Tuesday, 23 May, 2017
 
 
  • دغزني د نجونو په ښوونځي کې ‎ چاودنه شوې
  • دطالبانود قلعه زال ولسوال وژل شوى
  • ټرمپ اوغني په سعودي کې سره وکتل
  • دلوگريوديني عالم وژل شوى
  • طالبانو په زابل کې ٢٥ پوليس وژلي دي
  • دننگرهار په غني خيلو کې ٥ پوليس وژل شوي دي
د علمي، جهادي او سیاسي مبارزې تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه!
ابو ظهیر شمس
دروان ۲۰۱۷ زکال اپریل میاشتې په ۷ـ۸ـ ۹مه د ګاونډي هېواد پاکستان د ستر دیني او سیاسي ګوند (جمعیت علماء اسلام) لخوا د خپل تاسیس دسلکلېزې لمانځلو په ویاړ دملیونو خلکو په ګډون یوه لویه تاریخي اودرنه غوڼده رابللې وه په کومه کې چې دپاکستان، دلوی شمیر اکابرو علماوو او خلکو په دروند ګډون سربیره دنړۍ د ۵۲ هېوادو مندوبینو او استازو هم په لوی شمیر کې ګډون کړی وو د بهرنیو هېوادو څخه په ورغلیو ملیمنو او مندوبینو کې ترټولو زیات قدرمن او ستر میلمه د کعبې شریفې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم ال طالب و د چا په امامت کې چې داجتماع په میدان کې څو ملیونه مسلمانانو دجمعې لمونځ اداء کړ ، هم داراز دکعبې دامام سره یوځای دسعودي عربستان دحج اوقاف وزیر دوکتور شیخ صالح عثمان په مشرۍ لس کسیزه لوړرتبه وفد او د بحرین هېواد دپارلمان دویاند عادل عبد الرحمان په مشرۍ دبحرین رسمي وفد هم په دې نړیواله اجتماع کې ګډون وکړ. په دې علاوه دجمعیت علماء اسلام دتاسیس دسل کلېزې لمانځلو په غونډه کې دهندوستان څخه د دارلعلوم دیوبند د مهتمم مولانا مفتي ابولقاسم نعماني په مشرۍ دا رالعلوم دیوبند وفد او دجمعیت علماء هند د عمومي ناظم او د مولانا سید حسین احمد مدني دلمسي مولانا سید محمود اسعد مدني په مشرۍ دجمعیت علماء هند وفد هم ګډون درلود دپاکستان ټولو نومیالیو علماوو لکه دوفاق المدارس العربیه رئس او دتحفظ ختم نبوة مشر مولانا ډاکټر عبد الرزاق اسکندر، د اسلامي نړۍ منلی عالم مولانا مفتي محمد تقي عثماني، شیخ الحدیت مولانا حمد الله جان ( ډاګۍ) مولانا پیر عزیز الرحمان هزاروي ، مولانا پیر زوالفقار احمد نقشبندي داهلسنت دتظیم مشر مولانا احمد لودهیانوي ، دوفاق المدار س العربیه ناظم مولانا قاري حنیف جلندري ، شیخ الحدیث مولانا زاهد الراشدي ، مولانا فضل الرحمان خلیل او نور علماء اومشران شریک ول په ورته تو ګه دپاکستان دزیاترو دیني او سیاسي ګوندونو مشرانو او ستازو هم دجمعیت علماء اسلام دتاسیس سلکلېزې لمانځلو په نړیواله اجتماع کې په وار ، وار سره شرکت وکړ او پخپلو ویناوو کې یې پاکستان کې دجمعیت علماء اسلام په مؤثر دیني اوسیاسي کردار لرلو ددغه ګوند رهبرې ته نیکې پیرزوینې وړاندې کړې. د کعبې مبارکې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم ال طالب داجتماع په وروستۍ ورځ یو وار بیا دغونډې دپای په ساعتونو کې ګډون وکړ او غونډې ته د دهراړخېزې وینا او مفصلې دعاء کولو وروسته یووار بیا په ملیونو مسلمانانو د ماسپښین لمونځ د هغه په امامت کې اداء کړ اوپه دې سره دا ستره او تاریخي نړیواله اجتماع پای ته ورسیده په ټوله کې له مبالغې پرته دجمعیت علماء اسلام دسلکلېزې لمانځلو نړیواله اجتماع دسیمې او جنوبي اسیا په تاریخ کې یوه منفرده اوځانګړې اجتماع وه، چې د مسلمانانو، علماوو ، مدرسو او طالبانو د ښه نظم، ډسپلین او ښې سلیقه مندۍ ښکارندویه وه. راځو دیته چې جمعیت علماء اسلام لخوا ددې نړیوالې (سلکلېزې ) اجتماع دجوړولو هدف څه و ؟ په دې لړ کې ترټولو لوی مناسبت او لامل داګنل کېږي چې جمعیت علماء هند په۱۹۱۹ ز کال کې تاسیس شوی او د قمري کلیزې په حساب سره یې دجوړیدو سل کاله پوره شول، چون دپاکستان جمعیت علماء اسلام ځان دهند دجمعیت علماء تسلسل او په کستان کې دهغه ځای ناستی بولي ، په دې مناسبت یې درې ورځینۍ نړیواله اجتماع جوړه کړې وه څو دتیرو سلو کلو په موده کې دخپلو فعالیتونو دجاجونې ترڅنګ راتلونکی نسل دخپلې ماضې سره اشنا کړې او دخپلې ماضې په هنداره کې ورته د دیني مبارزې راتلونکی وښیي اوپه دې سربیره یې غوښتل څوڅرګنده کړې چې جمعیت علماء اسلام دپاکستان دننه پراخ نفوذ او رول لري چې ددغه هېواد ټول منلي دیني شخصیتونه ، اسلامي ادارې او حلقې ترې ملاتړ کوي او په سیاسي میدان کې دجمعیت علماء اسلام دموقف اودریځ نه ننګه او تائید کوي د هند د جمعیت علماء تاسیس: دا چې د هند جمعیت علماء کله، ولې او چا رامنځته کړی؟ ښکاره ده دهند د جمعیت علماء په نوم دعلماوو سیاسي او علمي ګوند داسلامي نړۍ د یو وتلي اومنلي علمي، روحاني، جهادي او سیاسي شخصیت مولانا محمود الحسن (چې نړۍ یې په شیخ الهند پيژني ) لخوا په ۱۹۱۹ ز کې دمالټې جیل څخه دازادیدو وروسته تاسیس کړی ، دقمري کلېزې په حساب سره د تاسیس له مهاله د دغه ګوند عمر سل کاله پوره شو. څنګه چې وړاندې مو اوویل په پاکستان کې دجمعیت علماء اسلام په نوم مشهور دعلماو و او روحانیونو سیاسي اودیني ګوندځان د هند دجمعیت علماء ځای ناستی بولي او هم حضرت شیخ الهند رحمه الله د خپل سیاسي فکر او فلسفې امام بولي او په هم هغو اصولو او لارښوونو دژمنتیا دعوه لري کوم چې مولانا شیخ الهند دخپل ستر فراست او بصیرت په رڼاکې دجمعیت علماء هند دتاسیس په مهال ټاکلي دي… د پيښور او نوښار ترمنځ په زاخیلو سیمه کې دنړیوالې غونډې په جوړولو سره جمعیت دخپلې سل کلنې ماضې د جاجونې سربیره خپل نوي نسل ته ددې ذهنیت ورکولو کوښښ هم وکړ چې په لویه کې دوی دکوم سیاسي فکر اومکتب لارویان دي ؟ او دسل کلو په اوږدو کې کومې، کومې لاسته راوړنې لري؟ او هغه نیمګړتیاوې او ستونزې څه دې چې تل د دوی د بشپړ بري په وړاندې مانع اوخنډ کېږي؟ نو دیته په پام ویلای شو چې دجمعیت لخوا دنړیوالې اجتماع رابلل پخپلو سل کلنو کړو وړو د اجماعي کتنې هڅې ته ورته کوښښ برېښده ، په کومه کې چې جمعیت تر ډېره ځایه کامیاب شو، ځکه دپاکستان ، هند او دسیمې په تاریخ کې ددېنه وړاندې په یوځای دومره لوی شمیر علماء، روحانین، فقهاء، محدثین، مفسرین، مفتیان ، قلموال، ددیني مدرسو او جامعاتو مهتممین، سیاستوال او طالبان دبل کوم بیرغ لاندې ندي راټول کوم چې دزاخیلو د نړیوالې اجتماع په مهال یوځای دیوبیرغ لاندې ناست ولیدل شول . هو! شیخ الهند څوک و؟ او هغه جمعیت علماء هند دڅه لپاره تاسیس کړ؟ پوهیږو اسلامي ګوندونه او یا حرکتونه هیڅکله دکومې حادثې یا پیښې دپیداوار په تو ګه ظهور نه کوي ، تل دبیدریغه قربانیو، سرښندنو اوفداکاریو وروسته منځته راځي او بیا د ډېرو کوښښو او هلوځلو وروسته د خپلو ټولنو او خلکو ترمنځ باور او مقبولیت ترلاسه کوي، له مبالغې، تعصب او رخې پرته جمعیت علماء هم داسې یو سلن کلن حرکت اوجریان دی چې د ډېرو نامساعدو شرایطو، تنګو ظروفو او کمو امکاناتو باوجود یې په هند ، پاکستان او نورو ګڼو هېوادو کې دحضرت شیخ الهند رحمه الله مشن اوسیاست ته ژوند بښلی او په ټول استقامت سره یې د خپلو هېوادو او ټولنو دننه دځایې شرایطو او ظروفو سره سم داسلامي ارزښتونو او اقدارو څخه ننګه او دفاع کړې او د سیکولر سیاستوالو په سترګو کې هر ځای خار ګرځیدلي … یو شی چې غواړم دلته ور ته اشاره وکړم هغه په هندوستان کې دبرتانوي استعمار او استبداد په ضد دجهاد، قربانیو اوفداکاریو دسلسلې ریښې دې ، کومې چې د حضرت شاه ولي الله رحمه الله او دهغه دکورنۍ د قربانیو او شهادتونو تر داستان پورې تړلې ، هم دا وجه وه کله چې په ټول هند وستان کې دانګریزانو دسلطې پر ضد ۱۸۵۷ ز کې دازادۍ پاڅونونه دانګریزانو لخو وځپل شول او په خاصه توګه ۱۸۵۷ ز کې دهندوستان دعلماوو لخوا دازادۍ هغه ستر جهادي تحریک چې حاجي امداد الله (مهاجرمکي) یې دامیر المؤمین ، مولانا محمد قاسم نانوتوي یې دسپاه سالار او مولانا مفتي رشید احمد ګنګوي یې دقاضي القضات په توګه رهبري کوله دهند په مختلفو ښارو او ایالاتو کې په وسله وال جهاد لاس پورې کړ چې په ترڅ کې یې ګڼ ښارونه او کلاوې دانګریزانو څخه ونیولې لیکن انګریزانو د یو معاصر پرمختللي ځواک په توګه دنویو وسلو په مټ له مسلمانانو څخه هغه بیرته ونیولې او هم یې دهندوستان نوابان، راجه ګان او شتمن دځان سره په یوځای کولو دعلماوو او دهغوی دملاتړو څخه ځای په ځای ښارونه تصفیه کړل ، وسله وال پاڅون کونکي یې وځپل ، په خاصه توګه د شاملي په میدان کې هغه لوی او تاریخي جنګ چې د امیر المؤمنین حاجي امداد الله مهاجر مکي په امارت او دمولانا محمد قاسم نانوتوي په قومنده کې دانګریزانو سره مخامخ وشو ، مسلمانانو پکې دروند شکست وخوړ او انکریزانو ته پکې بر ی په برخه شو دهمدې جنګ وروسته انګریرانو د دهلي ښار ونیو ، هلته دزرګونو مسلمانانو د وژلو ترڅنګ یې دحضرت شاه ولي الله مدرسه جامعه رحیمیه وتړله او حاجي امداد الله دهندوستان څخه مکې مکرمې ته هجرت وکړ مولانا محمد قاسم نانوتوي او مفتي رشید احمد ګنګويې پخپل نیابت هند کې پریښودل. د۱۸۵۷ز جنګ کې دهندوستانیانو دشکست وروسته هندوانو ځانونه انګریزانو ته نیږدې کړل او مسلمانان دسیاسي او اقتصادي زوال سربیره داخلاقي ، کلتوري او اجتماعي زوال سېلۍ پسې نور هم وځپل. یو لور ته انګریزانو دهلي کې دشاه ولي رحمه الله د رحیمیه مدرسې ترڅنګ سلګونه مدرسې وتړلې او بل پلو ددین څخه دمسلمانانو د ګرځولو لپاره یې عیسوي مبلغین په کار اوګومارل ، مولانا محمد قاسم او مولانا رشید احمد اونور علماؤ اندیښمن شول چې هسې نه هندوستان کې هم دهسپانیې تاریخ تکرار شي او هغسې دلته هم انګریزان داسلام ریښې ونه باسي؟ په دې موخه چې مسلمانان داسلامي حکمونو او داسلام داصلي روح نه خبر پاتې شي او په مسلمانانو کې دجهاد او شهادت جذبه تل ژوندۍ وې دهند دلویو ښارونو څخه لري دشاه ولي الله رحمه الله دتحریک او لارښونو په رڼا کې دمولانا محمد قاسم نانوتوي په مشرۍ علماوو ددیني مدرسو د جوړولو اړتیا محسوس کړه. او په دې لړ کې یې دکوم ځنډ پرته د دیوبند په بیرته پاته سیمه کې په ۱۲۸۳هق دمحرم الحرام په ۱۵مه نیټه ( ۱۸۶۶دمی په ۳۰مه ) دیوې مدرسې بنسټ کیښود کومه مدرسه چې وروسته په دارلعلوم دیوبند نړیوال شهرت ترلاسه کړ او په ټوله اسلامي نړۍ کې دالازهر پوهنتون په سویه یې علمي مقام ترلاسه کړ. ددې مدرسې لومړی طالب د محمود په نوم یو تن و، هغه تر ۱۲۸۶ هـ کې دمروج نصاب کتابونه و لوستل او په ۱۲۹۰ هـ ( ۱۸۷۳ز) ورته دمولانا محمد قاسم نانوتوي په لاس داسلامي علومو نه دفراغت پګړۍ په سر کېښودل شوه او هم هلته مدرس شو . داچې نوموړی محمود په ظاهري او باطني دواړو علومو کې د سترو صلاحیتونو څخه برخمن ځوان و په ۱۳۰۸ هـ کې د دیوبند دار العلوم دصدارت ( مشرۍ ) دنده هم ورکړای شوه هغه نه یواځي د دارالعلوم اداري او درسي چارې ښې منظمې رهبرې کړې بلکې د دارلعلوم دشیخ الحدیث په حیث یې دمولانا اشرف علي تهانوي، امام المحدثین مولانا سید انورشاه کشمیري، مولانا مفتي کفایت الله، مولانا عبید الله سندي، مولاناشبیر احمد عثماني مولانا محمد الیاس کاندهلوي( دتبلیغ جماعت مؤسس ) شیخ الاسلام مولانا حسین احمد مدني اونورو پشان عدیم النظیر علماء ، فقهاء، محدثین، داعین، سیاسیون او مجاهدین هم پیدا کړل ، دپورتنیو یادو نومیاليو څخه هریو پخپل وخت کې په یواځی یواځي توګه دبسته تحریکونو ، انجمنونو او ټولنو څخه هم زیات خدمتونه سرته رسولي او بیا دیو سړي په شاګردانو کې دومره قابل اولایق اشخاص پیدا کیدل یقینا دستر ویاړ او شرف څخه کم ندی. هم دا محمود وروسته نړۍ په شیخ الهند مولانا محمود الحسن و پیژانده او همدا شخص په هندوستان کې دټولو اسلامي، جهادي، سیاسي، روحاني او دعوتي تحریکونو مخکښ ، مؤسس او رهبر ګڼل کېږي هم دا انسان په ټول هند کې داسلامي وښتابه دټولو غورځنګونو مبتکر او امام ګڼل کېږي، دا هم هغه تن دی چې کله برتانوي استعمار دترک عثماني خلافت ړنګولو هوډ وکړ په حکم یې هندوستان کې د خلافت دستر تحریک دریابي څپې په موج راغلې ،کوموته چې دهندوستان دتاریخ د تلپاتي کارنامې په توګه کتل کېږي د ورېښمین دسمال تحریک: انګریز نه دهند دازادۍ ترلاسه کولو لپاره مولانا شیخ الهند رحمه الله دنورو پراخو کوښښونو سربیره دافغانستان د استقامت نه د یو پټ تحریک او پلان ترتیب نوښتګر هم د ی ، چې په مختلفو ښارونو او سیمو کې یې ددغه تحریک ملګرو مجاهدینو اومشرانوته په ورښمینو دسمالونو باندې دلیکونو کښلو له لارې پلانونه ورکول او کرار کرار یې هغوی منظمول ،څو انګریزي جاسوسان یې په اسانه پلانونه شنډ نه کړای شي په ۱۹۱۴زکې یې ددې تحریک دلاتنظیم لپاره خپل یوتن وتلی مجاهد او عالم شاګرد مولانا عبید الله سندي رحمه الله دخپل خاص استازي په صفت افغانستان ته را واستاوه او هغه یې دافغانستان د وخت پاچا امیرحبیب الله خان ته معرفي کړ، مولانا سندي د افغانستان حکومت او مولانا شیخ الهند ترمنځ درابط په توګه کار کاوه اوبیا په همدي کال ( ۱۹۱۴ز) پخپله مولانا شیخ الهند حجازته لاړ څو هلته دعثماني خلافت چارواکو سره دافغانستان او ایران داستقامت نه هند ته دعثماني خلافت ځواکونو لیږلو په اړه حتمي نتیجې ته ورسیږي ، مولانا عبید لله سندي چې دوریښمن دسمال د تحریک روح روان و، داسې پلان و چې عثمانیان به خپل یو لوی شمیر عسکر دایران له لارې افغانستان ته داخلوي اوهغوی به دخیبر او چمن د استقامتونو څخه هند کې په انګریزانو حمله کوي او ددې سره هم مهال هغه یولوی شمیر هندوستاني مسلمان پوځیان چې دانګریزانو په پوځ کې ګومارل شوي او دشیخ الهند دپلان او تحریک سره په ارتباط کې وو او په مختلفو پوځي مرکزونو کې قرار درلود دترکانو دحملې سره دانګریرانو پر ضد کودتاوې کوي او دعثماني پوځ په حمایت کې به د انګریزانو خلاف وسلوال بغاوت کوي ، ددې هدف اوپلان دوروستیو مراحلو دطۍ کولو په موخه مولانا شیخ الهند سره دڅو تنو ملګرو حجاز کې دعثماني خلافت داستازو سره او کتل او ورسره په ټولو برخو کې توافق ته ورسیدل هغه فرمان چې پکې مولانا شیخ الهند هندوستان کې دعثماني خلافت لخوا دنایب په توګه دمقررۍ او دهندوستان مسلمانانو ته دنوموړي سره دبیعت کولو په اړه وو هم لیکل شوی و یواځي دخلیفة المسلمین دلاسلیک لپاره ترکیې ته لیږل شوی او بیرته نه و راوړل شوی شیخ الهند او ملګري یې دهغه دبیرته راتلو په انتظار حجاز کې میشت و و انګریزانو دځینو اسنادو په مندلو ددغه تحریک په اړه ځیني اسرار او معلومات ترلاسه کړل دهغو له مخې یې هندوستان کې په زرهاوو خلک ونیول او شهیدان یې کړل بل پلو لومړی نړیوال جنګ هم پيل شو. عربان دبرتانیې په اشاره دملت پالنې په نوم دترکانو په ضد راپورته شول ان تردي چې په مکه مکرمه کې هم دشریف مکي لخوا چې دعثمانیانو لخوا دمکي والي وو هم د ترکانو خلاف بغاوت او پاڅون اوشو او دخلافت واک یې هلته ړنګ کړ، انګریزان د شریف (مکي) په بري خوشال او دهغه نه یې په مکه دمیشت مولانا شیخ الهند د نیولو او دوی ته دورسپارلو غوښتنه وکړه ، شریف سملاسې هغه له څو تنو ملګرو ( مولاناحسین احمد مدني، مولانا عزیر ګل او نورو) سره ونیو او جده کې یې انګریزانو ته وسپاره ، انګریزانو له هغه ځایه مالټې په نوم جزیره کې بدنام زندان ته ولیږه هم دا راز انګریزانو په فشار مولانا عبید الله سندي او دهغه ملګري په کابل کې ونیول شول ترهغې چې حبیب الله خان ومړ او د امان الله خان لخوا ازاد کړای شول. مالټه کې د درې نیم کاله اسارت تیرولو وروسته چې کله لومړی نړیوال جنګ د برتانیې په بري سره پای ته رسیدو انګریزانو مولانا شیخ الهند ( چې روغیتایې حالت یې نهایتې خراب و) او دهغه ملګري دبند څخه ازاد کړل، کله چې هندوستان ته ستانه شول نو دوریښمن دسمال تحریک اونورو تحریکونو دناکامیو جبیره کولو غرض یې په سیاسي محاذ هم دخپلو اهدافو د تر لاسه کو لو اومبارزې یو جهت اوټاکه او په دې موخه یې په ۱۹۱۹ ز کې د هند د جمعیت علماء په نوم دیو نوي تحریک اساس کیښود او هم یې پخپله سرپرستۍ کې دجمعیت علماء له ستیج نه دهندوستان دازادۍ لپاره دمتخلفو برنامو لاندې مختلف خوځښتونه پیل کړل مثلا په ۱۹۲۰ ز کې له هندوستانه دهجرت کولو تحریک پیلول کوم چې دافغانستان دهغه مهال دحکومت دنه تعاون په وجه ناکام شو او زیات شمیر مسلمانان د ستونزو او مشکلاتو سره مخ شول، دانکریزانو او دهغوی دلاسپوڅو سره د اړیکو او راکړې ورکړې دپریکون ( ترک مولات )تحریک چې دانګریزانو څخه دکرکې او نفرت ولولې په راوپارولې او دیوې ښې مؤثرې وسلې په توګه یې تري کار واخیست. دلته څو باریکیو ته پام ضرور دی یو دا چې د۱۹۱۹ز څخه وړاندې دمولانا شیخ الهند په مشرۍ چې څومره تحریکونه پلان شوي هغو ټولو کې دسیاسي هلو ځلو ترڅنګ وسلوال جهاد دډېر قوي عنصر په توګه ،خو پکې د پرلپسي ناکامیو ، شکستونو او دګاونډیو هېوادو د نه اخلاص او جنګي وسایلو نشتوالي مولانا شیخ الهند اړکړ چې د خپلې مبارزې لپاره یو سیاسي ستیج هم رامنځته کړي څو دهغه نه په ګټه دخپلو اهدافو ترلاسه کولو یون ته دوام اوبښي. بله باریکې دا ده دمولانا شیخ الهند ( مولانا محمود الحسن ) په قیادت کې دهند جمهورو علماوو( چې په هغوی کې د دیوبندیانو څخه علاوه بریلویان، اهل حدیث، اوشیعه ګان هم شامل وو)پرېکړه وکړه چې ددې وروسته دهند دازادۍ مبارزه یواځي تردیني حلقو او اشخاصو به محدوده نه وې بلکې له ځان سره پکې دعصري علومو لوستي ځوانان به هم شریکوو او په همدي نیت په ۱۳۳۹ هـ ( ۱۹۲۰) کې چې کله دعلي ګړ پوهنتون مسلمانو زده کونکو دعلي ګړ له دولتي پوهنتون سره ( دترک موالات تحریک په نتیجه کې ) پریکون اوکړ او هغه ته له تلونه یې ډډه وکړه ، دهغه په ځای ځینو شتمنو مسلمانانو دانګریز دولت د کومک پرته د یو نوي پوهنتون (مسلم پوهنتون) د جوړولو پرېکړه وکړه ،دهغه دپرانستلو غونډې دمشر په توګه یې مولانا شیخ الهند ته بلنه ورکړه ، که څه هم دغه مهال زیات ناروغ او کمزوری و او شاګردانو یې علي ګړ ته د نه تلو مشوره ورکړه خو هغوی ته یې ځواب ووایه : که په دې غونډه کې زما دمشرۍ اوګدون له امله انګریز ته تکلیف رسي نو خامخا ورځم ،غونډه ۱۳۳۹ ه دصفرې په ۱۶ مه دمولانا شیخ الهند په مشرۍ جوړه شوه، هغه خپله دمشرۍ ( صدارت) لیکلې وینا(خطبه) پخپله و نشوای لوستلی او پخپل نومیالي شاګرد مولانا شبیر احمد عثماني یې ولوسته چې ځیني مهم ټکي یې دا وو: ۱ـ ما په دې بوډاوالي ، ناروغه او کمزروي تن ستاسو بلنې ته لبیک وایه، ځکه زه دلته دخپلې یوې ورکې متاع دلاسته راتلو په هیله یم ،ډېر نیکان خلک شته چې دهغوی په مخونو کې دلمانځه او دالله تعالی دیاد رڼا ګانې ځلیږي خو چې کله هغوی ته ووایي دخدای لپاره پورته شه دامت لپاره هم څه وکړه او امت دکافرانو له منګلو څخه ازاد کړه هغوی وډار شي ، زړو ته یې ترهه ننوزې او دخدای نه دویرې په ځای دڅو ناپاکو انسانانو او د هغوی دوسایلو نه ډارلري. ای زما دوطن زلمیانو! ماولیدل چې زما ددې د رد غم خواره په مدرسو او خانقاوو کې کم او په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ډېر دي نو ځکه ما او زما څوتنو مخلصو ملګرو یو قدم دعلي ګړ په خوا پورته کړاو په دې سره دهندوستان دوه لوی تاریخي او علمي مرکزونه (دیوبند او علي ګړ) له یوبل سره ونښتل . د مولانا شیخ الهند ددې فراست او لرلید په وجه دهندوستان دازادۍ په مبارزه کې ددینې مدرسو او خانقاوو دعلماوو او روحانیونو ترڅنګ په لوی شمیر کې دعصري زده کړو زده کوونکي لکه مولانا محمد علي جوهر، مولانا شوکت علي جوهر، مولانا ظفرعلي خان ډاکټر مختار احمد انصاري چوهدري افضل حق اوحکیم اجمل خان پشان عصري فاضلان هم ورګډ شول ، دعلماوو سره دنسبت او صحبت په وجه محمد علي جوهر، شوکت علي او ظفرعلي خان په مولانا محمد علي، مولانا شوکت علي اومولانا ظفرعلي خان یاد شول او په ګډون سره یې دهندوستان دازادۍ په مبارزه کې قوت او تنوع راغله . یوه بله دپام وړنکته داده چې مولانا شیخ الهند دهند دجمهورو علماوو په توافق دهندوستان دازادۍ په مبارزه کې د هند نامسلمان وګړي د ځان په ملاتړ قانع کړل او کله چې برتانوي استعمار دترک عثماني خلافت راپرځولو لپاره عملا لومړی نړیوال جنګ شروع کړ ، ددې ګام پرضد یې هندوستان کې میشت انګریزان د مسلمانانو ترڅنګ د نامسلمانو ( هندوان اونورو) له لوري هم دمخالفت ا و مخاصمت دپاڅون سره مخ شول. دعلماوو په اند دا د شیخ الهند رح دفراست او بصیرت مثبته نتیجه وه چې دعثماني خلافت دژغورلو په تحریک کې دمهاتماګاندي په مشرۍ دهندوانو لوی اکثریت دمسلمانانو دموقف او دریځ دملاتړ لپاره عملي میدان ته ووتل. دا راز مولانا شیخ الهند دمسلمانانو تر منځ دخپلمنځي انتشار او افتراق دلمنځه وړلو نظریه اومفکوره هم وړاندې کړه او دهغه دفکري او نظریاتي سرپرستۍ په رڼا کې دوه لوی تحریکونه ( جمعیت علماء هند او بل مجلس احرار اسلام) دهند په نیمه وچه کې متحرک شول د قیادت واګې یې یواځي دیوبندي مسلک علماوو په لاس کې نه وې بلکې پکې دنورو فکرونو او مسلکونو علماوو ( لکه بریلویان، اهل حدیث، اهل تشیع او دنويو عصري زده کړو زده کوونکو ځوانانو) او دقومونو مخورو شخصیتونو هم ګډون درلود. هو! دمالټې داسارت دورې په پای ته رسیدو چې کله مولانا شیخ الهند دانګریز په وړاندې دمسلمانانو تیرو مبارزو او قربانیو جاجونه وکړه هغه و لیدل چې انګریزان هغسي په مسلمانانو برلاسی دي او مسلمانان یې په مقابل کې کمزوري او بې وسه دي ،دځینو نورو ګڼو مصلحتونو پخاطر یې ( چې دلته لیکل او څېړل یې لیکنه اوږدوي)دانګریز خلاف دمبارزې سیاسي جهت غوره کولو مفکوره وړاندې کړه یعنې داسلامي نظام دنفاذ، انګریزنه دوطن دازادۍ لپاره یې دسیاسي مبارزې د پیلولو محاذ پرانیست چې هندي لیکول اوقلموال دشیخ الهند رح دغه ګام په سولئیز سیاست تعبیروي دکوم لپاره یې چې دا لاندې څلوراهداف ټاکلي: ۱ – د انګریز نه دازادۍ ترلاسه کولو او اسلامي نظام دنفاذ لپاره په سیاسي محاذ مبارزه پرمخ وړل. ۲- دهندوستان نامسلمان وګړي له ځان سره ملګري کول. ۳- دعصري ښوونځیو او پوهنتونو شاګردان دسیاسي او دیني مبارزې قیادت ته راوستل. ۴- دټولو مسلکونو علماوو ته په روانه مبارزه کې ونډه او برخه ورکول او عملاً هغوی له ځان سره یوځای ملګري کول دپيښور او نوښار ترمنځ په زاخیلو سیمه کې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام تراشراف لاندې درې ورځینۍ نړیوالې غونډې هم ترډېره ځایه هم دا رنګ او مزاج درلود په دې غونډه کې داسلامي نړۍ دمختلفو هېوادو دعلماوو او سیاسي مشرانو په ګډون سربیره دپاکستان دننه دټولو دیني او ازادخیالو ګوندو مشرانو او استازو حتی د لږکیانو اوڅو نامسلمانو مشرانو ګډون جوته کړه چې جمعیت علماء اسلام غواړي دخپل هغه تشخص په پام کې نیولو سره سیاسي مبارزې ته دوام ورکړي دکومې اصول او مقررات چې پورته ډول مولانا شیخ الهند او دهند جمهورو علماوو له لوري له نن څخه سل کالا وړاندې ټاکل شوي. شاید هغه خلک چې دهندوستان دازادۍ او مبارزې دبېلا بېلو پړاوونو اوجهتونو تاریخ یې ښه په زور او زیرنه وې لوستی دا وانګیري چې دجمعیت علماء اسلام اوسني مشران دکوم نوي رنګ یا مزاج خپلولو په کوښښ کې ښکېل دي ، لیکن داسې انګیرل د حقیقت سره سمون نلري، بلکې ښکاري چې جمعیت علماء اسلام پخپل ټول توان دا زیار ګالي چې هغه نهج خپل کړي کوم چې دهند دازادۍ او داسلامي نظام دنفاذ لپاره مولانا شیخ الهند دهندوستان جمهورو علماوو په مشوره اوفتوا غوره کړی. په دې سربیره دزاخيلو نړیواله غونډه داسلامي نړۍ داوسني کمزورې نړیوال موقف اوحالت په خلاف دمسلمانانو دویښتابه ښکارندویه هم وه اوجوته یې کړه چې د مسلمانانو اجتماعي ضمیر لا بیدار او ویښ دی او په خاصه توګه غونډه کې دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په نړیواله سطحه دمسلمانانو ددې موقف او دریځ ښه ترجماني وکړه چې د دوهم نړیوال جنګ وروسته کومې نړیوالې ادارې ( لکه ملګرو ملتونو نړیواله ټولنه) چې په نړۍ کې دجنګونو او ظلمونو دمخنیوي په هدف منځته راغلې هغو دخپلو اهدافو او موخوڅخه په دفاع کې په پاتې راتلو سره خپل اهمیت او مشروعیت له لاسه ورکړی او ونه توانیدلې چې دملګري ملتونو نړیواله ټولنه یا دحقوق بشر ټولنه په نړۍ کې دانسانانو ترمنځ ددښمنیو او جنګونو په مخنیوي کې اساسي رول او کردار اداء کړي بلکې دهغوی په ملاتړ دنړۍ ځواکمن هېوادونه لګیادي دفتوحاتو په هوس کې پرلپسې خپلواک هېوادونه او ولسونه لاندې کوي او دانسانانو وینې لکه داوبوپشان بهوي، نوموړي کشمیر کې د مسلمانانو حالت ته په اشاره وویل: تر ننه پورې ددغو نړیوالو ادارو لخوا دکشمیر ستونزه حل نشوه او په افغانستان باندې امریکا د ناروا یرغل په نتیجه کې هلته د یوجایز اومشروع حکومت په ړنګولو افغانستان بیا دجنګونو کندې ته ټیل وهل شو ، نن افغانان مجبور دي چې دخپلې خاورې او وطن دازادۍ لپاره دجګړې لار ونیسي ،ځکه بله لار ور ته نده پاتې، هم دا راز دغونډې په جریان کې مولانا فضل الرحمان دسلیم صافي سره په مرکه کې وویل: دطالبانو حکومت جایز حکومت و، پاکستان او څو هېوادو په رسمیت پیژندلی و، امریکا پري یرغل وکړ او هغه جایز حکومت یې ړنګ کړ ،نوموړي وویل: که څه هم طالبان عسکري ښکاري خو هغوی په افغانستان کې دخپلې ۶ کلنې واکمنۍ په مهال یومخ دوسلو کلچر ختم کړی و خو دامریکا دیرغل وروسته بیا مجبور شول چې توپک او وسلې ته لاس کړي نوموړي وویل: دنړۍ ځواکمن هېوادونه دفتوحاتو په حرص کې لګیا دي له یوبل وروسته هېوادونه قبضه کوي او مونږ په جار سره ویلي : څو له افغانستانه بهرني ځواکونه لاړنشي ترهغې په افغانستان کې امن نشي راتلای، خو زمونږ چا ونه منله دافغانستان وروسته یې په عراق حمله وکړه نن عراق په څو ټوټو ویشلی دی ، هم داراز په سوریه او یمن کې یې جنګونو پیل کړل ، ان تردي چې نن زمونږ حرمینو شریفینو ته ګواښونه کېږي نوموړي وویل دوی پخپل ټول توان له جزیرة العرب او حرمینو څخه دفاع ته چمتو دي. همدا راز دکعبې امام شیخ صالح بن محمد ابراهیم دجمعې په خطبه کې ټینګار وکړ چې دیني علماء دي دفروعي مسایلو په سر دیوبل سره کرکجن اختلافات نکوي ځکه علم دصحابه وو نه مونږ ته دعلماوو په واسطه نقل شوی، نوموړي په خاصه توګه څلورګوني فقهي مذاهب یاد کړل چې دهغو څلورواړو په برکت مونږ ته ددین پریمانه علوم ر سیدلي او نن په نړۍ کې دمسلمانانو بشپړ اکثریت دهمدې څلورو امامانو اتباع کوونکي جوړوي او هریو امام ویلي [ اذا صح الحدیث فهو مذهبی] کله چې په یوه مسئله کې صحیح حدیث پیداشي هم هغه زما مذهب دی . نو په دې توګه دجمعیت علماء اسلام لخوا دخپلې سلکلیزې لمانځلو په مناسبت جوړه شوې نړیواله غو نډه یوه بې ساري لویه ، منظمه غونډه ګڼل کېږي چې پکې دپاکستان او بهر څخه د دروند شمیر میلمنو او مندوبینو راتګ اوښوده چې جمعیت علماء اسلام دخپل هېواد دننه اوبهر قوي رول او کردار لري او په نړیواله توګه یې ځان منلی او په خاصه توګه داسلامي نړۍ ددیني او سیاسي حلقو دننه له درناوي څخه برخمن ګوند دی. دوهم: دپاکستان دننه دعلماوو او روحانیونو پراخ ګډون او راتګ وښوده چې دپاکستاني علماوو په سلو کې نوې علماء دجمعیت علماء دتګلارې سره ولاړ دي او دمولانا فضل الرحمان څخه ملاتړ کوي دشیخ الاسلام مولانا مفتي تقي عثماني څخه نیولي ترمولانا فضل الرحمان خلیل ، دوفاق لامدار س دمشر مولانا ډاکټر عبد الرازاق اسکندرنه ، ترپیر زولفقار ، پیر عزیز الرحمان هزاروي قاري حنیف جالندري مولانا احمد لودیانوي ټول دمولانا فضل الرحمان دسیاسي کردار او هوښیارۍ معترف دي. دریم : دسعودي عربستان دوفد ترڅنګ دایران درسمي و فد ګډون اوښوده چې جمعیت د سیاسي احتیاط او فراست په لار درومي ،دسیمي د نزاکتونو اوحساسیتونو د درک کولو پوره توان مندي لري . څلورم : جمعیت دا ذهنیت هم ورکړ چې د فکري او نظریاتي پلوه هغه لاره تعقیبوي کومه چې یو ه پیړۍ وړاندې مولانا شیخ الهند رحمه الله ټاکلې او کومه بله تګلاره نلري . پنځم: جمعیت دخپل نظم او دسپلین مظاهره هم وکړه ځکه په ملیونو خلک منظمول او تر درې ورځو دهغوی میلمه پالنه کول او ورته ټولې اړینې اسانتیا وې هلته برابر ول دیوګوند په توګه دجمعیت علماء اسلام دداخلي نظم او ډسپلین ښکارندوي کوي . په ټوله کې ددې نړیوالې اجتماع موخه دوینا کوو نکو دویناوو په رڼا کې داوه: چې نن اسلامي امت دکومو ستونزو او مشکلاتو سره لاس اوګریوان دی ، باید داسلامي هېوادو چارواکي او پوهان ددې لاملونه او وجوهات په ګوته کړي او دا چې میډیا نړۍ ته مسلمانان دظالم او مظلوم دواړو په حیث وړاندې کوي ترشایې دچا چا لاس دی او څوک یې ملاتړ کوي ؟ دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان پخپله وروستۍ وینا کې لاندې څلور عمده ټکي دنړۍ په وړاندې کیښودل ۱ـ دنړۍ ټول ولسونه دي دیوبل احترام او دیوبل حقوقو ته درناوی ولري ۲ـ په نړۍ کې داقتصادي انصاف را وستلو لارې دې پرانستل شي ۳ـ دلږکیانو او مظلومانو دحقوقو نه دفاع ته دې نړیوال خپل پام واړوي ۴ـ دنړۍ هرهېواد او هرولس ته دي دخپلو طبعي وسایلو او زیرمونه داستفادې او ګټې اخستلو حق ورکړای شي او هغه هېوادونه چې غواړي د خپلواکو هېوادو دوسایلو نه ګټه واخلي ، باید دیرغلونو په ځای هغوی دتجارت لاره غوره کړي. په نړۍ دمسلمانانو دسوکالۍ او خوشالۍ په هېله پای
 
 
سوداګريزې خبرتياوې

 
نوې لیکنې
 
پېښې،اندېښنې اوڅرګندونې