Friday, 23 June, 2017
 
 
  • دافغان او پاکستاني سرحدي ځواکونومشرانو سره وليدل
  • د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت هبة الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور شو
  • په کوټه کې چاودنه شوى
  • افغانستان د کرېکټ نړيوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ
  • ډنمارک افغانستان ته دخپلوسرتيرو د ليږدپريکړه ځنډولې ده
  • د پاړه چينار په بازار کې ٢ چاودنې شوى
امريکا او ناټو د افغانستان دستونزې ستر لامل دى
دمبصر په قلم
په افغانستان کې دشپاړسو (١٦) کالو راپديخوا امريکا او ورسره اشرگړو هېوادونو چې دناټو په چوکاټ کې يې افغانستان ته يرغلگر پوځونه راليږلي دي پر افغان بې دفاع او مظلوم ولس يې جگړه تپلې ده هره ورځ دافغانانو له کوورنو په يوه او بل نامه جنازې پورته کيږي او له هره کوره دويرونو ساندې اوريدل کيږي ددې ټولو ناخوالو ، مرگ ژوبلو ، تباهيو مرگونو عملياتو مسئولين امريکا ورسره دناټو غړي هېوادونو او په افغانستان کې دولس دښمنه شمالي ټلواله ده چې اشغالگرو پوځونه ته يې دخپل واک او قدرت په خاطر بلنه ورکړه بهرني پوځونه يې د افغانستان په پاکه خاوره دا داخل کړل . په افغانستان کې خو چې دکله نه دامريکايي او نورو بۀرنيو پوځونو پليد قدمونه ايښودل شويدي ترڅو چې يو بهرني پوځي هم په افغانستان کې داشغال په نيت او اراده موجود وي امن او سوله نشي راتلاى خو دامريکا پخوانى جمهوررئيس اوباما چې تر ٢٠١٤ ميلادي کال پورې له افغانستان په تدريجي توگه دبهرنيو پوځ]و دايستلو مهالويش وټاکه نو سياسي مبصرينو په افغانستان کې دجگړې دپاى ته رسيدو نه بلکې دلږ څه سړښت هيله مندى وښودله . دافغانستان دمسئلې حل اوس هم دتير په څير دى يو څو دسولې په نامه غونډې وشوې خو دا چې امريکا دافغانستان دسولې پر ځاى دجگړې ددوام زمينه برابروي او بيا يې دنوى ستراتيژى په نامه افغانستان ته دنور پوځ دراليږلو اراده کړيده په افغانستان کې به جگړه نور هم توده شي همدا اوس دکندهار ولايت په ميانشين ، خاکريز او ارغستان کې دحکومتي پوځونو او طالب وسله والو ترمنځ سخته جگړه روان ده چې د دواړو خواو تر سلو زياتو دحکومت مخالفو وسله والو او امنيتي پوځونو ته مرگ ژوبله اوړيدلې او جگړه دوام لري . افغانستان يواځي په نظامي برخه کې دستونزو سره نه دى مخ بلکې په اقتصادي او سوداگريزه برخه يې په ډير بد حا لت کې راگير دى . دافغان ځوکونو معاشونه داروپايي ټولنې دمرستندويه هېوادونو څخه پوره کيږي يعنې په افغانستان کې دجگړې څرخ اروپايي ټولنه او امريکا څرخوي که يوه مياشت هم دافغانستان سره بهرنيو مرستندويه هېوادونو نظامي مرسته بنده کړه دنظامي ليکو څخه به په زرګونه پوځي ځوانان وتښتي همدا امريکا او د ناټو غړي هېوادونه دي چې په افغانستان کې يې جگړه دوامداره کړي دسولې په وړاندې خنډونه را ولاړوي او هره ورځ دافغان ولس لپاره يوه نوې ستونزه راپيدا کوي چې په افغانستان کې دجگړو . مرگ ژوبلو او ستونزو سره د راپيدکولو ستر لامل امريکا او دناټو غړي هېوادونه دي که دوي ستونزي را ولاړي نه کړي په افغانستان کې دجگړې پاى او سوله شونې ده .
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې