق رضي الله عنه به فرمایل: موږ خوار او ذلیل خلک وو الله تعالی په اسلام سره عزتمند کړو، څوک چې له اسلام څخه سیوا په بل څه کې خپل عزت ولټوي الله تعالی به یې ذلیل کړي. نن موږ د غرب په خودساخته نظامونو کې خپل عزت، سکون او ارام لټوو ځکه خو الله تعالی ذلیل کړي یوو او سکون و ارام یې راڅخه اخستی دی. اوس هم وخت لرو چې متوجه شو او په روحاني ډول د ځانونو علاج وکړو، الهي وحې د نا ارام روح د ارام لپاره درمل وکاروو او د حیات(ژوند) له همدې رڼې چینې څخه د حیات اوبه وڅښوو، نو هله به له سکون او ارام سره غاړه غړۍ شوو. د علامه محمد اقبال لاهوري رحمه الله په کلام درڅخه رخصت اخم: شبی ‌‌‌ پیش خدا بگریستم زار مسلمانان چرا زارند و خوارند ندا آمد ، نمیدانی که این قوم دلی دارند و محبوبی ندارند درنښت!
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې