Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د دجال چالونه
ابو یاسر افغان
نبوي حدیث شریف دی چې مطلب یې په دې ډول دی: کله د دجال ظهور نږدې شي، نو په ممبرونو به د دجال تذکره یا د دجال په هکله بیانونه هم کم او د نشت برابر شي، هغه دی ټول د دې حالت شاهدان یو. دا نن ورځ که وګورو دجالي قوتونو په ډېر مهارت د نړۍ واګي په لاس کې نیولي، په درسته نړۍ یواځې دجالي راج چلیږي او بس. معترض اعتراض کوي وایي: یو خوتاسو دا دجال دجال کوئ، موږ مو له ژونده وویستلو، ویره او ترهه مو خپره کړی، خو دجال نشته دا څه کیسه ده؟ معترض ته به داسې ځواب ورکړو چې: همدا ستا سسته عقیده، د دنیا له ژونده بې رغبتي نه قبلول، د اسلامي علومو او مفاهیمو سره نابلدتیا یو له هغو دجالي طلسمونو څخه ده چې دجال به پرې خلک تېر باسي. همدا اوس وګورئ غربي رسنۍ په خاص ډول تصویري هغه، د مشرق خلکو ته غرب د جنت سره تشبیه کوي، وګورئ زموږ ځوان نسل د دې پر ځای چې د اسلام د خدمت کولو شوق وکړي، یا د یو اسلامي داعي، اسلامي عالم او مجاهد في سبیل الله د جوړېدو ارمان وکړي، برعکس غرب ته د تلو، د غرب د تابعیت د اخیستو او په غرب کې د ژوندکولو ارمان کوي، تاسو یې دجالي طلسم او جادو نه ګڼئ؟ همدا چې مسلمانان ځوانان ډېر کله پرته له کوم جدي ضرورت څخه، د غرب په مینه او خیال پلاو غرب ته د تلو په لاره کې خپل قیمتي ژوند له لاسه ورکوي، اې کاش چې دوی خبر وای چې د غربیانو ژوند له ځناورو هم په ټیټه کچه دی،هلته چې مور او خور نشته، هلته چې پلار او زوی معلوم نه دي، هلته چې نیا او نیکه، خپلوان او صمیمي دوستان نشته، ټول ژوند ماشیني دی،انسان لکه د ماشین پرزه شپه ورځ په کار بوخت دی او د پښتنو خبره بیا یې هم شل نه کړه، سکون یې و نه موند، د ژوند په خوند پوه نه شول، همیشه سرګردانه او لا لهانده وي، ټول عمر یې د پیسو په ګټلو تېر کړ خو د ژوند نیم ارمانونه یې هم ترسره نه شول، نو ته وا هلته به د ژوند خوند وي؟ هیڅکله هم نه، د مادياتو او شیطاني هوسونو ښکار ګرځېدلی ځوان اسلامي نسل د دجال د جادویي اثر قرباني شوی همدغې ته وایي فتنة الدجال. راځې په خپل شاوخوا کې وګورو چې نړۍ پر کومه خوا روانه ده؟ انسانیت کوم حد ته رسیدلی؟ د انسان او حیوان تر منځ توپیر؟ د انساني ژوند هدف او د اسلامي نړۍ حالت پر کومه خوا روان دی؟؟ مختصرو ټکو کې یې خلاصه کوو چې نړۍ د بشپړې تباهۍ پر کنده ولاړه ده، اسلامي امت د یهودو تر بشپړ تسلط لاندې دی، آن تر دې چې د نړۍ د اوبو، تیلو، سروزرو، بانکونو او طبیعي حاصلاتو واک هم د دجال د مشاورینو( فریمیسن) یهوديانو په لاسو کې دی، یهودي کمپنۍ وسلې جوړوي په اسلامي هېوادونو یې استعمالوي، د نړۍ ټوله مشینري یې په خپل واک کې اخیستې، د نړۍ د تودوخې درجه کال په کال په قصدي ډول پورته بیول کېږي، د جنوبي قطب د یخ دیو هیکل کنګلونه ویلي شول، د دنیا نظام مخ په ګډوډۍ دی، د یوه یهودي ژوند د نړۍ د ټولو غیر یهودي وګړو له ژوند نه ګران دی، ټوله نړۍ په شمول د امریکا او ټولې اسلامي نړۍ د یوه اسرائیل په پښو کې لوبیږي، د اسلامي امت وضعیت بیخي خواشینوونکی او ګډوډ دی، په امت کې د سر سړی نه پرېښودل کیږي د تمامې نړۍ د نقدي او کریډیټ حساب کوډونه د یهودو په لاس کې دي، ټیکنالوژي د یهودو سره ده، زما مسلمان ځوان او پیغله قرار د کوټې په کونج کې ناست یا په ګیم، یا د مزخرفو سریالونو، بیهوده او مصروفوونکو لوبو په کتلو او یا په نورو لهو لعبو اخته او د یهودو واړه واړه بچي د ټیکنالوژۍ سره لوبی کوي، له ځوانۍ مخکې د هر ډول وسلې د کارولو مهارت زده کوي، در ګرده لګیا دي اټومي او هایډروجني بمونه جوړوي، خو زموږ ځوان نسل ته یې د خیالي سولې او خیالي پرمختګ سندرې په غوږونو کې غږولي دي، زموږ ځوان نسل آن له دې هم نه دی خبر چې مشران یې ورته د چا لخوا او په کوم معیار ټاکل کیږي؟ پدې نه دی خبر چې غرب یې بیخ کنۍ او که مرستې ته وسله وال پوځونه رالیږلي، یهودي نړۍ په خورا مهارت د اسلامي امت د تنکي او ځوان نسل له دماغو د اسلامي فکر او اسلامي علومو اثرات زایل کړي، د مدرسو بدنامولو ته اوس یهود نه خپله مسلمان لمن وهي، د مسجد او عالم دښمنۍ ته یې مسلمان روزلی، د سولې، پرمختګ، بیا رغاونې او…په کاذبو شعارونو یې اسلامي ځوان نسل د دنیا له پرمختګونو پیړۍ شاته ساتلې او حالت دومره نازک دی چې که په اسلامي ټولنه کې دی د شرعي نظام د اعادې غږ پورته کړ لومړی مخالفت به دی د مسلمانانو لخوا کیږي!! آخ چې د دجال پر وړاندې دا محمدي امت څومره ویده او کمزوری شو، مخکې تر دې چې دجال ظهور وکړي، امت مسلمه یې د غلامۍ کړۍ په غاړه کې اچولی ده، هر ځای د مسلمانانو تر منځ جنګونه دي، بد بیني ده، واحد قیادت نلري، واحد مرکزیت یې له لاسه ورکړی، خپلې غني منابع یې یهودو ته سپارلي، په شته امکاناتو او قیمتي ذخایرو کې، بیا هم یهودو ته محتاج دي، پخوا به د مسلمان پیسې او شتمني د وسلو په اخیستلو، د جهادي روزنې په تر لاسه کولو، د خپل نسل د ښه روزلو، په ځان د تکیه کولو، د اسلام په خپرولو او… مصرفیده، خو اوس د یهودي هوټلونو په چکرونو، فلمونو په کتلو، د سنډویچ، پیتزا، کارټني غوښو او خوسا یهودي جوړو خوراکونو په خوړلو، د الکولي مشروباتو، بوتلي مجهول الکیفیت اوبو په څښلو، د فارمي هګیو، چرګانو په خوړلو، جوارۍ، قیمار، نشو او تماشو مصرفیږي، له یوې خوا د اسلامي امت مخ پر ځوړ حالت او له بلې خوا د یهودي نړۍ چالشونه، دسیسې، جادویي حرکتونه، فکري او نظامي یرغلونه او… دا ټول هغه څه دي چې دجال یې غواړي او مخکې تر دې چې دجال اکبر راشي دغه طرحې یې په کار اچولي دي. الله تعالی دی په اسلامي امت کې د ویښتابه، یو والي، پرمختګ او ځان پېژندنې احساس پیدا کړي. د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې