Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
د جمعیت اسلامي مشر صلاح الدین رباني
نظرمحمد مطمئن
صلاح الدین رباني د خبرې ناستې پر مهال وویل : له حکومت څخه مو غوښتې چې د امنیت شورا د مشر په ګډون د ټولو امنیتي ‏ادارو مشران لیري او په یادو ادارو کې اصلاحات راوړل شي.‏ هغه وویل چې سبا کابل پروسې غونډې کې د هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ده د ګډون او یا نه ګډون په اړه به د جمعیت ‏اسلامي رهبري شورا پریکړه کوي، که اجازه ورکول شوه، ګډون کوي، او که پریکړه وشوه چې ګډون په غونډه کې ونه کړي، ‏پریکړه به عملي کړي، او په کابل پروسه غونډه کې به سبا ګډون ونه کړي.‏ یادونه: پرون ورځ چې ارګ کې د سیاسي ډلو مشرانو سره د حکومت مشر غني او د نیم حکومت مشر عبدالله ناسته درلودله، د ‏یادې ناستې څخه جمعیت اسلامي پریکون کړی وو، او ګډون یې ونه کړ.‏ بل خوا ښکاري چې د حزب اسلامي مشر حکمتیار او ګوند به یې د ډاکټر غني له تګلارو او حکومت څخه ملاتړ وکړي. ‏ څو اونۍ مخکې د استاد سیاف په کور کې د حکمتیار صاحب د میلمستیا پر مهال د حراثت او ثبات شورا غړي یونس قانوني په ‏ښکاره ډول ګډونوالو ته ویلي وو چې په حکومت کې هڅه روانه ده چې پخواني مجاهدین له سیاسي صحنې څخه ګوښه او ځای ‏یې سیکولران او پخواني چپیان ونیسي، ده (قانوني) له استاد سیاف، حکمتیار او نورو سیاسي مشرانو د اتحاد او یووالي ‏غوښتنه وکړه، قانوني ویلي وو چې تر څو نورو لسیزو به ځینې هیوادونه د افغان چارواکو په وسیله پخواني مجاهدین په بشپړ ‏ډول له سیاسي صحنې وشړي، له همدې امله باید یادو طرحو ته متوجه او خپلې ټولې پخوانۍ تربګنۍ او دښمنې شاته او د نظام ‏د ساتلو او مجاهدینو د حیثیت خوندي کیدو لپاره یو بل سره په یوه اواز او اتحاد کار وکړو.‏ داچې د جمعیت اسلامي لخوا تصمیم نیول شوی وو چې د حکومت په وړاندي غبرګون وښيې، زیات سیاسي واکونه تر لاسه ‏کړي، له همدې کبله ده چې دوی غواړي د مئ ۳۱مه نیټه په زنبق څلور لاري کې برید له کبله اعظمي سیاسي استفاده وکړي.‏ اصلي ستونزه د جمعیت اسلامي داده چې دوی ویره لري چې د ښاغلي حکمتیار په راتګ به ددوی سیاسي او نظامي ځواک نور ‏هم کمزوری شي، او ویره لري چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ د جمعیت اسلامي له سیاسي صحنې لیري کول غواړي.‏ بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې څوک دي هڅه نه کوي چې د لاریون کوونکو له احساساتو څخه سیاسي ګټه پورته ‏کړي، سفارت له سیاستوالو غوښتې چې خپلې غوښتنې له اصولي لارو حکومت ته وړاندي کړي.‏
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې