Sunday, 25 June, 2017
 
 
  • د کوچني اختر په مناست د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې رخصت دى
  • بهرنيو ځواکونو د حزب اسلامي پخوانی قومندان وژلی دي
  • په کراچۍ کې ٤ پوليس وژل شوي دي
  • په چين کې د زلزلې له امله ځمکښويېدنه شوى ١٠٠ کسان ورک دى
  • په مکه معظمه کې د يو ترهگريز بريد مخه نيول شوى
  • طالبانو٢٠ بنديان خوشي کړل
سياسي سوله دستونزو حل لاره نه ده .
حقپرست
دتېرو ١٦ کالو راهيسې په هېواد کې دبۀرنيو اشغالگرو په موجوديت کې دسياسي سولې لپاره په لکونو او ميلونو ډالر مصرف کړل شول په يوه او بل نامه دسولې شوراگانې جوړې کړل شوي خو هيڅ ترې ترلاسه نه کړل شول بيا هم دهېوادپه داخلي کې يو شمير چارواکي او ځينې دسيمې هېوادونه هڅې کوي چې دسياسي سولې له ليارې په هېواد کې روانې ستونزوې حل کړي . تيره ورځ اشرف غني بلاخره ديوې ښځينه غونډې په وينا کې وويل چې سياسي سولې څه ښه پايله ونه لرله بايد دټولنيزې سولې لپاره هڅې وشي دټولنې سولې لپاره دڅو کارو راهيسې ليکوالو او قلموالو په خپلو ليکنو کې گڼو او دحقيقت له سترگو خلاصو چارواکو ته وليکل چې دافغانستان مسئله په سياسي سوله نه حل کيږي البته د سياسي سولې يو څه گټه به ټولنيزې سولې ته ورسيږي خو افغانستان هغه هېواد نه دى او نه يې وگړى هومره سياسي تجربي او علمي معلومات لري چې خپلې ستونزې په سياسي سوله حل کړي که څه هم دافغانستان مسئلې اوس نړيواله بڼه غوره کړيده چې نړيوال دافغانستان په مسئله کې را داخل شويدى خو ترڅو چې بين الافغاني او ټولنيزه سوله نه وي شوي دافغانستان مسئله ديوه گوند ، يوې ډلې او يوه ائتلاف سره په سياسي سوله نه حل کيږي دڅلورو لسيزو راپديخوا روانو جگړو دافغانستان مسئله د سياسي سولې دحل نه اړولي اوس دا مسئله ټولنيزى سولې ته اړتيا لري چې اشرف غني هم دټولنيزى سولې د کولو اعتراض وکړ . مونږ ته دتيرو تجربو څخه څرگنده شويده چې دافغانستان مسئله يو شميرو سيمې او په ځانگړى توگه اروپائى ټولنه دخپلو ګټو او اهدافو لپاره د جګړې په لوري راکاږي او نه غواړي په افغانستان کې دسولې هڅې کاميابې شي په موده وخت کې دجوزجان ، ننگرهار او هلمند په ولاياتو کې روانې جگړې دټول هېواد امن خراب کړي . سياسي سولې ته نه بلکې ټولنيزى سولې ته اړتيا ده
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې