Thursday, 20 July, 2017
 
 
  • پاکستان : د حقاني شبکه په افغانستان کې ده
  • جان مکين دمعزو پر سرطان اخته دى
  • د ناراجسټر افغان کډوالو د راجسټرولو بهير نن پیلېږي
  • طالبانو په گرشک کې بريدونه پيل کړي دي
  • کویت د ایران د سفارت نظامي او کلتوري دفترونه وتړل
  • په ننگرهار کې ٢٤ داعش وسله وال وژل شوي
د افغانستان د اشغال په هکله د امریکا د ننه مخالفتونه
نوري
څو ورځې مخکې یو امریکايي قانون پوه بروس فین چې په نړیوال قانون کې تخصص لري، په واشنګټن ټایمز کې یوه مقاله لیکلې وه. دی وایي: افغان جګړه د ویتنام په څیر د بري چانس نلري او له شپاړلس کالونو وروسته هم د هیلو څرک نه لیدل کیږي. د دې علاوه، دی زیاتوي چې افغان حکومت فاسد، بې کفایته، قبیلوي، منفور او لاسپوڅی حکومت دی. دی وایي په افغانستان کې د کوکنارو کښت په پراخه توګه زیات شوی او په تیرو انتخاباتو کې پریمانه درغلي شوې وه. دغه امریکایي لیکوال باور لري چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل امریکا ته هیڅ خطر نه پیښوي. موږ له ویتنام څخه هم ووتلو خو له هغه وروسته، له ویتنام څخه په موږ برید ونشو. مونږ د فلپین د کلارک له هوایي بیس او د سوبیک له بحري بیس څخه خپلې قواوې وباسلې خو له هغه وروسته خطر نه دی راته پیښ شوی. دی وايي که ټرمپ د افغانستان جګړه ختمه کړي؛ نو دی به د سولې د واقعي جایزې مستحق شي. دا به د اوباما په شان نه وي، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د سولې جایزه تر لاسه کړه خو په حقیقت کې یې په سولې ملنډې ووهلې. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکا د بې معنی جګړې په هکله د نړۍ په سطح لیکوالانو مقالې لیکلې دي او وايي چې د افغانستان جګړه د عسکرو په زیاتیدو نه ګټل کیږي؛ ځکه دا ترخه او ناکامه تجربه شوې ده. د نړۍ په سطح هم د ولسونو مخالفت ورسره زیات شوی دی. د افغانستان د ننه هم د هرې ورځې په تیریدو سره د اشغال په وړاندې ولسي مقاومت زیاتیږي. که امریکا خپل یرغل ته هر رنګ ورکړي، افغانان پوهیږي چې د دوی هیواد اشغال شوی او پریکړې یې په واشنګټن کې کیږي. په افغانستان کې د تیرې یوې نیمې لسیزې جګړه او له یو تریلیون ډالرو څخه د زیات لګښت سره سره، چې امریکا یې ادعا کوي، په هیواد کې د جګړې لا پراخیدل ښيي چې د وسلو په زور څوک ولسونه نشي ایل کولی او نه د هغوی مشروع حقوق، چې هغه د هیواد خپلواکي او د خپلې خوښې او عقیدې نظام دی، له هغوی څخه په زور اخیستی شي. اوس خلک د امریکا په شعارونو نه تیروزي؛ ځکه دوی ویني چې په افغانستان کې عملأ د شتمن او نیستمن تر منځ واټن زیات شوی او هره ورځ د شپنیو بریدونو، ړندو بمباریو او په زندانونو کې د بشري حقوقو صریح سرغړونې کیږي. دې ټولو په افغانستان او نړۍ کې د امریکا هغه اعتبار او حیثیت له منځه وړی چې یو وخت یې درلود. که امریکا د افغانستان د مسئلې ابرومندانه حل غواړي، باید له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي او د یو فاسد، منفور او لاسپوڅي حکومت په تحمیلولو سره نور خپل نړیوال حیثیت او اعتبار زیانمن نه کړي. افغانان پریږدي چې د خپل راتلونکي په هکله پخپله تصمیم ونیسي او په خپلو اسلامي او ملي مشترکاتو راټول شي.
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې